لیکوال: خالد وزیروال
د هغه مسجد امامه! د کوم مسجد امامتي چې رسول الله او صحابه و کړې ، د کوم مسجد بنیاد چې ابراهیم علیه السلام په خپلو مبارکو لاسو کیښود ، هغه مسجد چې د ځمکې پر مخ تر ټولو بهترین مسجد او د مسلمانانو ددین مرکز دی ، دا هغه خاوره ده چېرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدا شوی ، لوی شوی او ددین دعوت یې په کې غردینه او بې دینه خلکو ته ورکړی.
سدیسه! ته پوهېږې خلکو تاته څومره احترام درلود؟
دومره چې ته یې فکر هم نشې کولای خو دا حترام تاته خلکو ستا د ذات په وجه نه درلود ستا د نسب او شهرت په وجه یې نه درلود ، ستا د مال په وجه یې هم نه درته درلود بلکې یواځینی لامل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په محراب کې د درېدو له امله او پر هغه د نازل شوي قرآن د تلاوت له امله یې درته درلود، خو ته به نه وې خبر چې هغه هرڅه تا په سیند لاهو کړل هغه هر څه تا اوبو ته د تېر شوي خوب په څېر وګرځول .
سدیسه! تاچې د خپل دین دوښمنان یهود دسولې او امن مشران بلل تاته له هغه قرآن نه حیا نه درتله چې تاته فرمایي: ولن ترضی عنك اليهود ولانصری (یهود او نصری له تاسې نه هیڅ کله نه راضي کیږي)
تاته ددې ایت نه چې تا په خپله خوله تلاوت کولو شرم نه درتللو: لتجدن اشدالناس عداوة اللذین امنو الیهود والذین اشرکو ( ته به یهودیان او مشرکان مونده کړې په خلکو کې د مسلمانانو تر ټولو سخت ترین دوښمنان) ؟
تاته د کعبې له امامته هم حیاء نه درتلله؟
تاته نن کوم نوی ایت نازل شو چې یهود امن پسند او مسلمانان شرپسند دي؟ تاته نن دا جواز چا درکړو چې ته له یهودو سره په یوه کاسه خوراک کوې؟
خو زه پوهیږم چې ته ددې پوښتنو ځواب نشې ویلی.
زه پوهیږم ته وپلورل شوې تا خپل امامت، تلاوت، عزت، ارزښت د یهودو په وړاندې د اعتماد پیدا کولو لپاره وپلورل ، خو دا مه هېروه چې یو وخت د همدې کعبې په شاوخوا کې ابوجهل هم اوسیده ، عتبه شیبه ابی ابن خلف او ابولهب هم اوسیده ، ځانونه یې د کعبې مشران او منجوران بلل خو څه وشو هغه خلک په کومه لاره لاړل او اوس په کوم ځای کې دي؟ زه باوري یم چې ته به هم له هم له هماغه خلکو سره همالته یوځای وې ان شاء الله .
سدیسه! تاکه د یهودو په وړاندې اعتماد تر لاسه کړ خو هغه مظلومو مسلمانانو ته بې ارزښته شوې څوک چې ستا دعاو ته به یې انتظار کوو، چا به چې ته خپل پیشوا او امام بللې ، هغه مظلوم مسلمانان چې ستا په لور یې د مرستې لاسونه غځولي وو ستا د دعاو تمه یې درلوده هغه ټول نن تا هېر کړل، تا دهغو مظلومانو آه درک نه کړو د هغوی سوو کړیکو په تا هیڅ اثر ونه کړ، د هغوی په مخ ورکې شوې خوشحالۍ تاهیڅ راونه ګرځولې ، بالعکس د هغوی په زخمونو د مالګو دوړولو کوښښ کوې ، ایا دا به د هغو مسلمانانو میندو چې بچیان یې یهودو ورته ټوټه او دانه دانه کړل، په بمو یې پرچه پرچه کړل، په اور یې وسوځل له خاورو سره یې خاورې کړل درته هېر شي؟ نه والله هیڅ کله هم نه
دا دې هم باید په یاد وي چې نور تاته څوک قاري سدیس نه وایي، تا څوک د کعبې امام نه بولي، تاته څوک د شیخ او پېشوا نظر نه کوي ، اوس ته یو غلام یې ، اوس ته د پردیو د لاس آله او د پردیو په لاس لوبېدونکی ګوډاګی شوې اوس قرآن هم ستا له ستوني نه کوزیږي اوس دقرآن نور هم لتا کډه کړې ځکه چې:
دکعبې په بزرګۍ څه شک نشته
ولې خر به حاجي نشي په طواف
















