دلمونځ مسائل (۵۲مه برخه)- په لمانځه کې څو شيان مکروه دي ؟ –

پوښتنه : په لمانځه کې څو شيان مکروه دي؟
ځواب : په لمانځه کې نه ويشت شيان مکروه دي چې په لاندې ډول دي.
(۱) سدل : يعنې د جامې يا څادر په ځان داسې اچول چې دواړه خواوې يې اويزان وي، يا د کوټ او چپنې په داسې طريقه اغوستل چې لاسونه يې په لستوڼي کې نه وي ورکړل شوي.
(۲) له خاورو څخه د جامې ساتلو په غرض په لاس سره د هغې راټول.
(۳) له خپل بدن يا جامو سره لوبې کول.
(۴) په داسې جامو کې لمونځ کول چې د هغوی په اغوستلو باندې په بل ځای کې شرميږي.
(۵) په خوله کې د روپۍ، پيسې او يا د بل داسې شي نيول چې د قرئت مانع کيږي نه او که مانع کيدلو بيا ور سره لمونځ بيخي نه کيږي.
(۶) د سستي او بې پرواهي له وجهې په لوڅ سر لمونځ کول.
(۷) د وړو يا لويو بولو د ضرورت په وخت کې لمونځ کول.
(۸) په سر باندې ويښتان راغونډول او بيا يې چوټي کول.
(۹) د سجدې له ځای څخه د شګو ليری کول، که چيرته د سجدې کول ګران وي بيا يې يوځل ليری کول پروا نلري.
(۱۰) له ګوتو ټکونه باسل.
(۱۱) پر ملا، تشو او کوناټيو باندې لاسونه ايښودل.
(۱۲) له قبلې څخه مخ اړول، يا يوې او بلې خوا ته کتل.
(۱۳) د سپي په څير کيناستل، يعنې داسې کيناستل چې پښې ودروي، ورنونه له خيټې سره او زنګنونه له سينې سره ولګوي او لاسونه پر زمکه کيږدي.
(۱۴) په سجده کې دواړه لاسونه پر زمکه غوړول.
(۱۵) د داسې کس لور ته لمونځ کول چې لمونځ کونکي ته مخامخ ناست وي.
(۱۶) د لاس يا سر په اشاره د سلام ځواب ورکول.
(۱۷) له عذر پرته په پلتريو کيناستل.
(۱۸) قصدا د ارګميو کول او له طاقت سره يې مخنيوی نه کول.
(۱۹) په لمانځه کې د سترګو پټول، خو که د توجه برابرولو لپاره وي بيا مکروه نه دي.
(۲۰) په محراب کې د ننه د امام دريدل، خو که قدمونه يې د باندې وو بيا مکروه نه ده.
(۲۱) له صف څخه وروسته يواځې دريدل په داسې حال کې چې په صف کې ځای وي.
(۲۲) په لوړ ځای باندې د امام دريدل، خو که يو څه مقتديان هم ور سره وي بيا مکروه نه دی.
(۲۳) په داسې جامه باندې لمونځ کول چې د کوم ساه لرونکي عکس پرې وي.
(۲۴) په داسې ځای کې لمونځ کول چې پر لمونځ کونکي له پاسه، يا د لمونځ کونکي مخته، يا ښي او چپ لور عکس وي.
(۲۵) په ګوتو سره د آيتونو، سورتونو يا د تسبيح شميرل.
(۲۶) ځادر يا د يوه بل شي له ځان څخه داسې تاوه ول چې لاسونه ترينه ويستل کيدای نشي.
(۲۷) په لمانځه کې د ستوماني ايستل.
(۲۸) د پټکي (لونګۍ) په ول باندې سجده کول.
(۲۹) په لمانځه کې له سنت طريقې مخالف کار کول ([1]).
د لمانځه په وخت کې د نيم مخ پټولو حکم
پوښتنه : د لمانځه په وخت کې د نيم مخ پټول روا دي او که نه؟ په دې سره لمونځ مکروه کيژي او که نه؟ مکروه تحريمي دى او که تنزيهي؟.
ځواب : د لمانځه په وخت کې له ضرورت پرته د مخ پټول منع دي، په دې سره لمونځ مکروه کيژي، اګر که کراهيت يې تنزيهي دى، مګر بې له ضرورته له دې څخه پرهيز کول ضروري دي ([2]).
په جالى داره خولۍ کې لمونځ کول
پوښتنه : يو شمير خلک جالى دارې خولۍ په سر کوي او د هغو له سوريو څخه د سر ويښتان ښکاره کيژي، آيا په داسې خولۍ کې امامت او لمونځ کول مکروه دي او که نه؟.
ځواب : د داسې خولۍ په سر کولو سره له شک پرته لمونځ روا دى او په امامت کې هم کوم کراهيت نشته دى ([3]).
د هلکانو له صف څخه وړاندې تګ روا دى
پوښتنه : د هلکانو صف ولاړ دى، لويانو ته په وړاندې صف کې د شرکت کول دي، نو دا خلک د هلکانو له صف څخه وړاندې تللاى شي او که نه؟.
ځواب : کله چې په وړاندې صف کې ځاى وي نو د هغه ځاى د ډکولو لپاره که د هلکانو د صف مخته تير شي نو په دې کې کوم حرج نشته روا دى ([4]).
له امام څخه دمخه رکوع يا سجده کول
پوښتنه : که چيرته يو څوک له امام څخه دمخه رکوع يا سجده کوي نو لمونځ يې صحي کيژي او که نه؟.
ځواب : داسې کول مکروه دي، مګر که چيرته په رکوع او سجده کې امام هم ور ورسيدو نو لمونځ کيژي، او که چيرته مقتدي په رکوع او سجده کې د امام له رسيد دمخه سر پورته کړي، يعنې له امام سره په رکوع او سجده کې بيخي ګډون ونکړي نو د هغه لمونځ فاسد کيژي ([5]).
له ځاني او مالي نقصان څخه د بچ کيدا لپاره د لمانځه ماتولو ګنجايش
پوښتنه : که چيرته يو کس له يوه بل سيټ صاحب سره چوکيدار (پهره دار) وي او په ځينو وختونو کې په لمانځه باندې مشغول وي چې په دې وخت کې سيټ صاحب دروازه وټکوي او هغه ته معلومه نه وي چې پهره دار يې په لمانځه باندې مشغول دى، نو آيا په داسې صورت کې پهره دار د لمانځه ماتول روا دي او که نه؟ دا په داسې حال کې چې پهره دار دا ويره لري که چيرته په يو دوه ځلې ټکولو سره دروازه ور خلاصه نکړي نو څه خبره نشته، مګر که دغه کار معمول وګرځي نو له پهره داري څخه يې هم شړي؟.
ځواب : که چيرته د سيټ صاحب له رويې څخه غالب ګمان يې دا وي که زه په دغه معمول کې پاتې شم (په لمانځه کې مشغول شم او دروازه ور خلاصه نکړم) نو مې له پهره داري څخه شړي نو په داسې صورت کې بيا د لمانځه ماتول او دروازه خلاصول روا دي ([6]).
ايا مکروه تحريمي لمونځ واجب الاعاده دى
پوښتنه : آيا مکروه تحريمي لمونځ واجب الاعاده دى؟.
ځواب : په کوم لمانځه کې چې د لمانځه ترک کړى شي هغه واجب الاعاده دى، مګر دا اعاده د وخت تر باقي کيدلو پورې دى، د وخت پر ختميدلو باندې وجوب ساقطيژي، په دې وخت کې د استغفار په ذريعه مکافات کيژي ([7]).
که په اخيره قاعده (ناسته) کې امام مړ شي څه حکم دى
پوښتنه : که په اخيره قاعده (ناسته) کې امام مړ شي نو د مقتديانو د لمانځه حکم څه دى؟.
ځواب : په داسې صورت لمونځ باطليژي او دوباره کيژي ([8]).
په پټو سترګو لمونځ کول
پوښتنه : يو شمير خلک خوله او سترګې پټوي او فرض لمونځ اداء کوي، آيا دا عمل صحي دى او که نه؟.
ځواب : د خشوع په نيت د سترګو پټول روا دي، د خولې بندولو په صورت کې د قرائت په وخت کې په الفاظو تلفظ نشي کيدلاى، لهذا داسې کول نه دي پکار ([9]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٣ – ٣٤.
([2]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٩٥، بحواله : الشامي، ج : ١، ص : ٦٣٩، الهندية، ج : ١، ص : ١٠٧، البدائع، ج : ١، ص : ٢١٦، حاشية الطحاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٣٥٠، کتاب الصلوة.
([3]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٢٩، بحواله : حلبي کبير، فروع، ص : ٢١٦.
([4]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١١٢، بحواله : شامي، باب الامامة مطلب في الکلام علي الصف الاول، ج : ١، ص : ٥٣٣.
([5]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٣٩، بحواله : الدرالمختار، باب ادراک الفريضة، ج : ٢، ص : ٦١، اعلاء السنن، باب وجوب متابعة الامام والنهي عن المسابقة، ج : ٤، ص : ٢٩٥.
([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٩٧، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٥٠٤، فتح القدير، ج : ١، ص : ٤٨٩.
([7]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٤٦، بحواله : ردالمحتار، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ٦٤، حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، باب قضاء الفوائت، ص : ٤٤٠، وکذا في البحر الرائق، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ١٤٢.
([8]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١١٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٥٨٨، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها.
([9]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٣٠، بحواله : ردالمحتار، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ج : ١، ص : ٦٤٥.



