کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د ختيځ پوهنې او تاريخ پوهنتون استاذ پروفيسر کوان کاول وايي، د داعش ډلې د پرمختګ لپاره امريکا لار هواروي.
پروفيسر دا خبرې په داسې حال کې کړې دي، چې د نړۍ په سطحه ډېری سياستمداران په دې اند دي، چې داعش امريکا رامنځته کړې پروژه ده، څو په مرسته يې خپلې موخې ترلاسه کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ياد پروفيسر له خولې ليکلي، چې پر عراق د امريکا يرغل د داعش پرمختګ ته لار هواره کړه.
د هغه په وينا د امريکا پخواني ولسمشر جارج دبليو بوش ستره تېروتنه کړې، چې پر عراق يې جګړه پیل کړه او له داعش سره يې مرسته وکړه، څو پرمختګ وکړي.
کاول ټينګار کړی، چې که امريکا په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې امريکا کوښښ کړی وای، القاعده يې له منځه وړای شوه.
د هغه په وينا کله چې امريکا پر عراق بريد پيل کړ، ځوانان يې په غصه کړل او د سخت دريځو ليکو ته ورتګ ته يې مجبور کړل.


















