مرکیال: صفي الله “رائد”
له خواړه سره د خواله مینوالو
دا ځل د مڼو باغ ته رغلی یم او له یوې مڼې سره مې د زړه خواله کړي او د تاسو ځېنې رالېږلې پوښتنې مې هم ترې کړي چې ډېرې پر زړه پورې یې جواب کړي. پام مو له مڼې سره زما دې لنډې مرکې ته را اړوم.
دا هم تاسو او دا مو هم ښکلې او تازه مڼه.
پوښتنه:
که درنو لوستونکو ته ځان وروپېژنئ، چې اصلي نوم مو څه او په نورو کومو نومونو یادېږئ..؟
مڼه:
مننه او کور ودان چې زما باغ ته راغلې او زه مو په یاد کړم. له هرڅه نه وړاندې خپلو مینوالو ته خپله مینه ډالۍ کوم، باید ووایم چې: زه دوی سره تر دوی زیاته مینه کوم او همدا مې د مینې ښکاره دلیل دی چې ټول ځان مې ترې قربان کړی. رابه شم ستاسو دلومړی پوښتنې ځواب ته-
زما نوم مڼه ده، په هره ژبه کې په بېل نوم یادېږم لکه: عرب مې تفاح او فارسیبانان مې سیب بولي، همدا رنګه انګریزان راته Apple وایي.
انګریزان متل کوي:
Eat an apple per day keep the docter fram home away) ) ژباړه:چې یوه مڼه په ورځ کې وخورئ او په دې ډول ډاکټر له کور نه لرې وساتئ. مطلب دادی که هره ورځ یوه مڼه وخورئ، ناروغ به نه شئ او ډاکټر ته به مو اړتیا نه وي چې علاج مو وکړي.
عربان متل کوي وایي: (عجبت لمن مات وفي بطنه تفاح) ژباړه: عجیبه ده دهغه چا لپاره چې دی مړشي او په ګېډه کې یې مڼه وي.
دوه خویندې یو چې له وخت مخکې رسېږو یعني د پسرلي په سر او داوړي په پيل کې. عمر مو لنډ دی، پخوا خلکو د نورو موسمونو لپاره ساتلی نه شوو، خو اوس د سړخونو په برکت دا کار کولی شي.
پوښتنه:
که دا راته ووایاست چې په ټوله کې څومره اندازه خوږوالی لرې؟ او که دبدن خوشبو په هکله دې راته لږ څه ووایې؟؟
مڼه:
مخکې مې یاده کړه چې مونږ دوه خویندې یو، دواړه ډولونه خوندور او خوږبویه (عطري، خوشبویه) یو، خوهره یوه بیا ځانته خوږوالی او خوشبویي لري خو په دې توپير چې ګلابي رنګه مڼه مو ډېره خوږبویه او زېړه مڼه ډېره شکره (قند)لري. دزېړ رنګه مڼې پوستکی له ګلابي ډېر نرم وي او هره معده یې هضمولی شي.
د ګلابي ډول پوټکی لږ سخت دی او همدا وجه ده چې خپل خوږبوی(عطر) تر ډېر وخت پورې ساتي. ځينې خلک د ګلابي مڼې پوټکی هضمولی نه شي او همدا وجه ده چې بې پوټکي یې خوري، خو دوی په دې ډول له هغو ګټورو موادو هم بې برخې کېږي چې دا پوټکی یې لري. که دا انسان ګلابي مڼه له پوټکي سره وخوري او په خوله کې یې ښه میده کړي او ویې خوري، لا یې هم له پوټکي سره وریته کړي او وروسته یې وخوري، نو دګلابي مڼې پوټکی هم هضمیږي.
پوښتنه:
په روغتیایي برخه کې د انسانانو لپاره کوم رول لرې ؟ که ځواب مو هو وي، کوم ډول رول لرې اوپه ټوله کې یو انسان ته څه ګټه رسولی شې؟؟؟
مڼه:
په ټوله کې زه د روح اوبدن خواړه یم. عضلې او عصاب پیاوړي کوم. خوله د میکروب په وړاندې پیاوړې کوم، بد بوی یې ورکوم. هغو کسانو ته چې خوله یا نفس یې بد بوی لري ووایئ چې اول دې دکاهو په څېر شنه یا سبزي وژويي او له هغه وروسته دې له پوټکي سره مڼه وخوري.
هو! څوک مې چې سبا ناري کې خوري له خپل ځان څخه ناروغي شړي. زه دبدن زهر(سموم) په تېره بیا اسید اوریک له منځه وړم او په دې ډول روماتېزم، د جوړو دردونو(بندونو درد) او برېښو یا په بادو د اخته کسانو ښه علاج کوم.
موږ د مڼې دواړه ډولونه د غودو ترشحات په تېره بیا د لاړو او معدې ترشحات پیاوړي کوو، د خوړو په هضم کې مرسته کوو او د معدې د خولې او زړه لپاره ماسبې یو. هغه کسان چې معده یې زخمي وي او خامه مېوه نه شي خوړلی په اسانه کولی شي ما وړه کړي او له پخولو پرته مې وخوري، ځکه موږ په ونه کې د لمر په حرارت سره ډېرې پخېږو.
هرکس مو چې له پوټکي سره خوري، دکولمو او ځيګر له وچېدلو او سستوالي به بې غمه وي.
سره له دې چې خوږه یم، خو په شکر اخته کسانو ته ضرري نه یم او په بدل کې مفرح( دزړه پیاوړې کونکې) او اشتها راوستونکې یم. دزړه درزا او تنګ نفسي معالجه کوم. زړه، دماغ او ځيګر(ینه) پیاوړي کوم له معدې د صفرا اېستل اسانه کوم او تر یوې اندازې د سرطان مخنیوی هم کوم.
زه وسوسه او سوچ درملوم، د زهرو ضد یم او دلړم زهر شڼډوم.
که میده مڼه د لړم یا موچۍ په نېښ وهلي ځای وموښئ، هرومرو ګټه کوئ. زما پټۍ که دسترګو په ځېږمو کېښودل شي نودرد به یې ارام شي. زه چې خامه او شنه یم داسهال لپاره رانه درمل جوړولی شئ. یو شمیر پخواني ډاکټران باوري وو چې که زما خام ډول وخوړل شي، نو په هېرېدلو( دحافظې له منځه تللو) په رنځ اخته کيږي، خو په اوسني طب کې دا ډول خیالونه ځای نه لري. که څوک مې وخوري او وروسته نارام او معد یې سخته شي، باید یخې اوبه ونه څښي. په ځینې کلیوالو سیمو کې ساړه وهلي خلک درې ورځې له مڼې پرته بل شی نه خوري او په نتیجه کې یې ښه کېږي، داځکه چې د سړو وهلیو لپاره مڼه خورا ښه خواړه او درمل دی.
زه د تیخور(شیدې خور) ماشوم دبدن زهر له منځه وړم او که تاسو هغه ته د
قندي او ګلابي مڼې اوبه ورکړئ ارامیږي. زما فالوده د اسهال په تېره بیا د ماشومانو داسهال لپاره ډېره ګټوره ده.
زما دوړه ډولونه فاسفورس ماده لري او عصبي رېښې پیاوړې کوي. زما دواړه ډولونه خوب راوستونکي دي او که تاسو د بې خوبۍ مرض لرئ، له خوب مخکې مڼې وخورئ او یا یوه پیاله دمڼې اوبه وڅښئ.
پوښتنه:
ایا ونه، یا د ونې ښاخونه، پانې او ګلان مو کومې ګټې لري ؟ که ځواب مو هو وي نو که په لنډو څو ټکو کې یې راته ووایاست ؟
مڼه:
هو! د پاڼو شیره (اوبه) مې د چنجي ضد ده او دګرم پړسوب او نویانم د کېنولو یا ټيټولو لپاره ګټوره ده. زما د ګل له لمبات څخه جوړه مبا د زړه او دماغو د کمزورۍ د علاج لپاره ګټوره ده او دغه کار لپاره غوره دا ده چې د ګلاب د ګل د لمبات له دوه چنده وزن سره یې یو خای کړئ.
دیادونې وړ ده، چې زما په دواړو ډولونو کې یو ډول چې ژر پخيږي او بازار ته راوځي تروشه (جورسه) مڼه ده. دا مڼه مالک اسید لري او دصفرا د غلبې دمخنیوي او د موینې دفشار دلوړوالي د مخنیوي لپاره ګټوره ده. دا مڼه د سوچ په معالجه کې هم کار ورکوي، خو د سره پېچ(وینه لرونکی اسهال) لپاره ښه نه ده او دماغ هم کمزوي کوي. د تروشې مڼې اوبه د صفرایې نارغیو او دصفرا کڅوړې د کاڼو لپاره ګټورې دي. زما یو ځانګړنه دا ده چې د کال په ټولو فصلونو کې ستاسو خدمت ته چمتو یم.په پسرلي، دوبي، مني او ژمي کې ژر یخېدونکي ډولونه لرم. تاسو دکال په هرموسم کې زما ډولونه دمېوو په دوکانونو کې موندلی، له یوې یې خوند اخیستلی او خوړلی شئ.
پوښتنه:
په پای کې که خپلو مینوالو ته دې د خپل ځای په هکله معلومات ورکړې، که دوی درځي، نو چېرته به مو پیدا کوي او په کوم هیواد او کوم ښار کې له اوبو ډکه، خوندوره او تر او تازه یاست؟
مڼه:
نن سبا په اکثره هیوادونو کې پیدا کېږم، هر هیواد کې که مینوال ما وغواړي پېدا کولی مې شي خو البته په کوم هیواد کې چې زه ډېره اوبه داره او لا پسې خوندوره موندل کېږم هغه افغانستان دی؛ ځکه هوا یې صافه،اوبه یې یخې او پاکې دي. هو! په افغانستان کې بیا تر نورو ډېره اوبه ناکه او خوندوره په میدان ښار کې پېدا کېږم؛ ځکه د میدان ښار اوبه پاکې،هوا او باغونه یې طبعي ښکلا لري. پای.

















