ځانمرګي بریدګر وپېژنئ!

شریف الله خالد
د اسلام د دې دوه حکمونو له مخې وئیلی شو چې روان حالت کې د ملی اردو ځوانان د ځانمرګو حیثیت لري.
اول حکم:
کفر سره د اسلام په جنګ کې ؛ اسلام مسلمانانو ته د امیر ( جهادي مشر ) د امر منلو په هکله ځانګړی فرامین صادر کړي او د امیر خبرې ته یې د یوه واجب امر په څیر اهمیت ورکړی او د هغه له امر نه سرغړونه یې جرم او ګناه بللی ده خو د دې هر څه سربیره شرعي مسئله دا ده چې کله مسلمانانو ته معلومه شي چې زمونږ افرادي او مالی قوت د دې وړ ندی چې کافرو باندې برید وکړو او که برید وکړو نو زمونږ تاوان یقینی دی په دې وخت کې که امیر خپل ټولي ته د برید امر وکړي د فقهې کتابونه لیکي چې په دی وخت کې د امیر امر منل ضروري نه دي ځکه د مسلمانانو جاني او مالي تاوان یقینی دی (خو دا خبره د هغو مسلمانانو لپاره ده چې کافر سره په جنګ اخته وي او د اسلام نه دفاع کوي) بلمقابل هغه مسلمان چې د کافر په ملتیا د مسلمان سره په جنګ اخته وي د آیت مبارکه له رویه ظالمان او د کافرو ملګري بلل شوي دي هغوئ له دی حکمه مبرأ دي ( له دی حکم نه دلیل نیول به دې معنی دې چې عسکر بیا هم مسلمانان دي او حو د غرب په میو مست ملایان ورته اسلامی دلائل تراشي )
دویم حکم:
ځان وژنه د اسلام له رویه یو ستر جرم دی هغه که په خپله په وژل کیدونکي آلې باندې ځان وهل دي یا داسی کار کول چې به کړنه یې مرګ یقینی وي د ځان وژنې په حکم کې شامل دی
د اسلام همدی دوه حکمونو له مخې که د هیواد روان وضعیت ته فقط د همدې جمعې تر حده وګورو چې د ۹۵۰ په اندازه کې د ملی اردو او پولیسو ځوانان مړه او زخمیان شول او لا هم دا لړئ روانه ده کله یې خپل بادار امریکا بمبار کړي کله پری د طالب فدایان ورغلي او کله پرې د خپل سنګر ملګري ټوپک ور اړولی؛ لسګونه یې وژلی او خپله روغ رمټ وتلی دی
دوه طالبان کنډک ته ورشي ۶۰ عسکر مړه او زخمیان کړي ۱۰ طالبان ورشي ۴۵۰ عسکر مړه او زخمیان کړي د پوستې یو ټوپک ۱۰ عسکر ووژني د طیارې یو بم تر ۳۰ زیات عسکر مړه او زخمیان کړي دا او دې ته ورته بریدونو او د اسلام همدی دوه حکمونو ته په کتلو سره وئیلی شو چې د ملی ارو عسکرو په لوئ لاس ځانونه د مرګ خولې ته ورکړي او د دوئ ایماني عقیده او د طالب به برید کې د دوئ یقینی مرګ ژوبله په ډاګه کوي چې د اردو ځوانان د ځان مرګئ په حالت کې قرار لري د کفر ملګرتیا، اسلام او مسلمانانو ته د ضرر رسولو د جومات مدرسی او د ملا امامانو په شهادتونو کې د شریکیدو سربیره د ځان وژنې په جرم او لویه ګناه کې هم ککړ دي او په ډیر تأسف سره باید او وایم چې پس له مرګه هم د ناموس فروشئ په ګناه کې ککړ دي (د ملی اردو د وژل شویو وارثینو نه د ناموسی رشوت راپور)
الله دي وکړي چې د عقل سترګی یې بینا شي د کفر دوستئ څخه لاس په سر شي



