په یخ ژمي کې د ګرمو جګړو کډوال

 تبصره 

په تېرو کلونوکې به چې په هېواد کې موسم ګرم شو د حکومت پر خلاف به جګړو زور واخیست، خو په سږني ژمي کې چې یخني ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده جګړې زور اخلي. له یوې خوا د حکومت او مخالفو وسله والو طالبانو تر منځ جګړې او له بلې خوا د افغان ولس پر خلاف د امریکا لخوا یوه بله جګړه د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د داعش جګړه مارې ډلې پر خلاف پیل شوې ده چې تر ټولو زیاتې جګړې په ننګرهار او جوزجان کې روانې دي.

تېره اونې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه دومره ګرمه شوه چې ځایي اوسېدونکې یوازې د تن په جامو کې له خپلو کورونو څخه ووتل او په دې یخ ژمي کې، چې یخني ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده، خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول. د رسنیو په باور تر ۱۶۰۰۰ زرو زیاتې کورنۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د جګړې له امله خپلو کورونو څخه په ناڅرګند لورې ووتلې.

د لړم په میاشت کې چې یخني پیل کېږي، د ننګرهار د جګړو تر څنګ په جوزجان قوش تپه کې هم د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړې پیل شوې چې له سیمې په سوونو کورنۍ کډو کولو ته اړ شوې. د جوزجان یخني د هېواد د یو شمېر ولایاتو ترڅنګ سخته یخني ده، خو په دې سخته یخنۍ کې چې د جګړې له ګرمېدو سره د هېواد په داخل کې افغانان کورونو پرېښودو ته اړ شول، له نورو ستونزو سره سره به د ماشومانو ژوند واخلي.

د هېواد په ټولو ولایاتو کې د حکومت او طالب وسله والو تر منځ جګړې شوې او کېږي، خو حکومت تراوسه پورې، سره له سخت مخالفته چې داعش یې ورسره کوي، پر داعش ډلې تر اوسه نه جګړه کړې او نه یې پر خلاف عملیات کړي دي، یوارې د ولس د تېر ایستنې په موخه هوايي ځواک د داعش په نامه بمبار وکړي خو یو داعشی یې هم نه وي وژلی.

 د جوزجان د امنیتي چارواکو په وینا، په جوزجان قوش تپه کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ سخته جګړه روانه ده او حکومت د داعش او طالبانو د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو د بهیر په تماشه دی.

 د ننګرهار په خوږیاڼو، چپرهار، پچیراګام، هسکه مېنه ، کوټ، بټي کوټ، اچین ولسوالیو او د جوزجان په قوش تپه کې چې حکومتي ځواکونه په رڼا ورځ د داعش پر ګرځېدونکو وسله والو ډ لو غرض نه لري، له دې نه دا جوتېږي چې حکومت د داعش په ملګرتیا د طالب وسله والو پر خلاف لاس یو کړی دی.

په دې  یخ او واورین ژمي کې د حکومت طالبانو او هم داعش – طالبانو تر منځ جګړې به د خپلو کورونو پرېښودونکې ولسي وګړي له مرګونو ستونزو سره مخ  کړي چې وروسته به همدا داعش جګړه مار حکومت د عراق او سوریې په برخلیک اخته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button