شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

غرناطه ، د خپلمنځي شخړو د دردونکې پایلې ژوندۍ ګواه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 25, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
10
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليک:  جاوید احمد
۱۴۹۲م کال د جنوري میاشت او دویم تاریخ و ، د لس کلنې جګړې وروستنۍ ورځ را رسېدلې وه ، د آراګون پاچا فرډینینډ له خپلې مېرمنې، ازابیلیې سره د الحمراء ماڼۍ تر دروازې پورې را ورسېده.
تر دې مهاله هسپانیه پر پنځو ایالتونو یا ریاستونو مشتمله وه ، آراګون ، کاسټیل ، پرتګال ، نوار او غرناطه ، اوسنۍ هسپانیه او د ۱۴۹۲ م کال پرتګال پر همدغو پنځو ایالتونو ولاړ و ، د مسلمانانو واکمني ، له جبرالټر نه واخله تر ماډريډه پورې او له قرطبې نه واخله د فرانسې تر لیون ایالت پورې غځېدلې وه ، عیسایي پاچایانو د مسلمانانو د قوت او شوکت ماتولو پخاطر ، د اراګون د شهزاده فرډینینډ واده ، د کاسټیل له شهزادګۍ ازابیلیه سره وکړ ، شهزاده فرډینینډ په ۱۴۷۵م کال د پاچایي په ګدۍ کېناست او ازابیلیه ملکه جوړه شوه ، د دواړو هېوادونو پوځیان د مسلمانانو پر ضد سره یو موټی شول او مسلمانان دغه مهال د سختو خپلمنځي اختلافونو ( ملوک الطوایفي ) ښکار او په ډېره بده ورځ ککړ و ، تر دې پورې چې یو مسلمان به د بل مسلمان غاړې پرېکولو ته تیار ناست و .
د هسپانیې عیسوي پاچایانو له دغې موقعې نه ګټه پورته کړه ، کله یو ځای له مسلمانانو نه نیولی او کله بل ځای ، غرناطه د دوی وروستنۍ سوبه او هدف وه ، عیسوي ګډو پوځیانو په ۱۴۸۲م کال پر غرناطه برید وکړ ، جنګونه پیل شول او تر لسو کلنو پورې یې دوام پیدا کړ ، مسلمانان ورو ورو ماتې خوړلو ته مجبوره شول ، تر دې پورې چې په ۱۴۹۱م کال د مسلمانانو ، د وروستي واکمن أبوعبدالله محمد ، واکمني یواځې تر غرناطې او د هغې جادویي ماڼۍ پورې محدوده شوه ، شاهي کورنۍ په ماڼۍ کې کلابنده شوه ، غرناطه د غره پر لمنه کې ځای پرځای او د الحمراء له ماڼۍ نه یوه نه ماتېدونکې کلا را تاو شوېده ، د کلا نه خواو شا ته د غره په لمن کې یو سیند بهېده ، چې دغه سیند اوس هم شته ، خو د مسلمانانو د جدایي په غم کې اوس یوه وړه ویاله ترېنه جوړه شوېده .
عیسوي پوځیانو کلا محاصره کړه ، محاصره تر ډېره وخته پورې و غځېده ، د دواړو غاړو تر منځ خبرې اترې پیل شوې ، د مسلمانانو وروستي واکمن ، د غرناطې حکومت او د الحمراء شاهي ماڼۍ ، د ور سپارلو لپاره دوه شرطونه و ټاکل ، لومړی دا چې : ما ته به له غرناطې نه په خوندي توګه زما د کورنۍ او زما د خزانې خپل هېواد ته د لېږدولو اجازت را کوئ ، دویم د غرناطې له نیولو نه وروسته به ، د ټولو مسلمانانو د سر ، مال او ایمان د خوندي توب ضمانت او ګارنټي راکوئ ، عیسایي پاچا او ملکې فورا دغه دواړه شرطونه ورسره ومنل ، ابوعبدالله محمد د خپلو پلرونو او نیکونو قبرونه را وسپړل ، د هغوی هډوکي او خپله خزانه یې په بکسونو کې بنده ، له ځان سره یې را واخیسته ، له خپلې کورنۍ او د ماڼۍ له کونجیانو سره ، د الحمراء ماڼۍ دروازې ته راو وت ، عیسوي پاچا فرډینینډ او ملکه ازابیلیه هم د ماڼۍ دروازې ته را ورسېدل ، دا 

وخت ۱۴۹۲ م کال د جنورۍ میاشت او دویم تاریخ و .
تاریخ په بل مخ وا وښت ، یوه داسې دردونکې غمیزه یې وزېږوله ، چې اوس یعنې (۵۲۳) کاله وروسته یې هم په یادېدلو د هر مسلمان سترګې لمدیږي ، دوه واکمن او پاچایان یو بل ته مخامخ شول ، یو هغه واکمن و ، چې نیکونو یې په ۷۱۰م کال دغه ځمکه او ټاټوبی مسلمانانو ته بایللی و او بل هغه واکمن او پاچا و ، د چا نیکونو چې ۷۸۰ کاله پر دغه خاوره داسې واکمني او حکومت کړی ؤ ، چې ساینسپوهانو یې د اروپایانو لپاره ، د غاړې ټایي ، د ځان او جامو مینځلو صابون ، کرسټل شیشه ، پراشوټ تکه ، نور کاري توکي ، عدل او انصاف غوندې سوغاتونه اروپایانو ته په میراث پرېښودل او د چا مشرانو چې د جنت په څېر الحمراء شاهي ماڼۍ ودانه کړې وه ، چې له هغه نه مخکې هیچا نه جوړه کړې وه او نه به یې څوک جوړه کړای شي ، چې د کافرانو پر ځمکه د الله پاک د قدرت یو ښکارندویه مثال و ، دواړه پاچایان د خپلو تاریخي مېړانو او بې غیرتیو پنډونه ، پر اوږو بار یو بل ته مخامخ ولاړ ؤ .
فاتح او بریالی پاچا یو څه پر لوړ ځای ، بایلونکی او ناکام شوی پاچا یو څه په ښکته ځای کې ولاړ و ، ملکه ازابیلیه ډېره په غرور کې ، دخپل خاوند ترڅنګ ولاړه وه ، بریالي او ګټونکي پاچا د الحمراء شاهي ماڼۍ ، د کونجیانو اخیستلو لپاره لاس ور وړاندې کړ ، ابوعبدالله محمد چې کله د کونجیانو ورسپارلو ، لپاره خپل لاس ور اوږد کړ، د ۷۸۰ کلونو د ذمه وارۍ درانده پیټي د نوموړي لاس په لړزه راوست او کونجیانې ترې د فرډینینډ او ازابیلیې د پښو مخې ته پرېوتلې ، ابوعبدالله محمد په ډېره بیړه هڅه وکړه ، چې ور ټيټ شي او کونجیانې له ځمکې نه را پورته کړي ، له ټيټېدلو نه مخکې یې فرډینینډ پر اوږه لاس ور کیښود ، منع یې کړ او ورته ویې ویل ، چې نه پاچا صیب نه ! الحمراء داسې دولت او دارایي ده ، چې د هغې پخاطر مونږ ستا پښو ته د ټیټېدلولپاره تیار یو ! او هغوی دواړه د ابوعبدالله محمد پښو ته ټیټ شو او د الحمراء ماڼۍ کونجیانې یې له ځمکې نه را پورته کړې ، د غرناطې ځایي واکمنو د دغه حالت مجسمه ئي انځور جوړ او د ښار د زړې ابادۍ د پیل کېدو په سر کې یې ایښی دی ، چې دا د اوبو یوه فواره ده .
او د فرډینینډ او ابو عبدالله محمد مجسمې یې پرې لګولې دي ، د فوارې په خوا کې د مسلمانانو، د ماتې اوشکست هغه ټاپه شوی پروتوکول ، چې ابوعبدالله محمد پکې د خپل ۷۸۰ کلن اسلامي سلطنت او پاچایي د خاتمې اعلان کړیدی ، ځوړند دی ، ابوعبدالله محمد د الحمراء ماڼۍ ، د کونجیانو له ورسپارلو نه وروسته له خپلې کورنۍ سره روان شو ، دی د غرناطې له درې نه ووت او د سمندر په لوري رهي شو ، که تاسو چېرې غرناطې ته ولاړئ ، نو وبه ګورئ چې دا ښار په یوه دره کې پروت دی ، دا یوه داسې دره ده چې څلورو خواوو ته یې غرونه راتاو شوي او نوموړی ښار یې په منځ کې واقع دی ، نوموړی چې کله له غرناطې نه ووت ، د دمې لپاره پر یوه وړوکي غره لږ ایسار شو ، غرناطه ښار یې مخې ته غوړېدلی پروت و ، د الحمراء ماڼۍ میناراو چوکیانې ورته له ورایه ښکارېدلې .
نوموړي په وروستي ځل خپل ښار ته وکتل ، زړه نری او ستونی یې را ډک شو له سترګو نه یې اوښکې تویې شولې ، ځورېدلې او کړېدلې مور یې تر خوا ولاړه وه ، په ډېر قهر او غصه یې مخ ور واړاوه او دغه تاریخي خبره یې ورته وکړه : بچیه له دغه ستر اسلامي سلطنت او پاچایي دې ، چې د نرانو په څېر دفاع ونکړای شوه ، نو اوس د ښځو په څېر پرې اوښکې مه تویوه ! ؛ چې دغه د افسوس ځای او دغه مقوله اوس د تاریخ یوه نه هېرېدونکې برخه ګرځېدلې ده ، زه په ۲۲ اګست د شنبې په ورځ ، دغه ځای ته ورغلم ، چې پر هغه ځای باندې اوس ، یو وړوکی کلی چې ( سسپیرو ډل مورو) نومیږي اباد دی ، سسپیرو په هسپانوي ژبه کې اوږدې سا ته چې آه ورسره شامل وي ویل کېږي او مورو هغو مسلمانانو ته ویل کیږي ، چې له مراکش نه ورغلي و او پر هسپانیه یې قبضه کړې وه ، چې د دغه نسبت په وجه یې مونږ په خپله ژبه کې ، د مسلمانانو د آه او افسوس کلی نومولی شو ، چې نوموړی کلي د ابوعبدالله محمد د آه په وجه اوس سسپیرو ډل مورو باندې مشهور شویدی ، د غم پر دغه ځای باندې اوس یو رسټورانټ جوړ شوی دی ، رسټورانټ خو بند و ، خو د لمبلو حوض ( ډنډ ) د خلکو پر مخ خلاص و ، چې ښځې او ماشومان پکې لمبېدل او ډېر په قهقهه او زوره زوره یې خندل ، چې په رښتیا هم له دې ځای نه غرناطه ډېره سمه معلومېدله ، خو د الحمراء ماڼۍ او آه کلي ترمنځه دوه لوړ پوړیزې ودانۍ جوړې شوې وې ، چې د الحمراء شاهي ماڼۍ یې پټه کړې وه .
د الحمراء مناره مې و نه لیدله ، خو له دې سره سره مې د زړه سرو دېوالونو ، د آه یوه دردونکې چیغه را جوړه ، چې هر څومره مې بندوله خو بیا مې هم له خولې څخه را ووتله ، مرۍ مې مالګینه او باڼه مې درانده و ، د نړۍ ټولو مسلمانو واکمنو ته په کار ده ، چې پر خپلو ناشکرته وګړو باندې ، دغې غونډۍ ته یو وار تګ لازمي وګرځوي ، چې له دغه ځای نه غرناطه وګوري او له دې نه وروسته دغه خونړی حقیقت درک کړي ، چې په چیغو چیغو د نړۍ هر وګړي ته نارې وهي ، چې کله خلک او قومونه کمزوري او بې وسه شي ، له هغوی سره د ښځو په څېر له اوښکو بهولو او په میدان کې د ماتو شویو سړیو له سړو اسوېلیو او آهونو نه پرته بل هېڅ شی نه وي ورپاتې .
غرناطه او الحمراء څه شی دی ؟ د ټولې نړۍ یو وګړی یې هم په تورو او ټکو نشي بیانولی ، تاسو به د زړه او مغزو پر اخري او وروستني دیوال پورې ، سریښ خیالات او خوشبویي په تورکیو او ټکو باندې بیان کړای شئ ، په برش او رنګ به یې د کاغذ پر مخ انځور وایستلی شئ او د هوا په تارونو به د هغو سُر هم برابر کړې ، خو الحمراء څه شی دی ؟ غرناطه څه شی دی ؟ تاسو به یې نه د دغو پوښتنو په ذریعه تشریح کړای شئ ، نه به یې په برش او رنګ انځور و ایستلی شئ او نه به یې هم په ټکو ، لفظونو او تورکیو بیان کړای شئ ، دا یو داسې سحر ، کوډې او جادو دی ، چې یواځې په سترګو یې لیدلای او محسوسولای شئ او په خپلو سترګو کې یې ساتلای شئ ، دایوه داسې هنداره ده ، چې د کتو لپاره یوې بلې هندارې ته ضرورت او اړتیا لري .
دا د عاشق او مین هغه درد دی ، چې یواځې عاشق پرې پوهیږي ، دا د مصور هغه احساس او درک دی ، چې یواځې مصور یې درک کولای شي او دا د هجران او بیلتون په شپو کې هغه د غم کیسه او کښل شوی داستان دی ، چې یواځې هغه خلک پرې پوهېدلای شي ، د چا په عمل نامه کې ، چې د بېلتانه ۵۲۳ اړخ اړونې ( په خوب کې په لټ اوښتل) درج شوی وي .
تاسو چې تر څو د ښایست اووم اسمان په لاس نه وي لمس کړئ ، تاسو چې ترڅو د غم ، اندېښنې او آهونو وروستي پړاو ته ونه رسېږئ او تاسو چې ترڅو د مزې وروستي پړاو ته ، هلته چې له مزې نه یوه خوشبویي جوړه شي ونه رسېږئ ، تر هغو پورې تاسو غرناطه او الحمراء نشئ پېژندلای ، دا ښار یو داسې سُر دی ، چې په ګوتو نه بلکه په سترګو غږیږي ، دا یوه داسې منظره او تابلو ده ، چې په رنګونو او برش نه بلکه د اوښکو په سیاهي او د بڼو پر برش باندې د لوحې پر مخ کېوتلای شي او دا یوه داسې سندره او نغمه ده ، چې د اوازونو محتاجه نده بلکه خوشبویي او لمس پکې وي .
تاسو دغه ښار او د دغه ښار ماڼۍ په لفظونو او تورکیو بیخي نشئ تشریح کولای .

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

مخکینې مطلب

د "زيتون " دتېلو  بېلا بېلې ګټې

بل مطلب

ننګرهار سرخرود کې رینجرموټر تخریپ ۵ تنه عسکر په کې وژل شوي دي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com