یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ايا امريکايي اشغال د دې وړ دی چې ورته خوشبينه شو؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 13, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

خالد رعد

دا هم ولولئ

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

د ټرمپ د ګواښونو تر شا لوبه: جګړه که اعظمي فشار؟

علم، عمل او مسئوليت؛ د يو بريالي شخصيت درې نښې

زمونږ ګران هيواد له نن څخه ۱۶ کاله وړاندې د امن او سولې نغد چغد مثال و، هغه مهال د نړۍ د کوم زبر ځواک لاس زموږ د ملت په خوا نه و راغځیدلی او نه هم په نړۍ کې امریکایي مداخلو پراختیا موندلې وه، همدا وجه وه چې د نړۍ په تقريبا ټولو هيوادونو کې آرامه فضا حاکمه وه. ۱۶ کاله وړاندې دغه شپې ورځې وې چې د امريکا پټې ارادې لوڅې او د ۱۱م ستمبر واقعه ورته لويه بهانه شوه، تر څو افغانستان  اشغال او اسلامي نظام ونړوي. د افغانستان د اشغال له پيل سره په ګرده نړۍ د نا ارامۍ څپه راوالوتله او دا دی ۱۶ کاله وروسته نژدې ټولو هيوادونو د نا امنۍ تراخه وڅکل؛ ځکه خو وايو چې د دې بدمرغيو لامل امريکا او د دوی متحدين دي.

د خواشينۍ ځای دا دی چې دلته لا هم داسې څوک شته چې امريکا او ملګري يې د سولې او ثبات ارمانجن او يوازيني راوړونکي ګڼي، دوی لا هم د امريکا په دې ناروا نا خبره دي چې سوله او امن يې په ګرده نړۍ کې زندۍ کړل، او يا په شعوري توګه د ځينو امتيازاتو تر لاسه کولو په موخه د اشغالګرو ټول کړه وړه بالعکس تعبيروي.

دې خلکو ته بايد ورپه ياد کړو چې که فکر وکړئ، امريکا چې په کومه ورځ يو هيواد ته لاس غځولی، د هغه هيواد ولس تر ننه د سولې او امن په ارمان دی، دوی د همدې نوم په کارولو ملتونه ايل کوي خو حقيقت کې دوی خپله د سولې او امن بيخ کيندونکي دي.

که زمونږ له هيواد نه علاوه نورې نړۍ ته نظر وکړو او عراق، ليبيا، سوريه، مصر او… د مثال په ډول را واخلو، وبه ګورو چې کله په دې خاورو د امريکا قدم ايښودل شوی، د جګړو او ناارامۍ ډګرونه يې ګرځولي او د امريکا په شمول د دوی د متحدينو له پريمانه پوځي ځواک سره سره د يادو هيوادونو ولسونو د خوشحالۍ فضا تر نن ورځې بيا ونه ليدله.

په دې ټولو او په ځانګړي ډول زمونږ په هيواد کې د راپيل شويو بدمرغيو لوی سبب د امريکا لاس وهنې او اشغال دی؛ ځکه هيڅ ملت نه غواړي د بل له لوري يې هيواد اشغال او ولس، دولتي ادارې او آن تعليمي او اقتصادي چارې يې د بل د اختيار شي، دوی د خپل وجدان له مخې امريکا ته هم اجازه نشي ورکولی او په وړاندې يې وسلوال مقاومت ته مخ کوي، او امريکا بيا د خپل غرور له مخې دا نشي منلی چې د اهدافو په مخکې يې څوک خنډ شي.

زمونږ هيواد کې د بيلابيلو ډلو راپيدا کول او بيا د هغوی لپاره تبليغاتو ته په پراخه پيمانه رسنۍ وقف کول هم د جګړه خوښې امريکا له هغو تکيتکونکو څخه دی چې په عملي کولو سره يې غواړي دا هيواد د جګړو ډګر او په نتيجه کې د خپلو پوځونو ځاله وګرځوي.

د امريکا د اشغال په سيورې کې د سولې په تمه خلک که وپوښتل شي چې همدا څو ورځې وړاندې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د طيبه کلمې توهين اميزه انځورونه پاشل څه معنی؟ ايا امريکا په دې نه پوهيږي چې دغه عمل د د دې ولس غوسه پاروي؟ ايا دوی خبر نه دي چې دغه ولس د دې مقدسو کلماتو د ساتنې لپاره له مال او ځانه تيريږي؟. دغه خلک به د دې ځواب ورکړای شي؟

که امريکا سوله خوښې او سوله يو ملت ته په تحفه کې ورکونکې وای؛ نو دغسې شر انګيزه اعمال د څه لپاره؟

دغه له شريرې امريکا د خير غوښتنکي بايد خپل سر ګريوان ته کړي او په نړۍ د ۱۶ کلونو تيرو شويو شپو ورځو ته او په هغو کې رامنځته شويو زړه بوږنونکو پيښو ته ژور نظر وکړي. دوی که رښتيا هم د وطن او هيوادوالو په ناخوالو درديږي؛ نو بې له شکه به ډير ژر پورتنې حقيقت ته ورسيږي، او که يوازې د ډالري معاشونو يا عياشيو په لټه وي او دين، هيواد، ملت او ارزښتونه ورته بابيزه معلوميږي؛ نو لوری يې معلوم دی.

مخکینې مطلب

افغان محصله وخت دې ارزښتناک دی

بل مطلب

يوه مسلمانه مېرمن د سينګاپور ولسمشره وټاکل شوه

ځانګړي مطالب

مقالې

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 17, 2026
مقالې

د ټرمپ د ګواښونو تر شا لوبه: جګړه که اعظمي فشار؟

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
مقالې

علم، عمل او مسئوليت؛ د يو بريالي شخصيت درې نښې

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 13, 2026
مقالې

د نظامونو د بدلون سیاست؛ د نړیوال قانون پر وړاندې د زور منطق

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 7, 2026
مقالې

یمن؛ هغه جګړه چې مشروعیت پکې له واقعیت سره ټکر لري

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 5, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com