د زکات مسایل (۴۵مه برخه) ـ د چرګانو په فارم او د ماهيانو په ډنډ باندې د زکوة حکم –

د چرګانو په فارم او د ماهيانو په ډنډ باندې د زکوة حکم
پوښتنه : که د چرګانو فارم يا د ماهيانو ډنډ د تجارت په نيت جوړ شوي وي نو په دې باندې زکوة شته او که نه؟.
ځواب : د چرګانو د فارم او د ماهيانو د ډنډ په زمکه، کور او متعلقه سامان باندې زکوة نشته، که چرګان او چورګوړي د اخيستو په وخت کې په خپله دوى د خرڅولو په نيت اخيستل شوي وه نو د هغو په ماليت باندې زکوة فرض دى، او که چيرته د هغو پر ځاى د هغو د هګيو يا د هغو د چورګوړو د خرڅولو نيت وه نو زکوة نشته.
که په ډنډ کې ماهيان يا د هغو بچي اخيستل شوي وي او په ډنډ کې اچول شوي وي نو د هغو په ماليت باندې زکوة فرض دى، او که داسې نه وي نو فرض نه دى، د فارم او ډنډ په آمدن باندې په هر صورت کې زکوة شته دى ([1]).
همدا رنګه ليکل شوي :
مسئله : د چرګانو د فارم او د ماهيانو د ډنډ په زمکه، مکان او متعلقه سامان کې زکوة نشته، که چيرته د چرګانو او چورګوړو د اخيستلو په وخت کې د هغو د خرڅولو نيت شوى وه نو د هغو په ماليت باندې زکوة فرض دى، او که چيرته د هغو په ځاى د هغو د هګيو يا د چورګوړو د خرڅولو نيت شوى وه نو بيا زکوة نشته، چې ماهيان يا يې بچي واخيستل شي او په ډنډ کې واچول شي نو د هغو په ماليت باندې زکوة فرض دى او که داسې نه وي نو نه دى فرض، البته د مرغى خانه او ډنډ په آمدن باندې په هر صورت کې زکوة شته دى ([2]).
په چورګوړو او چرګانو کې د زکوة حکم
پوښتنه : د چرګانو په فارم کې چورګوړي له اخيستو وروسته ساتل کيږي، له (٢٢) هفتو وروسته هغه د هګيو اچولو وړ کيږي او (٨٤) هفته هګۍ اچوي، له دې وروسته د هګيو اچولو صلاحيت نلري، په هګيو او همدغو چرګانو باندې زکوة شته دى او که نه؟.
ځواب : په صورت مسئوله کې د هګيو په قيمت باندې زکوة شته دى، مګر په چورګوړو او چرګانو باندې زکوة نشته دى، البته کوم وخت چې هغه خرڅ کړى شي نو د هغو په حاصليدونکې معاوضه باندې زکوة شته، که چيرته کال په همدغه وخت کې پوره شوى وي نو په همدغه وخت کې، اينده چې کله پوره شي نو هغه وخت له دې څخه چې څومره روپۍ باقي پاتې شي له هغو څخه دې زکوة اداء کړى شي )لما في الدرالمختار والاصل ان ما عدا الحجرين والسوائم اما يزکي بنية التجارة ……. وشرط مقارنتها لعقد التجارة وهو کسب المال بالمال بعقد شراء او اجارة او استقراض، ولو نوى التجارة بعد العقد او اشترى شيئا للقنية ناويا انه ان وجد ربحاً باعه لا زکوة عليه( ([3]).
زکوة په چرګانو دى او که په هګيو
پوښتنه : يو کس د چرګانو د ساتلو کار کوي، څلور سوه چرګان ور سره دي، په همدغه کار يې اته زره روپۍ سرمايه لګولې، همدا رنګه همدغه کس د هګيو تجارت هم کوي، په همدغه کس باندې د همدې زکوة فرض دى او که نه؟.
ځواب : که چيرته همدغه کس د چرګانو تجارت نکوي، بلکې يوازې د هګيو تجارت کوي نو په اصل سرمايه باندې زکوة نشته، بلکې د هګيو په آمدن باندې شته دى، دا په هغه وخت چې د نصاب څښتن وي ([4]).
([1]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٣١٠.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٥، ص : ١٢١.
([3]) فتاوى عثماني، ج : ٢، ص : ٣٩ – ٤٠، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٢٧٣ – ٢٧٤، وفي البدائع، ج : ٢، ص : ٢١.
([4]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٦٠ – ١٧١، بحواله : احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٣٠٠.



