
هیڅکله د چا په هکله زر قضاوت مه کوئ
عرفان
یوه ډېر مالداره سړي په یوه ښار کې ژوند کوه؛ خو له هېچا سره يې یوه روپۍ مرسته نه کوله، اولاد يې هم نه درلود، یواځې يې له مېرمنې سره ژوند کوه؛ خو په هغه ښار کې يو قصاب و چې، اړمنو خلکو ته يې غوښه وړیا ورکوله. ورځ په ورځ له مالدار سړي څخه د خلکو کرکه زیاتېده، خلکو چې هر څومره نصيحت ورته کوه چې، دا سرمایه چاته ساتې؟ مالداره سړي به ویل: ستاسو اړتیا په ما پورې تړاو نه لري، ولاړ شئ له قصاب څخه يې واخلئ. تر دې چې ناروغ شو، هېڅوک يې پوښتنې ته ولاړ نشو. بالاخره په یوازیتوب کې مړ شو، بیا يې هم هېڅوک جنازې ته ولاړ نشو، مېرمنې يې يوازې خاورو ته وسپاره.
خو د هغې ورځې په سبا په ښار کې عجیبه پېښه وشوه، د مالدار سړي له مرګ څخه وروسته، قصاب خلکو ته غوښه وړیا نه ورکوله، خلکو ترې د لامل پوښتنه وکړه، قصاب وویل: چا چې د غوښې پيسې راکولې تېره ورځ له دُنیا څخه ولاړ!!!
خو د هغې ورځې په سبا په ښار کې عجیبه پېښه وشوه، د مالدار سړي له مرګ څخه وروسته، قصاب خلکو ته غوښه وړیا نه ورکوله، خلکو ترې د لامل پوښتنه وکړه، قصاب وویل: چا چې د غوښې پيسې راکولې تېره ورځ له دُنیا څخه ولاړ!!!
ګرانو ورونو او خویندو!
له دې کیسې څخه دوه درسونه اخیستلی شو، اول دا چې هیڅکله د چا په هکله ژر قضاوت مکوئ! لکه څنګه چې په پورتنۍ کیسه کې، د کلي خلکو له دغه مالدار څخه ډېره کرکه کوله؛ خو هغه ډېر ښه سړی وو چې، د هغه له مرګ څخه وروسته څرګنده شوه.
دوهم دا چې هر نېک عمل کوۍ؛ نو د الله تعالى د رضا په خاطر یې کوئ، هیڅکله د ځان ښودنې او ریاکارۍ لپاره نیک عمل مکوئ، ځکه په حدیث شریف کې راغلي:
عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: “مَنْ صَلَّى يُرَائِي فَقَدْ أَشْرَكَ، وَمَنْ تَصَدَّقَ يُرَائِي فَقَدْ أَشْرَكَ”.
(رواه احمد د مشکوة په حواله)
ژباړه:
شداد بن اوس “رض” فرمايي چې، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل يې:
-څوک چې لمونځ بل ته د ځان ښودلو (ریاکارۍ) په موخه کوي؛ نو شرک يې وکړ او څوک چې شتمني د ځان ښودنې په موخه مصرفوي؛ نو شرک يي وکړ.
تاسې پوهيږئ چې شرک څومره غټه ګناه ده؟
که یو څوک پرته له الله تعالى څخه د بل چا عبادت وکړي؛ نو شرک یې وکړ؛ نو معلومېږي دا چې، هغه څوک صدقه ددې لپاره کوي چې خلک يې وويني، مانا يې دا ده چې، دا د خلکو بنده ګي کوي، ځکه؛ ده ته د دُنیا خلک (نعوذ بالله) له الله تعالى څخه غوره ښکاريږي او صدقه د الله تعالى د خوشحالولو پر ځای، د خلکو د خوشحالولو لپاره کوي.



