یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – درویشتمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 22, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
12
ځلې شریک شوی
144
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې  په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه  ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې  کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې ننوزي  اوس دا شیطان انساني نفس ته له کومې لارې ننوزي دا د ټولو انسانانو لپاره یو شان نه وي په تېرو برخو کې مو د شیطان په څلور لارو خبرې وکولې د هغې  په تعقیب   …

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

انساني نفس ته د شیطان پنځمه لاره

د خپلو پلرونو متابعت

د اکثرو خلکو ګمراه کولو ته شیطان لدې نه لاره ور پیدا کړي چې هغه کسان په هر څه کې د خپلو پلرونو په لا ره باندې روان وي او چې څه خبره شي نو هغوی ددې په ځای چې کوم آیت ، حدیث ، د سلفو عمل په دلیل کې راوړي د خپلو نیکونو عمل دلیل ګرځوي او ضروري نه ده چې پلرونو څه کړي دي هغه د ټول سم وي  کله به چې رسول الله صلی الله علیه و سلم  هم خلکو ته د مبارک دین لور ته دعوت ورکولو نو د هغوی سره هېڅ داسې قوي دلیل نه وو چې دوی د رسول الله صلی الله علیه و سلم  د دعوت د نه منلو لپاره دلیل کړی وای خو بس دومره به یې ویل چې : زمونږ پلرونه او نیکونه په همدې دین وو مونږ د خپلو پلرونو دین نه پرېښودل غواړو نو ددې امله په قرآن کریم کې په مختلفو ځایونو کې د همدې موضوع ذکر راغلی دی د مثال په ډول :

الله جل جلاله  فرمايي : وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آَدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ (172). سورة ا لاعراف

ترجمه : او  (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې واخیست رب ستا له بنې آدمو ځنې له شاګانو د دوی څخه اولادې د دوی او شاهدان یې کړل دوی پر ځانونو خپلو لاندې (او وفرمایل الله جل جلاله  دوی ته) آیا نه یم زه رب ستاسې! وویل دوی (او اقرار یې وکړ) هو! (ته رب یې زمونږ  په ربوبیت د الله جل جلاله  ) ګواه کړه مونږ خپل نفسونه ،  (ددې جهته) چې  و (نه) وایئ تاسې په ورځ د قیامت کې چې بېشکه مونږ وو له دغه (توحیده) غافلان  (ناخبران) .

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي : إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آَبَاءَهُمْ ضَالِّينَ (69) فَهُمْ عَلَى آَثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ (70) وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ (71). سورة الصافات

ترجمه : بېشکه دوی موندلي دي پلرونه خپل ګمراهان پس دوی په قدمونو (پلو) د هغوی پسې زغلي منډې وهي (د هغوی تقلید کوي دلیل او برهان ته نه ګوري) او خامخا په تحقیق ګمراه شوي وو پخواله دوی نه اکثر د ړمبنیو.

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمایی : وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آَبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (28). سورة الاعراف

ترجمه : او کله چې وکړي دوی کوم فاحشه (ناکاره کار لکه شرک) نو وائي دوی موندلي دي مونږ پر دغه (ناکاره کار) پلرونه خپل او الله جل جلاله  هم امر کړی دی مونږ ته په (کولو د) دې سره ، ووایه (اې محمده ! دوی ته) چې بېشکه الله جل جلاله  نه کوي امر په فحشاء (ناکاره کارونو) ، آیا وایئ (دروغ تړئ) تاسې پر الله جل جلاله  باندې هغه شی چې نه پوهیږئ (پرې) تاسې.

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمایی :قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آَبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (70).  سورة الاعراف

ترجمه : وویل عادیانو (هود علیه السلام  ته) آیا راغلی یې ته مونږ ته د دې د پاره چې عبادت وکړو مونږ د الله جل جلاله  یوازې او پریږدو هغه (بتان) چې وو چې عبادت به کاوه (دهغو) پلرونو زمونږ نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته (پرې) ویروې مونږ که یې ته له صادقانو (رښتیا ویونکو په خبرو خپلو کې) .

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي : وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (24) لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ(25).  سورة النحل

ترجمه : او کله چې وویل شي دغو (کبر کوونکو ) ته څه شی دي هغه چې نازل کړي دي رب ستاسې (په محمد باندې) نو وائي دوی (دغه) خوشې افسانې د پخوانیو (خلقو) دي .  (نو الله جل جلاله  فرمائي دا وینا کوي دوی) د پاره د دې چې په شا واخلي پیټی (د ګناهونو) خپلو پوره په ورځ د قیامت کې او (هم داسې واخلي) له پیټي (د ګناهونو) د هغو (کسانو) چې ګمراه کړي دي دوی هغوی لره  په نا پوهي ، واورئ خبر دار شئ چې بد دي هغه څیز چې باروي ئې دوی (پر شاوو خپلو) .

پدې ټولو آیتونو کې د پلرونو په غلطه لاره د تللو ذم بیان شوی دی ددې معنی دا نه ده چې یوازې د کفارو پلرونو په لاره تلل بده خبره ده بلکه که په تېر وخت کې زمونږ مشرانو هر عمل کړی وي او هغه مونږ ته اوس د رواج په توګه پاتې وي نو مونږ باید په پټو سترګو هغه رواج ونه  کوو اول یې باید د قرآن کریم ، د رسول الله صلی الله علیه و سلم  د مبارکو احادیثو او د پخوانیو علماوو له عملونو سره مقایسه کړو چې هغوی کړی دی کنه؟ که هلته ورباندې څه دلیل موجود وي نو باید په سر سترګو يې قبول کړو او جاري یې وساتو او که چېرته یې هلته ساری نه لیدل کیږي نو باید ځان ورڅخه خلاص کړو  ځکه که مونږ د خپلو پلرونو په هر ډول خبره کې متابعت وکوو نو لدې خوا به شیطان زمونږ زړونو ته لاره پیدا کړي ا و مونږ به په هغه کارونو هم په اسانۍ سره را واړوي چې زمونږ مشرانو کړي دي سره ددې چې هغه به صحیح نه وو ، بیا به مونږ له هغه نه دفاع کوو ، هغه ته به له ځانه دلائل هم لټوو  حال دا چې ښه خبره داده چې انسان کوم عمل کوي نو دلیل ورسره د قرآن کریم آیت ، د رسول الله صلی الله علیه و سلم  حدیث او يا د سلفو عمل وی .

.. .. نور بیا ان شاء الله

مخکینې مطلب

اثر صحبت علما

بل مطلب

اشرف غني: د امریکایانو له قربانیو مننه کوم او د احساناتو یې پوروړي یو

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com