
بدخلک
لیکوال:ابوبکرعظیمی
۱- ترټولو څخه بد ملګری هغه څوک ده چه یوازی دخپل ضرورت پروخت درسره ملګرتیاکوی.
۲- ترټولو څخه بد دوست هغه څوک ده چه ستاله مجبوری څخه غلطه استفاده کوی.
۳- ټرټولو څخه بد ګاونډی هغه څوک ده چه ته یی له ضررڅخه دځان ساتلو په خاطر ورسره خاندی.
۴- ترټولو څخه بد لارښود هغه څوک ده چه ته یی ریښتنی ګڼی او هغه دی په غلطه لاره بیایی.
۵- ترټولو څخه بدحاکم هغه څوک ده چه ته یی له ډاره اطاعت کوی.
۶- ترټولو څخه بد انډیوال هغه څوک ده چه ته دخیرطمعه ورڅخه لری اوهغه دشر اراده لری.
۷- ترټولو څخه بد سوداګر هغه څوک ده چه دنیا ددین په بدل کی لاسته راوړی.
۸- ترټولو څخه بد ګناه کونکی هغه څوک ده چه دتوبی په امید ګناه کوی.
۹- ترټولو څخه بد اولاد هغه څوک ده چه مور او پلار تری ناراضه وی.
۱۰- ترټولو څخه بد هغه عالم ده چه پخپل علم عمل نکوی اوخلکوته یی نه رسوی.



