یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

افغان محصله وخت دې ارزښتناک دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 13, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
9
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمود حقانى

خیرے کن اے فلاں و غنیمت شمار عمر

دا هم ولولئ

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

اغېزناکه مطالعه

زاں پيشتر که بانگ برايد فلاں نماند

شيخ سعدی رح

د ګران وطن په ځينو سيمو کې تعليمي کال پيل کېدو سره سره له ښه مرغه ځوان قشر مو هم د نورو کلونو په پرتله ښه تود هرکلى وکړ خو  وطن مو د څو لسيزو راپدېخوا ستر ستر ناورينونو او دردونكو حالاتو سره مخ دى چې ددې له کبله ځينو ځايونو كې ښوونځي، پوهنتونونه نشته او ځينو ځايونو كې مکار، ناترسه دښمن د شخصي ګټو له امله دروازې ورتړلي البته که نورو سيمو کې ددې مخې ته څه مزاحمات نشته خو هلته بيا ځوانه طبقه خپل ارزښتناك وخت کې دومره ناغيړي کوي چې د سبقونو، مطالعو او څېړنو پر ځاى فضول چکرونو، ګپ شپونو، خنداګانو او موسيقۍ باندې تېروي.

ددې له امله چې زده کړيالان مو لږ ويښ او احساسمند شي دا يو څو کرښې مې ذهن کې راغلې ګوندې که کوم محصل ته ګټورې ثابتې شي.

وخت د خداى يو داسې عام نعمت دى چې مالدار نادار، پوه ناپوه، کوچني لوى، نارينه او مېرمن ټولو ته يو برابر ورکړى د وخت مثال تېز لمر ته د  کېښودلى شوې واورې ‘يخ’ په څير دى که استفاده ترې وکړاى شي نو ډېره ښه ګني هغه حتماً ويلي کېږي او وخت داسې تيزه سورلۍ ده چې نه راکب ته د تيزوالي احساس کېږي او نه يې د رفتار په کمولو او يا بندولو قدرت لري.

زموږ سپيڅلي کتاب قران کې که په زمانې، شپه او ورځ باندې قسمونه شته همدا راز په مختلفو وختونو د بيلګې په توګه سهر، څاښت او مازديګر هم سوګندونه شته خو په دې ټولو قسمونو کې مابه الاشتراک انسان راجلبول دي د وخت نه په استفادې باندې.

دا ډول په احاديثو کې هم نبي عليه السلام خپلو پيروانو ته د وخت قدر، اهميت او احساس په باره کې مختلفو طريقو سره لارښوونه کړې يو حديث کې داسې دي چې تاسې پنځه شيان مخکې د پنځه شيانو نه غنيمت وګڼئ يو پکې ” فراغت مخکې د بوختياوو ” نه دى، نن به وزګار يې سبا به مصروف، که څه کول غواړې نو ويي کړه ځكه دا د تورې په څېر دى که ته يې کټ نه کړې نو تا به کټ کړي، چا چې زيار او کوښښ وکړ نو د هغه په لمن کې به څه نا څه راشي ګني دا د چا لحاظ نه ساتي او نه د تللو وروسته بيرته راځي.

د وخت په صحيح استعمال سره وحشي نه مهذّب د مهذّب نه فرښته صفت د جاهل نه عالم او د مسکين نه مالدار انسان جوړيږي.

په کړکيښ “تاريخ” کې چې څومره لويې لويې څيرې تيرې شوي هغه که د دين په باب کې وي او که د دنيا د هغوى ټولو په برياليتوب کې يوازنى راز د وخت دى چې دوى ورته تل د قدر په نګاه کتلي.

غربي ټولنه چې نن سبا په علم، ساينس، ټيکنالوجي، طب، فلسفه او جغرافيه کې څومره مخکې ده اساسي لامل يې د وخت قيمتي کول دي، خو له بدمرغۍ نه مسلمان ملت په فحاشئ، بې حيايئ، رقص موسيقۍ، نر ښځې په اختلاط او داسې ورته نورو ناشايسته کړنو کې د غرب پيروي وکړه خو هغوى کې چې کوم ښه او د ستاينې وړ عادتونه وه هغه يې نه دي خپل کړي، دې زمانه كې خو غير مسلم د وخت قدرداني ډېره کوي ليکن په واقعيت كې دا د مسلمان قوم او د علم د اسمان د ځلانده ستورو وطيره وه دوى “مسلم ملت” علمي، تصنيفي ميدان کې دومره پرمختګ کړى چې هغه موږ په ټول ژوند کې مطالعه کولاى نه شو  علامه ابن الجوزي د ابن عقيل په اړه ليکلي چې دې شخصيت په 80 فنونو کې کتابونه ليکلي او يو کتاب يې 800 ټوکه ته  رسېږي چې په ټوله نړۍ كې ترې غټ کتاب نشته،

د مشهور مسلمان رياضي پوه علامه بيروني د نوم نه به څوك نه وي خبر ، ده د مرګ د بېهوښۍ په حالت كې هم د ميراث مسئلې پوښتنه کوله او ويل يې چې دا ما لپاره غوره ده چې ددې مسئلې نه باخبر وفات شم،

له بده مرغه موږ داسې زمانې سره مخ يو چې ښوونکى او زدكوونكى ټول د وخت د ضياع  په ناروغۍ اخته دي هر يو عصري ټيکنالوجۍ او ټولنيزو رسنيو کې داسې بوخت دي چې نه ورسره ددې هيواد فکر شته او نه ددې کړيدلي هيودوالو، زما په اند بايد زموږ د نورو ادارو په پرتله د ښوونې روزنې اداره “په هره څانګه کې چې وي”  ډېره فعاله او چسته واى ځكه موږ ستونزمنې او بدبختې جګړې ډېر لرې ويشتلي يو خپل ځاى ته به هلته راځو چې د قوم بچيانو کې مو د وخت احساس رابيدار شي او داسې نوښتونه او ابتکارات وکړي چې د سيمې هيوادونه ورته ګوته په غاښ شي.

افغان محصله! ته ددې درديدلي وطن او د زحمتونو په غېږو کې را لوى شوي ملت بچى يې تا ته ددوى سترګې دي ته به دا هيواد د رغيدو، پرمختګ، سوکالۍ، يووالي او امن راوستلو لورې ته بيايې.

هيله مند يو چې ستا په زيار، کوښښ، اخلاص اوژمنتيا سره به دا هيواد رقيبانو لپاره مشاراليه بالبنان وګرځي.

مخکینې مطلب

د شیطان پېژند ګلوي - یو ویشتمه برخه

بل مطلب

ايا امريکايي اشغال د دې وړ دی چې ورته خوشبينه شو؟

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
ټولنه او اجتماع

اغېزناکه مطالعه

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 30, 2025
ټولنه او اجتماع

اسلام او ترافيکي اصول

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 25, 2025
ټولنه او اجتماع

د بریا تر تم ځایه

نشرونکی: ح جلال
اگست 22, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com