د نړۍ پای (۵۵مه برخه) – د مهدي د واکمنۍ موده –

مهدي به تر اوو کلونو پورې د مسلمانانو واکمن وي او هغه به په دغه دوره کې زمکه له عدل او انصاف څخه داسې ډکه کړي لکه څنګه چې هغه له ظلم او زياتي څخه ډکه کړی شوې وي.
د هغه په زمانه کې به امت ډير خوشحاله وي، زمکه به خپل پيدا وار ډير کړي، له آسمان څخه به ښه بارانونه را وريږي او هغه به خلکو ته بې شماره مال ورکړي، په دې سلسله کې مخته يو شمير حديثونه بيانولای شي.
د مهدي ظهور به له کوم لوري وي؟
د محمد بن عبد الله حسني علوي ظهور به د مشرق له لوري وي، هغه به د ظهور په وخت کې يواځې نه وي، بلکه الله تعالی به د مشرق ډير خلک له هغه سره مرسته کوونکي جوړ کړي، کوم به چې د دين اسلام حاملين وي او د الله تعالی په لار کې به جهاد کوي، لکه څنګه چې په يوه حديث کې بيان شوي دي.
د مهدي د ظهور وخت
په آخره زمانه کې چې کله د خلکو حالات خراب شي، په دې وخت کې به د خليفه ګانو له اولاد څخه دری نفره په کعبه او د هغې په خرانو باندې د قبضې کولو لپاره په خپل مينځ کې جنګ وکړي، په هغوی کې به هر يو په کعبه شريفه باندې د قبضې کولو غوښتونکی وي، مګر يو به هم کامياب نشي، په عين همدې وخت کې به د مکې په ښار کې مهدي ظهور وکړي او دا خبره به په خلکو کې عامه شي، له کعبې سره نږدې به له مهدي سره بيعت کيږي، خلک به په سمع، طاعت او د هغه په اتباع باندې له هغه سره بيعت کوي.
حضرت ثوبان رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يَقْتَتِلُ عِنْدَ كَنْزِكُمْ ثَلاَثَةٌ ، كُلُّهُمُ ابْنُ خَلِيفَةٍ ، ثُمَّ لاَ يَصِيرُ إِلَى وَاحِدٍ مِنْهُمْ ، ثُمَّ تَطْلُعُ الرَّايَاتُ السُّودُ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ ، فَيَقْتُلُونَكُمْ قَتْلاً لَمْ يُقْتَلْهُ قَوْمٌ ثُمَّ ذَكَرَ شَيْئًا لاَ أَحْفَظُهُ فَقَالَ ، فَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَبَايِعُوهُ وَلَوْ حَبْوًا عَلَى الثَّلْجِ ([1]).
ژباړه :
د ستاسو د کعبې د خزانې په سر به دری نفره په خپل مينځ کې جنګ وکړي، په دغو دريو کې به هر يو د کوم خليفه ځوی وي، مګر دا خزانه به يوه ته هم په لاس ور نشي، بيا به له مشرق څخه تور بيرغونه را ښکاره شي، هغه به تاسو په داسې طريقې قتل کړي د کوم به چې د مخه هيڅ مثال نه وي، ثوبان ويلي دي: بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم بله کومه خبره وکړه چې ما ته په ياد نه ده، بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چې تاسو دغه مهدي ووينی نو به له هغه سره بيعت وکړی.
د حديث تشريح
(کلهم ابن خليفة) يعنې هغه دری نفره کوم به چې جنګ کوي او له هر يوه سره به خپل همکاران او ملګري هم وي، په هغوی کې به د هر يوه پلار بادشاه وي او هغه به د خپل پلار په څير د حکومت تر لاسه کولو خواهشمند وي، د (کنزکم) په باره کې ويل شوي چې له دې څخه مراد د کعبې خزانې دي کومې چې د سرو او خزانو په شکل کې دي او بيان کيږي چې هغه د کعبې لاندې ښخې شوې دي، يو قول دا هم ده چې له هغه څخه مراد حکومت او دارالخلافت دی، دا هم ويل شوي چې له هغه څخه مراد د فرات سيند خزانې دي، يعنې د سرو هغه غر کوم به چې د فرات په سيند کې ظاهر شي ([2]).
يوه پوښتنه او د هغې ځواب
د دې دوو خبرو په مينځ کې تطبيق څنګه کيږي چې مهدي به په مکه کې ظاهر شي او ور سره دا هم ويل کيږي چې تور بيرغونه به د مشرق (خراسان) له لوري راشي؟ په دې کې څه حکمت دی چې د مهدي بيرغ به تور رنګ لري؟.
ځواب : علامه ابن کثير رحمه الله فرمايلي:
د مهدي د تاييد لپاره به له مشرق څخه يو شمير خلک راشي کوم به چې د هغه مرستندوی وي، د هغه سلطنت به قايم کړي او د هغه لاس به مضبوط کړي، د هغوی د بيرغونو رنګ به تور وي، ځکه چې په دغه رنګ کې رعب او وقار وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بيرغ به هم د جنګ په ميدان کې تور وو کوم ته به چې (عقاب) ويل کيده ([3]).
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يخرج في آخر امتي المهدي يسقيه الله الغيث وتخرج الارض نباتها، ويعطی المال صحاحا، وتکثر الماشية وتعظم الامة، يعيش سبعا او ثمانية ([4]).
ژباړه :
زما د امت په آخره زمانه کې به مهدي ظهور وکړي، الله تعالی به د هغه په زمانه کې ښه بارانونه ووروي، زمکه به خپل ښه پيدا وار ورکوي، هغه به په خلکو کې مال د برابري په بنياد تقسيموي، ميګې به ډيرې شي او اسلامي امت به لوی امت شي، هغه به اوه يا اته کاله ژوندی وي.
او په يوه بل روايت کې دي:
بيا به د هغه له تلو وروسته په زندګي کې هيڅ خير او برکت نه وي ([5]).
له رواياتو ښکاره کيږي چې د مهدي له وفات وروسته به يو ځل بيا شر، فساد او غټې فتنې سر را پورته کړي.
علامه ابن باز رحمه الله ويلي:
د مهدي د ظهور معامله معروفه او مشهوره ده او د هغې متعلق روايات مستفيض بلکه متواتر دي کوم چې د يوه بل د تاييد او تقويت باعث دي، ډيرو اهل علمو د هغوی تواتر ذکر کړی، د هغو روايتونو تواتر معنوي دی، ځکه چې د هغوی د سند طريقې ډيرې دي او په مختلفو اسنادو سره، په مختلف روايتونو سره او له ډيرو صحابه کرامو څخه په متنوع الفاظو سره مروي دي، واقعاً دا روايات په دې خبره دلالت کوي چې د مهدي ظهور په شرعي دلايلو سره ثابت دی او د هغه راتلل حق دي، د هغه نوم به محمد بن عبد الله حسنی علوي وي او هغه به د حضرت حسن بن علي رضی الله عنهما له اولادې څخه وي، په آخره زمانه کې به د دغه امام راتګ د رحمت باعث وي، هغه چې کله راشي نو عدل او انصاف به قايم کړي او د ظلم او ستم دروازه به بنده کړي، الله تعالی به د مهدي په ذريعه دغه امت د عدل، هدايت، توفيق او خلکو ته د راهنمائي په نعمتونو ونازاوي ([6]).
د مهدي په باره کې وارد احاديث
د مهدي د ظهور په باره کې ډير صحيح احاديث موجود دي او هغه احاديث په دوه ډوله دي.
اول قسم : هغه احاديث په کومو کې چې د مهدي ذکر په پوره ډول موجود دی.
دويم قسم : هغه احاديث دي په کومو کې چې يواځې د مهدي صفات بيان شوي دي.
مونږ دلته له هغو څخه يو شمير احاديث ذکر کوو، دا احاديث په آخره زمانه کې د مهدي ظهور او هغه د قيامت له نښانو څخه د يوې نښانې ثابتولو لپاره کافي دي.
د مهدي په باره کې د ټولو واردو احاديثو شمير (پنځوس) دی له کومو څخه چې يو څه صحيح، څه حسن او باقي نور ضعيف دي، په دې موضوع باندې د صحابه کرامو د اثارو شمير (اته ويشت) دی، علامه سفاريني، نواب صديق حسن خان او حافظ آبري رحمه الله ذکر کړي چې د مهدي په باره کې احاديث د تواتر حد ته رسيدلي، لاندې يو شمير احاديث ذکر کيږي.
(۱) حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يخرج في آخر امتي المهدي يسقيه الله الغيث وتخرج الارض نباتها، ويعطی المال صحاحا، وتکثر الماشية وتعظم الامة، يعيش سبعا او ثمانية ([7]).
ژباړه : زما د امت په آخره زمانه کې به مهدي ظهور وکړي، الله تعالی به د هغه په زمانه کې ښه بارانونه وروي، زمکه به خپل ښه پيدا وار ورکوي، هغه به په خلکو کې مال د برابري په بنياد تقسيموي، ميګې به ډيرې شي او اسلامي امت به لوی امت شي، هغه به اوه يا اته کاله ژوندی وي.
(۲) له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه يو بل روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
أبشركم بالمهدي يبعث في أمتي على اختلاف من الناس وزلازل فيملأ الأرض قسطا وعدلا كما ملئت جورا وظلما يرضى عنه ساكن السماء وساكن الأرض يقسم المال صحاحا فقال له رجل ما صحاحا قال بالسوية بين الناس قال ويملأ الله قلوب أمة محمد صلى الله عليه و سلم غنى ويسعهم عدله حتى يأمر مناديا فينادي فيقول من له في مال حاجة فما يقوم من الناس الا رجل فيقول ائت السدان يعني الخازن فقل له ان المهدي يأمرك أن تعطيني مالا فيقول له أحث حتى إذا جعله في حجره وأبرزه ندم فيقول كنت أجشع أمة محمد نفسا أو عجز عني ما وسعهم قال فيرده فلا يقبل منه فيقال له انا لا نأخذ شيئا أعطيناه فيكون كذلك سبع سنين أو ثمان سنين أو تسع سنين ثم لا خير في العيش بعده أو قال ثم لا خير في الحياة بعده ([8]).
ژباړه :
زه تاسو ته د مهدي په راتلو خوشخبري درکوم، د هغه ظهور به په هغه وخت کې وي کله چې په خلکو کې اختلاف ډير زيات شي او زلزلې ډيرې شي، هغه به زمکه له عدل او انصاف څخه داسې ډکه کړي لکه څنګه چې له دې د مخه له ظلم او زياتي څخه ډکه شوې وي، په آسمانو کې اوسيدونکي او د زمکې اوسيدونکي به ټول له هغه څخه راضي وي، هغه به په خلکو کې د برابري په بنياد مال تقسيموي، يوه کس پوښتنه وکړه: (يقسم المال صحاحا) څه معنا؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د مال په ورکولو کې به له ټولو خلکو سره يو رنګه چلند کوي، بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: الله تعالی به د امت محمدي زړونه له غناء څخه ډک کړي، نوبت به تر دې ورسيږي چې مهدي به يوه آواز کونکي ته حکم وکړي او هغه به داسې اعلان وکړي: خلکو ! هر چا ته که د مال ضرورت وي مونږ يې ورکولو ته تيار يو، مګر د هغه دغه وړانديز به هيڅوک قبول نکړي، يواځې يو کس به پورته شي، مهدي به هغه ته ووايي: خزانچي ته ور شه او ورته ووايه: مهدي تا ته حکم کوي چې ما ته مال راکړه، خزانچي به ورته ووايي: په خپلو دواړو لاسونو چې څومره مال پورته کولای شې پورته يې کړه، کله چې دغه سړی مال په خپله جولۍ کې واچوي نو پيښمان به شي او سوچ به وکړي: افسوس ! زه په امت محمدي کې تر ټولو ډير لالچي انسان يم، کوم شی چې د هغوی لپاره بس کيږي زما په هغه ګزاره ولې نه کيږي، دا سوچ به وکړي او د مال واپس کول به وغواړي ليکن خزانچي به د هغه له اخيستلو انکار وکړي او هغه ته به ووايي: مونږ چې يو ځل چا ته څه ورکړو هغه بيرته واپس نه اخلو، ته دغه مال يوسه، دا صورت حال به تر (۷) (۸) يا (۹) کلونو پورې جاري وي، بيا به مهدي وفات شي او د هغه له تلو وروسته به د خلکو په زندګي کې هيڅ خير او برکت باقي پاتې نشي.
د (احث) معنا ده له شمار او حساب پرته په خپلو دواړو لاسونو سره چې څومره مال پورته کولای شې پورته يې کړه.
(۳) حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
المهدي منا اهل البيت، يصلحه الله في ليلة ([9]).
ژباړه :
مهدي به له مونږ څخه وي، الله تعالی به هغه په يوه شپه کې اصلاح کړي، (يصلحه الله في ليلة) غالباً له دې څخه مراد دا ده چې الله تعالی به يې د خلافت لپاره تيار کړي، يعنې هغه به د خلافت لايق جوړ کړي، هغه ته به توفيق ورکړي، هغه ته به الهام او راهنمائي ور نصيب کړي او د قيادت او حکمت داسې اوصاف به ورکړي کوم به چې د مخه په ده کې نه وو.
د دې يوه معنا دا هم بيان شوې ده چې الله تعالی به په يوه شپه کې يا د شپې په يوه برخه کې د هغه ټول معاملات سم کړي او د هغه شان به لوړ کړي، داسې چې ټول اهل حل وعقد به په يوه شپه کې د هغه په خلافت متفق شي ([10]).
د (يصلحه الله في ليلة) معنا هيڅکله دا نه ده چې هغه به اول ګمراه او ګنهکار وي او بيا به يو دم په شپه کې الله تعالی هغه ته هدايت نصيب کړي او هغه به د خلکو قيادت شروع کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرمان مطلب هيڅکله دا نه دی، ځکه چې هغه به د خلکو قيادت يواځې د شرعي علم په بنياد کوي، هغه به د خلکو فيصلې کوي او هغوی ته به فتوه ورکوي او د جنګ په ميدان کې به د هغوی قيادت کوي او دا ټول علوم په يوه شپه کې يواځې د الهي وحی په ذريعه جمع کيدلای شي او الهي وحی د انبياؤ لپارخاص ده او دا خبره معلومه ده چې مهدي به نبي نه وي.
لهذا د (يصلحه الله في ليلة) معنا دا ده چې الله تعالی به هغه ته شرح صدر ور نصيب کړي، په کومو احاديثو کې چې د مهدي ذکر راغلی له هغوی څخه مقصود هغه په خپله دی، همدا شان به الله تعالی هغه ته د قيادت اعلی صفات ورکړي.
(۴) ام المؤمنين سيده ام سلمه رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
المهدي من عترتي من ولد فاطمة ([11]).
ژباړه : مهدي به زما له اولاد څخه وي، هغه به د فاطمة الزهرا له نسل څخه وي.
(من عترتي) يعنې زما په اهل بيت کې او زما له اولاد څخه به وي، (من ولد فاطمة) يعنې هغه به د حضرت فاطمې له نسل څخه وي.
(۵) حضرت جابر رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ينزل عيسی ابن مريم فيقول اميرهم : تعال صل بنا- فيقول: لا، ان بعضکم علی بعض امير، ليکرم الله هذه الامة ([12]).
ژباړه :
کله چې حضرت عيسی ابن مريم عليهما السلام له آسمان څخه را ښکته شي نو د مسلمانانو امير (مهدي) به هغه ته ووايي: تشريف راوړه او د لمانځه امامت وکړه، هغه به معذرت وغواړي او وبه وايي: د دغه امت امامت د دغه امت د خلکو ښايست دی، دا به په دغه امت د الله تعالی فضل او احسان وي.
د دغه حديث معنا دا ده چې دجال به د مهدي په زمانه کې ظاهر شي، بيا چې کله حضرت عيسی علیه السلام د هغه د قتل لپاره نازل کړل شي نو امام مهدي به د مسلمانانو قايد وي، لکه چې په خپله حضرت عيسی علیه السلام او پاتې ټول مؤمنانو به هم د امام مهدي په امامت کې لمونځ وکړي.
(۶) حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
منا الذي يصلی عيسی ابن مريم خلفه.
ژباړه :
[1] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۸۴، وقال ابن کثير (في النهاية، ص :۲۶) تفرد به ابن ماجه وهذا اسناد قوی صحيح، قال الصبوي (فی زوائد : ۱۴۴۲) هذا اسناد صحيح، رجاله ثقات، والمستدرک للحاکم :۴/ ۴۶۳، وقال : صحيح علی شرط الشيخين وضعف الحديث آخرون کاحمد والذهبي في الميزان وحکم عليه ابن الجوزي بالوضع.
[2] – د دې ذکر د علامت صغری په علامه نمبر: ۹۶ کې تير شو.
[3] – النهاية فی الفتن والملاحم، ص:۲۷.
[4] – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۵۸، بسند صحيح.
[5] – مسند احمد :۳/ ۳۷، وسنده ضعيف.
[6] – دا عبارت د فضيلة الشيخ عبد المحسن البدر حفظه الله له کتاب (الرد علی من کذب بالاحاديث الصحيحة الواردة في المهدي) څخه را نقل شوی.
[7] السمتدرک للحاحکم:۴/ ۵۵۷، ۵۵۸، وقال: هذا حدديث صحيح الاسناد ولم يخرجاه ووافقه الذهبي.
[8] – مسند احمد :۳/ ۳۷، ورجاله ثقات، وانظر مجمع الزوائد :۷/ ۱۸۰.
[9] – مسند احمد :۱/ ۸۴، بسند صحيح.
[10] – دا تشريح ملا علي قاري د مرقاة المفاتيح په (۵/ ۱۸۰) صفحه کې کړې ده.
[11] – سنن ابي داؤد، المهدي، حديث : ۴۲۸۴، بسند صحيح.
[12] – مسند احمد :۳/ ۳۴۵، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۶.



