دولت د «څرخي پله‌« له زندانیانو څه غواړي؟/ محمد دُرانی

د څرخي پُل زندان تل د افغانانو پرضد کارول شوی. دلته د خلقیانو له دورې واخله آن تر اوسني حکومت پورې تل زیات شمېر بې ګناه خلک په دې زندان کې ساتل شوي، وهل شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.

د امریکايي یرغل وروسته دغه زندان بیا فعال شو او زرګونه خلک پکې وساتل شول. د څرخي پله په زندان کې له جنايي پېښو نیولې، تر غلا، تښتونو، زنا او ډېری شمېر د طالبانو په تور بندیان پکې شپې ورځې تېروي.

د طالبانو سره د اړیکو په تور زیات بندیان په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي او حتا د پولیسو له لوري په مرموز ډول وژل کېږي هم. یو شمېر بندیان ورک شوي هم دي، چې تراوسه یې کورنیو ته هېڅ معلومات ورکړل شوي نه دي او کورنۍ یې تراوسه لالهانده ګرځي. په دغه کرغېړن زندان کې قومپالنه ښه په نره پالل کېږي او په پښتنو زندانیانو بېلابېلې تجربې ترسره کېږي.

په دې زندان کې داسې خلک هم شته، چې کلونه ـ کلونه یې بند تېر کړی؛ خو تراوسه یې جرم هم معلوم نه دی او بې پوښتنې په دې زندان کې پراته دي.

نن بیا په دغه زندان کې پولیسو او بندیانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته پولیسو پر بندیانو ډزې کړي او یو بندي یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د څرخي پله زندانیانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې نن د دویم بلاک بندیانو ترمنځ شخړه پېښه شوې وه، چې پولیسو یې منځګړیتوب وکړ؛ خو وروسته یې په زندانیانو ډزې وکړي، چې یو یې وواژه او دوه نور یې سخت ټپیان کړل.

ویل کېږي، شخړه د سیاسي بندیانو او پنجشېریانو ترمنځ شوې وه، چې د څرخي پله زندان ساتونکو د پنجشېریانو په ملاتړ په پښتنو بندیانو ډزې وکړې او د پنجشېریانو ننګه یې وکړه.

د دوی په خبره، پولیسو په نورو بندیانو غازي سپرۍ وکارولې او ډېری یې بې هوښه کړل.

د څرخي پله زندانیانو تېره اوونۍ هم د نه خوړو اعتصاب کړی و او خپلې خولې یې ګنډلې وې، چې وروسته د زندان د چارواکو او بندیانو ترمنځ خبرې وشوې او بندیانو هم خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

دغه مظلوم بندیان دولت ته هېڅ زیان نه شي رسولی؛ خو پولیس یې هلته هم په کرار نه پرېږدي او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي، وهي او وژني یې.

دولت ته پکار ده، چې د زندانیانو حقوقو ته پام وکړي او د یوه بشر په توګه یې پوره درناوی وکړي. بې ګناه بندیان ازاد او د هر یوه دوسیه له سره وڅېړي.

که چېرې دولت د بندیانو او په ځانګړي ډول له پښتنو بندیانو سره بد سلوک ته دوام ورکړي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button