غزل: دلته

څاروان مهاجر

دلته،منګئ،دلته ګودر شهید شـو
دلته چینار، دلته نښتر شهید شـو

زمونږ له کلي نه مرغان ولاړه لو
دلته ځنګل، هاپوری غر شهید شـو

مقتدیان لاړ شهیدان شو واړه
دلته امام،محراب،منبر شهید شـو

هغه دنګ ښکلي طالبان فناه شـو
دلته مورچل،ښکی سنګز شهید شـو

دلته قلم، کاغـذ ایتیم پاتی شـو
دلته لیکوال،دلته شاعر شهید شـو

پس له مرګه بې و کړئ ارمان
که درنه څاروان مهاجر شهید شـو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button