چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

د نړۍ لس تر ټولو خوندي هېوادونه

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 10, 2017
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات
0
243
ځلې شریک شوی
193
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

نړیوال هر کال د ټولې نړۍ خوندي او ناامنه هېوادونه په گوته کوي. له بده مرغه اوسنۍ نړۍ ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او ددې جگړې ډېره قرباني مسلمانان ورکوي. په ډېری اسلامي هېوادونو کې د امریکا، ناټو، روسیې او د نورو کفري هېوادونو د گټو ساتلو لپاره جگړه روانه ده او ددې بدمرغې جگړې ټول بار مسلمانان پر اوږو وړي.

دا هم ولولئ

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

امریکا او روسیه خپلې ډېرې جگړې د درېمې نړۍ په هېوادونو کې کوي. دوی یوازې مالي زیان کوي؛ خو اسلامي هېوادونو پکې له خاورو سره خاورې کېږي.

نړیوال څېړونکي وايي، پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته نړۍ نوره هم ناامنه شوه. د اقلیم بدلون، د «ترهگریزو» پېښو ډېریدل او د نړۍ گوټ ـ گوټ ته د جگړې رسېدل د امریکا او ملگرو هیله وه او په دغه هیله کې بریالي هم شول.

سوله‌ییز افغانستان د نړۍ په خطرناک هېواد بدل شو، عراق تجزیه شو، د دمشق اباد ښار کنډواله شو او لا هم د دغو هېوادونو خلک د جگړې پور پرې کوي او د پای یې هېڅ اټکل نه کېږي.

له بده‌مرغه په دغه لسو هېوادونو کې یو هم اسلامي هېواد نه‌دی او ټول کفري هېوادونه دي. د اسلامي هېوادونو ډېری مشران د کفري هېوادونو د مشرانو په غېږه کې پراته دي او د هغوی ټول فرمانونو ته په ډېرې خوښۍ د عمل جامه وراغوندي.

«د اقتصاد او سولې» نړیواله موسسه هر کال د نړۍ امن او ناامن هېوادونو نوملړ خپروي او د ۲۰۱۷ کال کې دغه هېوادونه د نړۍ خوندي هېوادونه وو. په دغو هېوادونو کې یو اسیايي، اته اروپايي او یو د امریکا د لویې وچې هېواد دی.

۱ ـ جاپان:

جاپان د نړۍ خوندي هېواد دی. په اسیايي هېوادونو کې یوازې جاپان خوندي هېواد او خلک یې په سوله‌ییز ډول ژوند کوي. په جاپان کې امنیت، د خلکو د گڼه گوڼې لپاره د اسانتیاوو برابرول، د جنايي پېښو کموالی، د نړیوالو سیلانیانو د شمېر ډېروالی، روغتیا ته پاملرنه او د جاپان چټکه اقتصادي وده ددې لامل شوې ده، چې جاپان د نړۍ د خوندي هېوادونو په لومړي سر کې راشي.جاپان غواړي تر ۲۰۲۰ز کال پورې د بهرنیو سیلانیانو شمېر دوه برابره کړي.

۲ ـ سویس:

سویس هر کال د نړۍ په امن ترینو هېوادونو په نوملړ کې راځي. دغه هېواد په سوله او ارامۍ کې په ټوله نړۍ کې نوم لري. سویس د هر ډول کورنیو او بهرنیو لاسوهنو نه ځان ساتلی او دغه ساتنه ددې لامل شوې، چې سویس د نړۍ امن‌ترین هېواد شي.

سویس اقتصاد هم مخ پر ودې روان دی او د سولې او ارامۍ له کبله غواړي په هېواد کې لویې پروژې پلي کړي.

۳ ـ کاناډا:

کاناډا د پراخوالي په لحاظ د نړۍ دویم لوی هېواد دی او کېدای شي تاسې فکر وکړي، چې د دومره لویې سیمې اداره کول به څومره ستونزمن وي. په کاناډا کې د ډېرو هېوادونو وگړي اوسېږي؛ خو ټول یې په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي. د کاناډا د پراخوالي په کچه نفوس یې کم دی او د نړۍ د خوندي هېوادونو په نوملړ کې درېیم ځای لري.

۴ ـ سلوانیا:

په سلوانیا کې کورنۍ ستونزې ډېرې وې؛ خو حکومت یې اوس دغه ستونزې تر یوه بریده هوارې کړي دي. د همدغو ستونزو د پای ته رسېدو له امله سلوانیا اوس د نړۍ یو سوله‌ییز هېواد دی.

۵ ـ چک جمهوریت:

په چک جمهوریت کې جرمونه نور صفر ته رسېدلي او د همدغو جرمونو د پای ته رسېدو سره سم چک جمهوریت د نړۍ خوندي هېواد بلل کېږي. چک د هغو هېوادونو په نوملړ کې هم ځای لري، چې هر کال ترې ډېر سیلانیان لیدنه کوي او دغه شمېره هر کال لوړېږي.

۶ـ ډنمارک:

 ډنمارک هغه هېواد دی، چې خلک یې د ټولې نړۍ په کچه خوشحاله خلک دي. اداري فساد پکې صفر دی، وژل، تښتول او د چاودنې له نومونو سره یې خلک اشنا نه دي. ډنمارک یو بل ته د درناوي په لحاظ ډېر مشهور دی. په ډنمارک کې د اختلاف یو ټکی له کاناډا سره د یوه ټاپو پر سر لانجه ده، چې هلته استوگنه ناشوني ده.

د حضرت محمد صل الله علیه وسلم کاري‌کاتور هم یو ډنمارکي جوړ کړی و، چې پرضد یې په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه وشول. ډنمارک د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان هم لري.

۷ ـ اتریش:

گاونډیان د یوه هېواد په سوله او ارامۍ کې بشپړه ونډه لري. اتریش د چک جمهوریت او جرمني ترمنځ پروت دی او د همدغو سوله‌ییزو هېوادونو د گاونډیتوب له امله اتریش هم د نړۍ یو خوندي هېواد دی.

اتریش د وسلو واردول کم کړي او تېرې ټاکنې یې په سوله کې ترسره کړې، چې د همدغو د لاملو له مخې د نړۍ خوندي هېواد شو.

۸ ـ پرتگال:

پرتگال یو وخت د نړۍ استعمارگر هېواد و او اوس هم د ناټو په چوکاټ کې په زیاتو هېوادونو کې سرتېري لري. پرتگال د خپل هېواد د خونديتوب لپاره ټوله هڅه کړې او اوس د نړۍ په کچه یو سوله‌ییز هېواد دی. که اروپا ته ولاړئ؛ نو د پرتگال لیدل مه هېروئ.

۹ ـ نیوزیلنډ:

دغه هېواد د گرځندویانو له‌پاره ښه ځای دی. طبیعي منظرې، ساحلونه او ټاپوگانو لرل د دې سبب شوي، چې خلک یې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي. د حکومت له لوري د تاوتریخوالي له منځه وړل او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو له امله نیوزیلنډ د نړۍ امن‌ترین هېواد دی. نیوزیلنډ د کرېکټ مشهوره او پیاوړې لوبډله هم لري.

۱۰ ـ ایسلنډ:

دغه هېواد په نړۍ کې د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې دی، چې د بندیانو کمه شمېره لري او د جرمونو کچه پکې ورځ تربلې صفر خواته روانه ده. د ایسلنډ بله نېکمرغي دې کې ده، چې له کوم هېواد سره گډه پوله نه لري او شاوخوا یې اوبه دي. ایسلنډ هر کال د زرگونه سیلانیانو کوربه وي او دغه شمېره هر کال لوړېږي.

لوی ټکي: مهم
مخکینې مطلب

دخپلی ګټی اسلام هرڅوک مني!!

بل مطلب

عمر ثالث په خړو جونګړو کې!

ځانګړي مطالب

په زړه پورې معلومات

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

نشرونکی: ح جلال
جنوري 24, 2026
په زړه پورې معلومات

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 4, 2025
په زړه پورې معلومات

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 24, 2025
په زړه پورې معلومات

آلبانیا د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځيرکتیا روباټ د کابینې وزیر په توګه وټاکه

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 14, 2025
په زړه پورې معلومات

د نړۍ تر ټولو ستر ماشين «بګر ۲۹۳»

نشرونکی: ح جلال
اگست 11, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com