راځۍ چه محاسبه وکړو

لیکوال: ابوبکرعظیمی
کله چه یوکلی بمبارشی او بیاهغه کلی ته کلینک مکتب او پوخ سرک ور جوړ کړی نو دا کومکونه اوبیا رغونه به ددی کلی غمځپلو خلکو ته څومره ګټه وکړی او ددی کلی خلک به د دی کومکونو په ترلاسه کولو بیرته راضی شی کنه او هغه دکورنۍ غړی یی چه له لاسه ورکړی دی هغه خالیګاه به ددی کومکونو په ترلاسه کولو سره ډکه شی؟
کچیری مونږ دقیق حساب وکړو چه څومره بی ګناه ښځی او ماشومان بمبار شول او څومره وطن ته خدمت شوی ده نو دی نتیجی ته به ورسیږو چه دیو سرک دجوړولو په بدل کی مو لسګونه افغانان شهیدان ورکړی دی اولا نورشهیدان به هم ورکوو که زمونږ همدا مشران وی چه زمونږ دوینو په تویولو سره خپل شخصی اهداف ترلاسه کوی .
ښه نو:
پوښتنه داده چه ددی بی ګناه افغانانو دوینو قیمت دومره کم ده چه ددغو عارضی سرکونو جوړول یی پوره کولای شی؟
اوووو دیاوطن اویاکفن شعار والا خلکو.
راشۍ کنه دوطن کلی بی ګناه ښځی او ماشومان مو بمبارشول ستاسو د(یاوطن) شعار تر همدی ځایه وو او دا کفن مو کومی ورځی ته ساتلی ده.
نو دوطن ساتنه به همداسی وی؟
افسوس:نورباید زمونږ ویده ولس راویښ او پوه شی چه داخلک مو والله که نه وطن درته وساتی اونه ناموس.
چه په بی ګناه افغانانو باندی کله بمبارکیږی او ټوټه ټوټه کیږی دپوښتنی یی څوک نشته نو تاسو اوایی چه له مرګ څخه به هم بل سخت افت پر افغانانو راځی بیابه مو له هغه څخه روسته داخلک دفاع کوی؟



