څو ځلې مې په تيښته زغلولي خوارج

غزل :زغره وال
خوارج
رښتيا چې له اسلام ځنې وتلي خوارج
خالقه درنه غواړو شرمېدلي خوارج
سپيڅلی واحد صف د مسلمانو يې ګډوډ کړ
يهود او نصاراوو دي روزلي خوارج
زمونږه ګران رسول د خوشحالۍ زېری ورکړی
هر چا چې په تندې باندې ويشتلي خوارج
چې کله راپيدا شول په مستۍ تلل مخ په وړاندې
اوس هر زای له ميدانه تښتېدلي خوارج
دا څرنګه سرتيري او زمريان د خلافت وو
چې ښځو ته تسليم شول دا ناولي خوارج
ما هم د دې مردارو مقابل کې غزا وکړه
څو ځلې مې په تيښته زغلولي خوارج
کوم ظلم او وحشت نه وو چې دوی ترسره نکړو
اوس ټولو مؤمنانو پيژندلي خوارج
افسوس دی چې يهود او نصارا يې کړل خوشحاله
د کفر غلامان دي خدای وهلي خوارج
مردار چې شي هر زای کې بد بويانې ترېنه خيژي
له حق سره هر چير ته جنګېدلي خوارج
هېڅ رحم پرې و نکړئ( زغره وال) وايي غازيانو
د کفر مليشې دي ما ليدلي خوارج



