خام فکره قوم!

الهام خراساني
له امريکې څخه راغلي مېلمه يهودي د رومن کاتو ليک کليسا پاپ او رهبر، د فرانسې پلازمېنه کې جوړه شوې روحاني غونډه کې راغليو ګډون والوته د وينا پرمهال وويل :

زه اوس دخپل پوځ شکريه ادا کوم، او دهغوی قربانۍ دستاينو وړ دي، هيڅکله به ديهودو تاريخ ددوی سرښندنې هيرې نه کړي.

هو! دا خبره منم چې زموږ جنګياليو په افغانستان کې ښه درانه تلفات وموندل او لا يې مومي، خو ددې په نتيجه کې چې موږ کومې لاسته راوړنې لرو ، دا تلفات يې په مقابل کې هيڅ دي.

پاپ په خپلو ويناو کې زياته کړه، چې لسګونه کاله وړاندې دکليسا لخوا امريکا او دهغې اتحاديانو ته يو فکر وړاندې کړی شو:

هغه دا ، که يهود غواړي چې دنيا او خاصکر مسلمانان ددوی ماتحت او پر هغوی څپل قانون پلې کړي: نو دمسلمانانو په ټولنه کې دې دهغوی علما او روحاني مشران بې باوره کړي، ټولنه دې دهغوی پر وړاندې ولمسوي، تر څو مسلمانه ټولنه له اسلامي فکر او علماؤ څخه لرې ووسي.

ځکه داسلامي ټولنې ټول اختيار او واږي ددوی له علماؤ سره دي .

ترڅو چې علماؤ ددوی په منځ کې خپل محبوبيت له لاسه نه وي ورکړی، ستاسو هڅې دمسلمانانو پر وړاندې له غره سره دسر وهلو مانا لري .

زه تر اوسه د خپل پلان او هدف ته په رسيدو ډاډمند نه وم خو چې کله مې دافغانانو له خپلو علماؤ سره نفرت او دهغوی وژلو ته ليوالتيا وليده، نو زه پوره ډاډمند شوم چې اوس موږ په خپل هدف کې بريالي شو

مالي او ځاني تلفات مو که هر څومره و خو پر ځای مصرف شول.

پاپ زياته کړه چې زه ډاډ درکوم چې بيا به جومات پر کليسا غالب نشي. اونه به مسلمانان زموږ پر وړاندې خنډ وګرځي

، ځکه دمسلمانانو په منيځ کې داسې اور بل شو چې زموږ پو کولوته ته پکې ضروت نده پاتې .

او ددې اور په خپ کولو کې به ډېرې مياشتې او کلونه ستړي شي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button