امين وردګ
د هغه ماشوم د ژوند لنډ حالونه درته ليکم : چې په 1339 هجري لمريز کال کې يې د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د (چاه همت) په کلي کې دې غمجنې دنياګۍ ته سترګې لوڅې کړې .
وړوکي ((عمر)) لا د ماشومتوب تانده دوره نه وه تېره کړې ( د پنځو کالونو په عمر کې ٶ ) چې د خواږه پلار د هجران څاپېړه يې پرمخ و خوړله او د يتيمانو د کلي مېلمه شو ؛ دا مهال يې د خاکرېز خړو کورنو په وړوکي زړه حملې کولې او د پلار يادونو به ځورولو ، نو له دې کلي هم کډه شو او د ډنډ ولسوالۍ ته يې پناه يوړه ، خو هلته يې هم د رزق انتظام تمام شوى ٶ .
بيا يې له خپل محترم کاکا (مولوي جمعه ) سره د ارزګان په ولايت کې خپل پردېس ژوند ته دوام ورکړ او له هغه نه يې ديني زده کړې پيل کړې ؛ کله چې نوموړي د 18 کلونو عمر پوره کولو ؛ نو ديني درسونه يې هم تکميلې ته نېږدې کړل ، خو دامهال په ګران وطن افغانستان باندې کمونستي اجيرانو ( د شوروي اتحاد په ملاتړ) نظامي يرغل وکړ او افغان اسلامپالو مجاهدينو يې د غاښ ماتولو د پاره ملاوې و تړلې ؛ نو په دې سرښندوکو زلميو کې (عمر ابن مولوى غلام نبي ، ابن مولوي محمدرسول ، ابن مولوي بازمحمد ) هم برخه واخيستله ، خو له څه وخت مبارزې وروسته ؛ له هغه ځاى نه هم د خپل پلارني ټاټوبي (کندهار) په لوري روان شو ، د پنجوايي ، ميوند او ژېړۍ په ولسواليو کې يې د سرو لښکرو او د هغوى د افغاني مزدورانو په وړاندې _ د حرکت انقلاب اسلامي [جهادي تنظيم] تر قيادت لاندې _ مخامخ پر دښمن زمرينې حملې کولې او همدلته د يوه وتلي او زړور (وړوکي) قومندان په توګه و پېژندل شو ؛ نوموړى شخصيت (د شوروي اشغالګرو پر ضد جګړو کې) څلور ځله ټپي شو او په آخري ځل يې (خپله ښۍ) سترګه هم د الله په لاره کې نثار کړه.
کله چې مجاهدين واک ته ورسېدل او کمونيستي نظام ړنګ شو ؛ نو (محمد عمر) بېرته خپلو ديني زده کړو ته (د سنګ حصار په سيمه کې) دوام ورکړ ؛ اما کله يې چې خپلمنځي جګرې ليدلې او پدې بې هدفه جګړو کې يې د بيت المال د شتمنيو چور او چپاول کتلو ، د وحشت اوج ته يې په سترګو کتل ؛ نو د صبر او زغم کاسه يې ډکه شوه ، د زده کړې پر ځاى يې د وحشت پر مقابل کې (حق پلوې مبارزې) ته ترجح ورکړه ، د ديني علماوو له فتوا (او ملاتړ) سره سم يې د خپلسرو ياغي قومندانانو پر ضد يو ځلې بيا وسلې ته لاس کړ او له کندهار ولايت نه يې جګړه پيل کړه ؛ دلته د ده خوځښت پر حق او د اسلامي تحريک په نوم و نومول شو.
څه موده وروسته 1500 ديني علماوو د يوې شورا په ترڅ کې ده ته د ((اميرالمٶمنين)) لقب هم ورکړ .
د ده شعار فقط د ((اسلامي قانون حاکميت)) ٶ ، د جګړې پر مهال به يې هم جګړه مارو ته بښنه کوله ، د مخالف لوري له محاصره شويو جګړه مارانو څخه به ئې وسلې اخيستلې او هغوى به يې ژوندي خوشې کول ؛ مګر د توبې ايستلو وړانديز به يې (ارو مرو) ورته کولو ، دا د ده جګړه ايز اصول وو !
د 1375 ه ل کال د ميزان پر شپږمه يې د افغانستان پلازمېنه ((کابل)) تر خپلې سلطې لاندې راووست ؛ خو دغه وخت کې کابل د کنډوالو يوه ټولګه وه (ټوپکيانو له لاسه)
ټول افغانستان (پرته له ځينو محدودو سيمو) د اسلامي امارت تر شرعي قوانينو لاندې راغى ؛ خو متأسفانه چې ؛ په 15 /6/1379 نېټه دا ((اسلامى نظام)) د ناټو غړو هېوادونو ( چې شمېره يې [44] مملکتونو ته رسيږي) ، ځينو نورو غرب پالو ، غوړه مالو ممالکو او د افغان (غرب پلوو) ډلګيو له خوا را چپه شو ؛ پدې جګړو کې د اسلامي امارت پر ضد بعضې ممنوعه (شېميايي) وسلې هم _د غربيانو له خوا_ وکارول شوې ، ځينې مشران يې د افغانستان او پاکستان د پلورل شوو جاوسوسانو له لاسه د غربي متجاوزينو په لاس د ګونتانامو وحشي زندان ته يوړل شول او ځينې نور بيا په همدې خاوره کې د بګرام هغه زندان ته و غورځول : چې واک يې (پرته له آمريکايانو) له بل چا سره نه ٶ او افغان چارواکو (!؟) هم هلته د ورتګ اجازه نه لرله.
لنډه دا چې ؛ د دوو کلونو په شاوخوا کې (خاکريزي اتل) بيا خپل مخلص ملګري سره راټول کړل او د غربي طاغوت پر ضد يې غاښ ماتوونکې مجادله ( له سره) پيل کړه ، داسې سبق يې ورکړ چې ؛ تر عمره به يې ياد ساتي .
دغه خاکريزي ((يتيم ماشوم)) ته الله پاک داسې ځانګړي صفتونه ورکړي وو چې ؛ په ډېرو انسانانو کې نه ليدل کېدل !
1- په سنګر کې به يې R.P.G (راکټ) په خپله فير کولو.
2- ډېر فقير طبيعته ، خوښ خلقه او ساده زړى ٶ.
3- نهايت متقي ، زړه سواندى او شريف مزاجه ٶ.
4-ځانته يې امتياز ورکول عيب ګڼل .
5-هرچا ته يې د ليدلو اجازه ورکوله _اما نېږدې ملګرو به يې د ده دا عمل د هغه شخصيت ته د خطرې رسولو لامل ګڼلو_ چې په پاى کې پدې سلا شول : تر څو (خاکريزي اتل) له خپل تظاهر څخه ډډه وکړي ؛ همغه وو چې د ده پر نيولو ، او وژلو باندې غربيانو(10000000) لس ميليونه آمريکايي ډالره انعام کېښود.
نو ده هم _جداً_ خپل ځان ته توجه و کړه او د مکار دښمن نه يې خطره احساس کړه ، خو بيا يې هم د خپل وطن د خړو جونګړو په منځ کې د الله د قانون مادې لوستلې ، د همغو مادو له مصداق سره سم يې خپل مسئوليت ادا کولو او د حق سنګر يې ګرم ساتلي ٶ.
6- تهجد يې خوښ عمل ٶ .
7- زړې جامې يې اغوستلې ، د ده او د ده د ملګرو تر منځ به کوم ځانګړى امتياز نه تر سترګو ګېدلو .
8- خوراک يې عادي ٶ .
9- سر به يې ډېر وخت پر خاورو اېښودلو ، مګر امر به يې چې وکړ : نو په 24 ساعتونو کې به د ده ټولو افرادو په لېمو منلى ٶ .
10- پاچا ٶ ؛ خو پاچاهي يې نه کوله : ټول ژوند يې د الله په لاره کې وقف کړى ٶ .
11- د دنيا لذتونو ته يې شا کړې وه ؛ يوازې د يوه اسلامي نظام د (سرتاسري حاکميت) د پاره به يې کوټلي ګامونه پورته کول .
12- صحابى نه ٶ ؛ مګر ژوند يې د صحابه ٶ په شان تېر کړ .
13- په پاى کې يې د امارت واګې خپل مرستيال (ملا اخترمحمد منصور ) ته وسپارلې او خپل زوى (مولوي يعقوب) يې خپل ځاى ناستى و نه بللو او هغه امارت يې هم ارثي نه کړ : چې اساس او بنياد يې ده په خپله اېښي ٶ .
14- پدې دومره لوي اقتدار کې يې بيا هم خپل اولاد ته ( په ميراث کې ) نه شتمني پريښوده او نه امارت ؛ نه يې له ځان نه وروسته کوم کور پرېښود ، نه کوم مارکېټ ، يا دوکان .
په پاى کې يې د ټولو دښمنانو آرمانونه له خاورو سره خاورې کړل او د لوى اتل ((خالد بن وليد)) په څېر په خپله ملنګي کوټه کې د حق د لوري مسافر شو .انالله و انااليه راجعون.


















