
بد نظري یا د عشق مجازي تاوانونه
لیکنه : احمد جنید مبارز
موږ وینو چي زیات کسان د مجازي عشق څخه سخت مریضان دي : ژوند یې تریخ وي؛ خوب پر حرام وي؛ زړه یې بې قراره وي؛ زړه او دماغ یې کمزوره سي؛ په هیڅ شي یې زړه نه ارامیږي؛ ددې ټولو لامل بدنظري یا د نامحرمو ښځو او لغړ زنو هلکانو په بد او شهوتیز فکر لیدل وي.
د بد نظرۍ ګناه بیخي د بې عقلۍ ګناه ده، نه څه ور کول نه څه اخیستل په مفت ډول زړه ناقراره کول، هغه څه چي لاس ته نه راځي په هغه سره زړه ناقراره کول بې عقلي ده که چیري هغه لاس ته هم راسي خو بیا هم ارام نسي حاصلېدای ځکه د الله تعالی د نافرمانۍ د لارو څخه چي کومه خوشحالي حاصلیږي په هغه کي غم، ناقراري او د بې ارامۍ په زرهاوو ماران او لړمان وي، د الله تعالی په نافرماني کي د ارام او قرار خوب لیدل ډېره بې عقلي ده ځکه چي الله تعالی د خوشحالۍ او غم خالق دی.
کوم بنده چي الله تعالی خوشحاله ساتي، د خدای د خوشحالي دپاره خپل زړه خوابدی کوي، الله تعالی هم د هغه زړه خوشحاله ساتي، بېله د خوشحالۍ د اسبابو د هغه په زړه کي د خوشحالۍ دریاب بهیږي، داسي خوشحالي هغه ته ور کړي چي بادشاهانو په خوب لا نه وي لیدلې، او څوک چي الله تعالی ناراضه کوي نو الله تعالی به د هغه ژوند ور تریخ کړي.
#غوښتنه / دعاء : اې الله جل جلاله ! تا خپلو دښمنانو ته د خاورو او اوبو فاني خوندونه ور کړي دي او خپلو دوستانو ته دي د خپل محبت درد ور کړی دی، هغه په نعمتو کي هم په عذاب وي او دوستان دي په تکلیفو کي هم ارام ساتلي وي؛ نو ما او دا لوستونکۍ هم ستا د محبت په درد اخته کړه؛ موږ د مجازي عشق، فتنې، بدنظرۍ او ټولو ګناهونو څخه وژغوره؛ موږ ته پر تیرو ګناهونو بښنه وکړه. امین
لیکنه : احمدجنید مبارز



