۹ شيان د ماشومانو شخصيت وژني

محمد نبي الدین

ښکنځل:

(خر، سپی، حيوان او یا بل خراب نوم ورته اخیستل)

  • اهانت:

 (بد بخت، دروغجن، بد مخی، پنډوس، کوږ،حرامي ورته ویل)

  • له نورو سره پرتله:

 ماشوم ته داسي احساس ورکول چي ته تر فلاني او فلاني ولي کم يې. دا خبري يې پر خپل ځان باور وژني.

  • د ناکامه کولو الفاظ:

(ته نه پوهېږې!، چپ شه شيطانه!، بې خيره!، مه غرېږه)

  • غلط تهديد:

 (سپي ته دې اچوم، سر دي در ماتوم، وينه دې څيښم،حلالوم دي، وژنم دي)

  • بې قناعته منع کول:

 همېشه د يا – يا – يا  کلمه ورته کارول او همېشه يې غوښتني ردول، بې له دې چي په سبب يې پوه کړل شي

  • بد دعايي:

(خدای دې واخله، ميراث شې، سراطان شې…)

  • شرمول:

(د هغه د پټو اسرارو او خصوصياتو لوڅول)

  • مشروطه مينه:

(هغه داسي، چي خپله مينه تر يو محدود کار پوري مشروطه کړو، لکه: ته پر ما نه يې ګران! ځکه تا فلانی کار نه دی کړی.. که دي فلانی شی وخوړی؛ باره راباندي ګران يې.. که کاميابه شوې؛ بیا راباندي ګران يې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button