ژورنالستيک خيانت

لیکوال ..شفيق افغان

که کوم عسکر د بې وسه طالب په زندان کې مړ شوی ؤ اوس به د دنيا په سر هر ژورنالست کوشش کاوه چې راپور پرې جوړ غرب ته ځان نږدې او طالب له ترحمه لرې وبولي
خو دا چې د دنيا په سر د ټولو اسبابو څخه د برخمندې مزدورې ادارې په زندان کې یو دطالب په تور نیول شوي بندي د نه پاملرنې له امله په شهادت رسیدلای ټول چوپه خوله دي
دا څو ورځی وړاندې مو راپور تر لاسه کړ چې د طالب په زندان کې د څو عسکرو صحي خالت د انديښنې وړ ؤ
طالبانو د اسبابو د نه شتون له امله د انساني عاطفې له مخې یاد عسکر د سره صلیب ادارې ته وسپارل تر څو معالجه او بیا یې کورنيو ته رخصت کړي نه یې د دوسيې پوښتنه وکړه او نه یې هم د تضمين بلکې د دې هر څه په مقابل کې یې د یوه افغان ژوند مهم وباله
د طالبانو دا خبره مې اوس هم یاد ده چې خپلو مجاهدينو ته یې د اختر په بیانيه کې کړي وه چې( د عسکرو د مرګ پر ځای د دعسکرو په پوهاوي کې زيات کوشش وکړي ځکه د همغه افغان عسکر واړه یتيمان بیا هم مونږ ته پاتې کیږي )
د عقل خاوندان یې له دې ډيره ښه فهمولای شي چې د طالب دا پیغام څومره له همدردی ډک دی
خو مقابل کې بیا د تش په نوم بشردوستانو په زندانونو کې د طالب په تور د نیول شوي بندي نه دا لومړی شهادت دی او نه به هم اخري وي
بلکې د اشغال له اولې ورځې دطالب په تور د نیول شويو بنديانو سره عقدوي چلند کیږي
ما ډیر داسې بندي مریضان لیدلي چې نه ورته مزدور چارواکي دوا ورکوي او نه پيوزان پريږدي چې مریض د تداوی لاندې ونیسي بلکې ډير ځله خو یې کين یې دومره انتهاء ته رسيدلای چې د پيوز لخوا دوا هم نه ورته راپرېښودل کیده بیا د بندي بې وسه پیوز مجبور ؤ چې په لوړه بیه د رشوت له لارې دواء تر بندي ورسوي
اوس خو یې لا دومره وحشت ته ملا تړلي چې د ننه په زندان کې ورته د قتل رنګارنګ دسيسې جوړول کيږي چې د مولوي صاحب وزير شهادت یې ښکاره بېلګه ده
دا بايد ياده کړو چې دا هر څه د یرغلګرو نيولي بیا د مزدورې ادارې د تش په نامه چارواکو سره په هماهنګی کې تر سره کيږي فرق یې صرف دا دی چې وحشت ته یې صرف د مزدورې ادارې چارواکي رامخکې کړي او مکار یهودان د داخلي چارواکو په نسبت د بندي صحت ته زیاته توجه کوي دا په د معنی نه ده چې ګواکې یهودان ښه خلک دي خو فايده یې دا چې په د کار سره به یهود په یوه ډز دوه ښکار وکړي هم به یې مسلم بندي زورولای وي هم به یې د افغانانو تر ميځ کينه او تعصب تازه ساتلای وي
راځم خپلې خبرې ته د بې طرفه غږ ښکونکيه ژورنالسته هغوی که هر څه کوي خو د همدې وحشتونو دپاره پيدا. کرايه شوي دي
خو تا که په دا مهم رسالت کې غفلت.خيانت يا بغاوت وکړ لرې نه ده چې د ملت د داسې قضاوت سره به مخ شې لکه څرنګې چې وخت په وخت يرغلکر او يا یې ساتونکي ورسره مخ کيږی او ددې سربېره به د قیامت د ورځې مخ توری هم یې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button