د فرعون په زندان کې دوخت یو بل موسی وفات شو!

ډاکټر آصف
داخوان المسلمین د ڼړۍ وال اسلامي غورځنګ یو ځلا نده ستوری او پخوانی ( مرشد) استا ذ محمد مهد ي (عاکف) دوخت د فرعون جنرال سیسي په زندان کې خپل روح، د جهاد، ثبات، صبر او ا صرار په حا لت کې رب العا لمین ته وسپاره او پدې سره یې ان شاء الله د شهادت لوړه درجه نن د مبا رکې جمعې په ورځ ترلاسه کړه، چې بل طرف ته د محرم الحرام مبارکه میا شت هم ده.
د مصر معاصر فرعون او د پردیو حقیقي غلام سیسي لپاره د شرم او عار خبره ده چې خپل سیاسي مخالفین له کومو سره چې نوموړی د سیاست په ډ ګر کې ډغري نشي وهلی په دغه طریقه په زندانونو کې تصفیه کوي خو داسلامي نړۍ وال غورځنګ مخه په دا ډول کارونو کله هم نشي نیولی د کوم چې ریښې باذن الله د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسید لي.
زه داخوان المسلمین د نړ وال اسلامي غورځنګه د دغه مخکښ مشر د شهاد ت له امله د مصر میړني او مجاهد اولس او د مرحوم شهید استاذ محمد مهدي عا کف کورنۍ او داخوان المسلمین د نړۍ وال ستر غورځنګ ټولو منسو بینوته چې د نړۍ په ټولو برخو کې خواره دي د زړه له تله تعزیت او تسلیت وړا ند ي کوم. مرحوم استا ذ ته د فردوس اعلی جنت او د کورنۍ او ګوند غړ یو ته جمیل صبر او اود نړۍ اخوا نیا نوته دده دلاري متا بعت غواړو.
هیله لرم چې د افغانستان اخوانیان به هم د هغه په نقش قدم د ثبات او صبر او د ښکیلاکرو سره ددشمنی لاره تعقیب کړي.



