یاسر افغان !
اونې وړاندې داخلي عسکرو دخپلو امریکاېي قاتلانو په ملاتړ دکندز ولایت دچهاردرې په ولسوالۍ کې خونړې عملیات ترسره کړه چې دطالبانو دکلک اوځپونکی مقاومت سره مخ شول او دکلک ایمان اوکلکی عقېدی په زور ېي خپل په وسلو اوپه پرمخ تللې ټکنالوژي بار دښمن ته دیوی لویشتي اجازه ورنکړه ، طالبانو په بمي اومخامخ بریدونو کې خپل دښمن ته دسر اومال مالي اوځاني درانه زیانونه واړول چې پکی دامریکایانو په ګډون لسګونه عسکر پکی مړه اوژوبل شول،
داچې اوس په تجربه سره ثابته ده چې هر چیری امریکایان او دهغوی ملاتړي اجیران ماته وخورئ دسر اومال درانه تلفات وګالې نو امریکایان بیا خامخا کسات له عامو بیګنا افغانانو اخلې ،
په کندز چهاردره کې هم اشغالګرو بیرحمانه بمبارې تر سره کړی چې دری لوی کلي ېي په مکمل ډول له خاورو سره خاوری کړل لسګونه بیګناه ښځی اوماشومان پکی په شهادت ورسیدل او له خاورو لاندې شول ،
خو غندل خو لا څه کوي اشغالګرو دملکیانو وژل تائیدول دکندوز وکیلانو دملکیانو وژل تائیدول خو دکندز نورو چارواکو داملکیان ښځی اوماشومان طالبان بلل اودعوه ېي کوله چې هیڅ ملکی وګړی نده وژل شوی
دلته په افغانستان کې اوس کیسه سرچپه ده که داشغالګرو اودهغوی دمزدرانو لخوا ووژل شي نو داملوکو اود ټیپرو په تول کې تللې یي لڼډه ټاپه به هم درباندې ولګول شي چې ترهګریي ،
خو تیره ورځ په یوه رسنۍ دشمشاد په نامه برید شوی چې پکی یی یوساتونکی وژل شوی اود برید مسؤلیت هم داعیش ځناورې ډلي په غاړه واخیست چې تر ډیره دامعلومات په ثبوت سره رسیدلي چې داعیش ډله داشغالګرو له لوری تجهیزیګی اوتمویلګی ،
خو نن دشمشاد موضوع دهري رسنۍ دسر موضوع ده هره رسنۍ هره مډیا هر دحکومت جګپوړې اوټیټپوړی چارواکی یي په سختو ټکو غندی اودا کار داسلام او دبیان دآزادی په ضد بولي ،آن پدې موضوع آزادی راډیو یو عالم سوء میلمه کړئ اود عامو خلکو اذهان پري بلې خواته اړوي معلومه خبره ده چې دشمشاد یوساتونکی دکندز له لسګونو شهیدانو سره برابر نده،
خو دکندز دلسګونه شهیدانو نه څوک پوښتنه کوی نه یي څوک غندنه کوی نه یي څوک داسلام ضد بولي نه یي څوک افغان وژنه بولي داسې یي بولي لکه پاکستانیان یا ایرانیان ېي چې وژلي وي ، خو هغه هم دهمدی خاوری بچیان دی
په ظلم او وحشت دسرو یرغلګرو له لاسه په شهادت رسیدلي
که همداسې داشغالګرو بیرحمانه بمبارې او دګوډاګی حکومت یواړخیز قضاوتونه ، دپردیپالو رسنیو سپین سترګی ، دظالمانو ظلمونو دوام ومومي ان شاء الله په ډیر لږ وخت به ددی ظالم او اجیر حکومت پرزیدل لوی الله دسر په سترګو را وویني.
ان شاءالله العزیز.


















