
د ابو بکر او عمر رضي الله عنهما ترمینځ شخړه
عزیر اسدخیل
یوه ورځ د ابو بکرالصدیق او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما سره دعوه شوه، ابو بکر سختې خبرې ورته وکړې، عمر خپه او په غوسه شو او کور ته روان شو، ابو بکر صدیق رضي الله عنه په خپلو خبرو پښیمانه شو او په عمر پسې له شا روان شو او ورته ویې ویل: زه ګرم شوم بښنه راته وکړه خو هغه غږ نه ورته کاوه، روان و تر څو خپل کورته ورسیدی، ابو بکر ورپسې و عمر کور ته ننووت او دروازه یې بنده کړه.
ابو درداء رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ابو بکر رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حالت کې راغی چې لمن یې په لاس کې نیولې وه او ځنګون یې هم یوڅه ښکاریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه په اړه وفرمایل چې ستاسو ملګري څه جنجال کړی دی، دی راغی، سلام یې وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: يا رسول الله! زما او د خطاب د زوی تر منځ شخړه رامنځته شوه، ما یو څه تېزې خبرې ورته وکړې، وروسته پښيمانه شوم او بښنه مې ور نه وغوښتله خو هغه ونه منله، اوس دا دی تاته راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم درۍ ځله ورته وفرمایل: ای ابو بکر! الله دې تا ته بښنه وکړي.
ووروسته عمر هم پښیمانه شو، له کوره راووت او د ابو بکر کره ورغی هلته یې پوښتنه وکړه چې ابو بکر شته، هغه نه و، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته را روان شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په کیسه خبر شو په غوسه شو، هلته نور صحابه کرام هم ناست وو اورسول الله وفرمایل: تاسو ولې زمارشتیني ملگري (ابو بکر) ته تکلیف ورکوئ؟! هغه وخت چې ماوویل زه د الله له لوري تاسو ته رسول رالیږل شوی یم ، تاسو ټولو راته وویل چې دروغ وایې، یو ابو بکر راته وویل چې رشتیا وایې!
ابو بکر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوسه خپه شو، هغه ته په ګونډو ودریدی او ورته ویې وویل: یا رسول الله! په الله قسم په عمر باندې زه ګرم وم، هغه دې ما ته بښنه وکړي، دا خبره یې دوه ځله تکرار کړه. (رواه البخاري في صحیحه)
له دې کیسې نه د میني، صداقت او رښتیا رڼاګاني او انوار راوریږي، له دې خوږې کیسې نه که یو لور ته د ابو بکر صدیق رضي الله عنه فضیلت، کرامت او غوره والی په ښه توگه معلومیږي بل لور ته له دې کیسې دا هم معلومیږي چې لویو صحابه کرامو به څنګه سمدستي د خپلي خطایي اعتراف کاوه او د خوابدي په مهال به یې ډېره ژر یوه بل ته بښنه کوله. کاش موږ هم د هغوی دا لوی او ګټور خوی خپل کړی وی، له څومره لویو جنجالونو او ستونزو به مو نجات ترلاسه کړی و.



