غاِښونه !!!!

ډاکټر حنیف

غاښونه د الله تعالی يو ډير ښه نعمت دی، چي په پاک ساتلو کي ئې بايد پوره پاملرنه وسي؛ د غاښونو د خرابوالي له امله د انسان د بدن بېلا بېلي برخي د خطر ناکه ناروغيو سره مخ کيدای سي.

د روغو غاښونو ارزښت:

د روغو غاښونو په واسطه کولاي سو، چي هر قسم خواړه ميده کړو او د هضم لپاره ئې آماده کړو.
که چيري زموږ غاښونه روغ وي، نو خوله بد بوی نه پيدا کوي .
د خبرو اوخندا په وخت کي روغ غاښونه انسان ته ښکلا ورکوي .
د روغو غاښونو په واسطه کولای سو، چي کلمات په ښه ډول اداء کړو.
د روغو غاښونو په واسطه وجود روغ او صحت مند وي .

د روغو غاښونو او وريو پېژندل او د هغو د ناروغيو لاملونه:

روغ غاښونه سپين او ځلانده وي او روغي ورۍ نصواري ته ورته ګلابي رنګ لري او غاښونه ئي په خپل ځان کي کلک نيولي وي، مګر د لاندي لاملونو له امله غاښونه او ورۍ په ناروغيو اخته کېدلای سي .

 د مسواک يا برس څخه ګټه نه اخستل.
 په غاښونو باندي د کلکو شيانو ماتول، لکه: بادام، پسته او داسي نور، چي بايد په غاښونو باندي مات نه سي.
 ډير خواږه شيان خوړل، لکه: خوږې چای، چاکلېت، ګوړه، سندل، خواږه شربت اوداسي نور.
 د سګريټو، نصوارو او چلم استعمال غاښونه خرابوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button