دنړۍ پای (۶۱مه برخه) – د برمودا مثلث حقيقت او د هغه له مسيح دجال سره تعلق –

د برمودا مثلث حقيقت او د هغه له مسيح دجال سره تعلق

د برمودا مثلث په باره کې خبرې کول د بې هوده حکاياتو او فرضي واقعاتو په څير دي.

جغرافيايي موقعيت

برمودا مثلث د بحر اوقيانوس او د متحده امريکا د فلوريډا رياست جنوب مشرقي دی، د دغې علاقې شکل مثلث دی، دا د مغرب له لوري له ميکسيکو څخه شروع ده په جنوب کې تر جزيره ليورډ (ويسټ انډيز) پورې، بيا په شمال کې برمودا د دری سوه وړو جزيرو مجموعه ده د کومو ابادي چې په پنځه ديرش زره نفوس باندې مشتمله ده، بيا تر خليج ميکسيکو او جزائر بها ماز پورې رسيدلې دی.

په جزائر برمودا کې د مزاحمت ځايونه

د بحر اوقيانوس په شمال غرب کې يو خاص ځای دی کوم ته چې (بحيره سرګاسو) ويل کيږي، د هغه د اوبو يوه خاصه خبره دا ده چې په هغه کې يو قسم خاص سمندري نباتات را زرغونيږي کوم چې (سرګاسم) بلل کيږي، دا په ډير مقدار کې په اوبو کې خپاره شوي او د بحري جهازونو په رفت آمد کې ډير مشکل جوړوي.

بحيره سرګاسو د خپل مکمل او پر سکون خاموشي له امله ډير مشهور دی، په هغه کې هوا ګانې او سمندري طوفانونه شاذ او نادر پښيږي، هغه ته دهشت ناک سمندر او د اوقيانوس قبرستان هم ويل کيږي، له ځينې تحقيقي رپوټونو څخه واضحه کيږي چې د هغه په تل کې ډير سمندري جهازونه، کشتۍ او اوبتلونه موجود دي، کوم چې په مختلفو زمانو کې همدلته غرق شوي دي.

په جزائر برمودا کې د ورکيدا اغاز

په سنه (۱۸۵۰ عيسوي) کې په دغه مخصوص ځای کې يا له ده سره په ګاونډيو سيمو کې تقريباً (۵۰) بحري جهازونه ورک شوي دي، البته په هغوی کې د ځينو جهازونو کپتانان په آخرو شيبو کې د خطر احساسولو په وخت کې د يو شمير پيغامونو په ليږلو کې کامياب شوي، خو دا دومره مبهم او غير واضح دي چې هيڅوک پرې پوهيدلای نشي.

په دغو جهازونو او ابتلونو کې د ورک شويو اکثرو خلکو تعلق د متحده امريکا له رياستونو سره دی، تر ټولو لومړی چې کوم جهاز ورک شو د هغه نوم (انسرجنټ) وو په کوم کې چې ۳۴۰ کارګران سپاره وو، له دې وروسته يو اوبتل ورک شو د کوم نوم چې (اسکورپين) وو، په دې اوبتل کې په دريابونو او سمندرونو کې کار کونکي ۹۹ کارګران سپاره وو.

د طيارو د ورکيدا واقعات

د ورکيدا دغه سلسله د بحر اوقيانوس فضا ته هم رسيدلې، کومې طيارې چې د بحر اوقيانوس خاصکر د جزائر برمودا فضا ته ور داخلې شوې نو هغه ورکې شوې دي، په سنه (۱۹۴۵عيسوي) کې د امريکا (فلوريډا) ايالت له نيول ائربيس څخه پنځه بمبار کوونکي طيارې د معمول مطابق په تربيتي پرواز روانې وي، دا پنځه سره طيارې يو ځای په مثلث شکل کې د غورځيدا په حالت کې وي او د بحري جهاز په څير په سمندر باندې را وغورځيدې او د هغه د ملبې لوري ته ولاړې، د ائربيس عمله د دغو طيارو له لوري څخه يوه داسې پيغام ته په انتظار کې وه تر څو پائلوټان ورته ووايي چې هغوی چيرته او په څه ډول کوزيږي چې يو ناڅاپه يې د دغه ګروپ له کمانډر څخه يو عجيب او غريب پيغام تر لاسه کړ، د ګروپ کمانډر (چارلس ټيلر) د ائربيس کنترولونکي دفتر ته پيغام وليږه:

مونږ دا وخت په ايمرجنسي حالت کې يو، مونږ خپل لوری په مکمل ډول ورک کړی، مونږ د زمکې له ليدو څخه عاجز يو، مونږ دا هم نشو ويلای چې دا وخت مونږ چيرته يو، مونږ په فضا کې ورک شوي يو، دلته هر شی عجيب، غريب او د انديښنې وړ دي، مونږ د هيڅ لوري تعين نشو کولای او کوم سمندر چې زمونږ مخته دی دا هم يو عجيب او غريب سمندر دی او مونږ نه پوهيږو چې دا کوم سمندر دی، له دې وروسته سمدستي د کنترول له دفتر سره د فضائي بيټرۍ هر رنګه تماس قطع شو، له دې وروسته هم ډيرې طيارې همدلته ورکې شوې دي.

د دغه مثلث په باره کې ځينې نور تشريحات:

د زلزلو نظريه او په مثلث برمودا باندې له واقع کيدونکو واقعاتو سره د هغه تعلق:

د دغې نظريې مطابق چې د سمندر لاندې واقع کيدونکې زميني زلزلې او جټکې د سمندري موجونو د شدت، طوفاني هواګانو او بيړنی حالت پيدا کوي د کومو له امله چې بحري جهازونه ډوبيږي او هغه يې اناً فاناً په پوره قوت سره د سمندر لاندې برخې ته را کش کوي، تر کومه ځايه چې په فضا کې د طيارو د راغورځيدو تعلق دی: نو د همدغو جټکو او موجونو له امله په فضا کې هم داسې هواګانې پيدا شي کومې چې د طيارو توازن خراب کړي او پيلوټ بيا د طيارې په کنترولو قدرت نلري.

په جزائر برمودا باندې د پاسه د تيريدا په وخت کې په طيارو کې موجودې قطب نما او نور آلات په عجيب او غريب شکل کې حرکت کول پريږدي، دا صورتحال د بحري جهازونو پيلوټانو ته هم مخته راغلی کوم چې د دغه امر دليل دی چې هلته د يوه سخت مقناطيسي قوت يا جذب عجيب او غريب قوت موجود دی.

د دجال له خروج څخه د مخه راتلونکي واقعات

د عربو قلت

سيده ام شريک رضی الله عنها بيان کوي چې هغې له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  دا اوريدلي چې فرمايل يې:

ليفرن الناس من الدجال في الجبال قالت أم شريك يا رسول الله فأين العرب يومئذ ؟ قال هم قليل ([1]).

ژباړه :

خلک به له دجال څخه ويريږي او د غرونو لور ته به تښتي، ام شريک عرض وکړ: يا رسول الله ! په دغه ورځ به عرب چيرته وي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل: هغه به ډير کم وي.

سخت جنګ او د قسطنطنيه فتح

عمران بيت المقدس خراب يثرب وخراب يثرب خروج الملحمة وخروج الملحمة فتح القسطنطينية وفتح القسطنطينية خروج الدجال ([2]).

ژباړه :

د بيت المقدس ابادي په اصل کې د مدينې بربادي ده، مدينه چې برباده شي نو يو لوی جنګ به شروع شي، چې دا جنګ شروع شي نو قسطنطنيه به فتح شي او کله چې قسطنطنيه فتح شي نو بيا به زر دجال ظاهر شي.

فتوحات

حضرت نافع بن عتبه  رضی الله عنه  بيان کوي:

مونږ خلک يو ځل له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  سره د جهاد په يوه سفر باندې ولاړو، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ته د مغرب له لوري يو قوم راغی، د هغوی په بدن باندې د اون جامې وې، د هغوی ملاقات د خدای تعالی له رسول   صلی الله علیه وسلم  سره په يوه لوړ ځای باندې وو، هغوی ولاړ وو او د الله تعالی رسول ناست وو، زما په خيال کې راغله چې زه د هغوی او د الله تعالی د رسول   صلی الله علیه وسلم  په مينځ کې ودريږم، هسې نه هغوی د خدای تعالی رسول په دوکه کې مړ نکړي، بيا ما وويل: شايد د الله تعالی رسول   صلی الله علیه وسلم  له هغوی سره کومه پټه خبره به کوي، بهر حال زه راغلم د الله تعالی د رسول   صلی الله علیه وسلم  او د هغوی په مينځ کې ودريدم، ما له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه څلور خبرې زده کړې کومې چې زه په ګوتو سره شمارلی شم، رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

تغزون جزيرة العرب فيفتحها الله ثم فارس فيفتحها الله ثم تغزون الروم فيفتحها الله ثم تغزون الدجال فيفتحه الله ([3]).

ژباړه : تاسو به په جزيره عرب کې جنګ وکړی الله تعالی به هغه فتح کړي، بيا به تاسو په ايران باندې حمله وکړی او هغه به هم الله تعالی فتح کړي، بيا به تاسو په روم باندې حمله وکړی هغه به هم الله تعالی فتح کړي، بيا به تاسو په دجال حمله وکړی الله به هغه هم فتح کړي، يعنې هغه ځای په کوم ځای کې چې له دجال سره جنګ کوی او د هغه په ملګرو به فتح ترلاسه کړی.

د باران او حاصل ورکيدل

حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

د دجال له خروج څخه د مخه دری کلونه به ډير سخت وي، خلک به په دې کلونو کې د خوراکي شيان له کمبود سره مخامخ شي، په اول کال به الله تعالی آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپله يوه برخه باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل يوه برخه پيداورا ودروي، بيا به په دويم کال کې آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپل دوه برخې باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل دوه برخې پيدا وار ودروي، په دريم کال به الله تعالی آسمان ته حکم وکړي چې هغه خپل ټول باران ودروي او زمکې ته به حکم وکړي چې هغه خپل ټول پيدا وار ودروي، نتيجه به دا شي چې له اسمان څخه به يوه قطره باران نه را وريږي او له زمکې څخه به هيڅ نباتات نه را زرغونيږي، د زمکې په سر چې کوم ساه لرونکی ځناور وي لکه غوا، بزې او وغيره هلاک به شي، مګر کومو ته چې د الله تعالی خوښه وي هغه به بچ شي ([4]).

د فتنو ډير والی، فتنه احلاس، فتنه سراء، فتنه دهمياء : او د خلکو په مينځ کې اختلاف

له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهماڅخه روايت دی چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په اوږده حديث مبارک کې فرمايلي:

ثم فتنة السراء دخنها من تحت قدمي رجل من أهل بيتي يزعم أنه مني وليس مني وإنما أوليائي المتقون ثم يصطلح الناس على رجل كورك على ضلع ثم فتنة الدهيماء ( تصغير الدهماء ) لا تدع أحدا من هذه الأمة إلا لطمته لطمة فإذا قيل انقضت تمادت يصبح الرجل فيها مؤمنا ويمسي كافرا حتى يصير الناس إلى فسطاطين ( المدينة التي يجتمع فيها الناس ) فسطاط إيمان لا نفاق فيه وفسطاط نفاق لا إيمان فيه فإذا كان ذاكم فانتظروا الدجال من يومه أو من غده ([5]).

ژباړه :

بيا به د خوشحالي فتنه ظاهره شي کومه به چې د يوه داسې سړي له قدمو څخه را پورته شي چې زمونږ له اهل بيت څخه به وي، هغه به په خپله زمونږ له خاندان څخه د ځان ګمان کوي که نه په اصل حقيقت کې به له مونږ سره هيڅ تعلق نلري، ځکه چې زما دوستان يواځې متقيان دي، بيا به خلک په داسې سړي باندې سره متفق شي کوم به چې داسې وي لکه په پښتۍ باندې دروند شی (خلک به د يوه داسې سړي په بادشاه جوړولو متفق شي کوم به چې د خپل جهالت له امله د بادشاهي لپاره په هيڅ صورت موزون نه وي او نه به هغه د امورو په ترتيبولو قدرت لري، لکه څرنګه چې پښتۍ د لوی وزندار شي وزن نشي برداشت کولای، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل: له دې وروسته به يوه ډيره دردناکه فتنه شروع شي د کومې ضرر به چې زما د امت هر کس ته ورسيږي، هيڅ کس به له هغې محفوظ پاتې نشي، کله هم چې څوک ووايي دا فتنه ختمه شوه نو هغه به له پخوا څخه هم شدت اختيار کړي، انسان به د صبا په وخت کې مؤمن وي او د ماښام په وخت کې به کافر شي حتی چې خلک به په دوو ډلو کې وويشل شي، يوه ايمان لرونکې کومه به چې له يوه مخه له نفاق څخه خالي وي او بله نفاق لرونکې کومه به چې له ايمان څخه خالي وي، کله چې داسې حالات راشي نو په دې وخت کې دجال ته انتظار کوی، په دغه ورځ به راځي يا به په بله ورځ کې راشي.

د ديرشو دجالانو او کذابو خروج

حضرت سمره بن جندب  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

وانه والله لا تقوم الساعة حتى يخرج ثلاثون كذابا آخرهم الأعور الدجال ممسوح العين اليسرى ([6]).

ژباړه :

په الله قسم! قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې ديرش دروغژن ظاهر نشي، په دوی کې به تر ټولو آخيرنی دجال ړوند وي د کوم به چې يوه سترګه چته وي.

دجال څنګه ظاهريږي؟

د حضرت تميم داري  رضی الله عنه  د دجال او جساسه په حديث کې تير شول چې دجال دا وخت په سمندري جزيره کې قيد دی او هغه د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په زمانه کې ژوندی دی، دا يو عظيم الجثه شخص دی، تميم داري او د هغه ديرشو ملګرو هغه ليدلی چې هغه په زنځيرونو باندې تړل شوی وو، د دوی او د دجال تر مينځ خبرې هم شوې دي، هغه دوی ته ويلي دي چې دی دجال دی او عنقريب به د سختې غصې په عالم کې زنځيرونه مات کړي او له خپل قيد څخه به د باندې را ووځي ([7]).

د هغه د خروج سبب

حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما فرمايي چې زه د مدينې په يوه لاره باندې له ابن صياد سره مخامخ شوم، ما هغه ته يوه داسې خبره وکړه د کومې له امله چې هغه په غصه شو او دومره وپړسيد چې د هغه له وجود څخه ټوله لار ډکه شوه، ابن عمر د سيده حفصه بنت عمر رضی الله عنهما کور ته داخل شو نو ابن عمر ته د ابن صياد د غصې خبر ورسيد، سيده حفصه رضی الله عنها وويل: الله دې په تا رحم وکړي، تا هغه ولې په غصه کاوه؟ آيا تا ته معلومه نه ده چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: انما يخرج من غضبة يغضبها ([8]).

ژباړه :

دجال يواځې هغه وخت له خپل قيد څخه د باندې را ووځي کله چې هغه په سخته غصه کې راشي.

پر زمکه د هغه رفتار

له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وشوه: د دجال به په زمکه باندې رفتار څنګه وي؟

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

کالغيث لستدبرته الريح ([9]).

ژباړه : د هغه باران په څير به وي د کوم تر شا چې هوا وي.

مطلب دا چې هغه به په ډيره تيزي سره د زمکې په هره برخه وګرځي او ټولې زمکې ته به ورسيږي.

حضرت جابر  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

دجال هغه وخت راووځي کله چې په خلکو کې دين کم شي او علم ختم شي، هغه به په زمکه کې تر څلويښتو ورځو پورې وګرځي، په هغوی کې به يوه ورځ د يوه کال په څير، يوه ورځ د يوې مياشتې په څير او يوه ورځ د يوې هفتې په څير وي، له دې وروسته به پاتې نورې ورځې د ستاسو د عامو ورځو په څير وي، له هغه سره به يو خر وي په کوم به چې هغه سپور وي، د هغه د دواړو غوږونو په مينځ کې به د څلويښتو لاسونو برابر فاصله وي، هغه به د خلکو خوا ته راشي او وايي به: زه ستاسو رب يم، سره له دې چې هغه به په يوه سترګه ړوند وي او دستاسو رب هيڅکله داسې نه دی، د هغه د دواړو سترګو په مينځ کې به (ک) (ف) (ر) ليکل شوي وي، هر مؤمن به هغه لوستلی شي خواه هغه لوستل کولای شي او که نه، هغه به له هرې چينې او اوبو څخه تير شي مګر مکې او مدينې ته به داخل نشي، ځکه چې الله تعالی په هغه دغه دواړه ښارونه حرام کړي دي او فرښتې به د دغو ښارونو په دروازو کې پهره کوي ([10]).

هغه ځايونه چيرته چې دجال راځي

حضرت انس  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ليس من بلدة الا سيطوه الدجال الا مکة والمدينة ([11]).

ژباړه : له مکې او مدينې پرته دجال به د دنيا هر ملک وګوري.

رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

علی انقاب المدينة ملائکة لایدخلها الطاعون ولاالدجال ([12]).

ژباړه : د مدينې په دروازو به فرښتې متعينې وي، هغې ته به نه د طاعون مرض داخليږي او نه دجال.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

مسيح دجال به د مشرق له لوري راځي، د هغه اراده به مدينې ته د داخليدو وي، مګر کله چې هغه د جبل احد بيخ ته ورسيږي نو فرښتې به د هغه مخته ورشي او د هغه مخ به د شام پر لوري وګرځوي او هغه به هلته مړ شي ([13]).

په يوه بل روايت کې دي کوم چې له محجن بن ادرع  رضی الله عنه  څخه روايت شوی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ خلکو ته د خطبې ويلو په وخت کې وفرمايل:

د نجات ورځ! څه ده د نجات ورځ؟ د نجات ورځ! څه ده د نجات ورځ؟ د نجات ورځ! څه ده د نجات ورځ؟ دا يې دری ځلې وويل، له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه وپوښتی شول: د نجات له ورځې څه مراد دی؟ نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دجال به راشي: هغه به په جبل احد ودريږي او د مدينې لوري ته به ګوري او خپلو ملګرو ته به وايي: آيا تاسو دا سپين محل وينی؟ دا د احمد مسجد دی، بيا چې کله د مدينې لوري ته راځي نو په هره لار کې به فرښته له اسلحې سره ولاړه وي او هغه به د شام د جرف مقام يوې شور دارې زمکې ته ولاړ شي او هلته به خيمه ودروي، له دې وروسته به مدينه دری ځلې ولړزيږي د کوم له اثر څخه به چې ټول منافقين او فاسقان ښځې او سړي به مدينه پريږدي او د دجال په لوري به راووځي، دا د نجات ورځ ده ([14]).

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

وَإِنَّهُ لاَ يَبْقَى شَيْءٌ مِنَ الأَرْضِ إِلاَّ وَطِئَهُ ، وَظَهَرَ عَلَيْهِ ، إِلاَّ مَكَّةَ ، وَالْمَدِينَةَ ، لاَ يَأْتِيهِمَا مِنْ نَقْبٍ مِنْ نِقَابِهِمَا إِلاَّ لَقِيَتْهُ الْمَلاَئِكَةُ بِالسُّيُوفِ صَلْتَةً

ژباړه :

دجال به له مکې او مدينې پرته ټول ښارونه پايمال کړي او خپل تسلط به پرې راولي، ځکه چې د دغو دواړو ښارونو په لارو کې به په تورو سمبالې فرښتې وي او حفاظت به يې کوي.

حَتَّى يَنْزِلَ عِنْدَ الظُّرَيْبِ الأَحْمَرِ ، عِنْدَ مُنْقَطَعِ السَّبَخَةِ ، فَتَرْجُفُ الْمَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلاَثَ رَجَفَاتٍ ، فَلاَ يَبْقَى مُنَافِقٌ ، وَلاَ مُنَافِقَةٌ إِلاَّ خَرَجَ إِلَيْهِ.

ژباړه :

بيا به دجال په داسې لوړ سور بخون ځای چيرته به چې ګيا نه وي هلته به پړاو واچوي، د مدينې زمکه به خپلو اوسيدونکو ته دری جټکې ورکړي د کومو له امله به چې هر منافق سړی او منافقه ښځه به له مدينې څخه د باندې ووځي او د دجال لوري ته به ورشي ([15]).

د يوه بل رويت الفاظ داسې دي: فياتی سبحة الجرف فيضرب رواقه.

ژباړه : کله چې هغه مدينې ته داخل نشي نو د (جرف) په مقام کې به په شاړه زمکه پړاو واچوي او هلته به خيمې ودروي ([16]).

(الجرف) دا د مدينې د يوې ناحيې ځای دی کوم چې د مدينې شمال لوري ته د دريو ميلو په فاصله کې موقعيت لري، د جرف يو څه برخه داسې هم ده کومې ته چې نن صبا د (ازهري محله) ويل کيږي، ليکن کوم احاديث چې مونږ بيان کړل له هغو ځينې داسې معلوميږي چې جرف تر مرقناة پورې غځيدلی دی.

قناة د حمض وادي ته ويل کيږي او دلته د سيلابونو اوبه سره جمع کيږي.

(تبع يماني) چې کله له خپل کور سره وياله وليدله نو له همدې امله يې دغه ټوله علاقه په جرف الارض سره ونوموله.

د تيرو تفصيلاتو خلاصه دا ده چې دجال به د جبل احد شا ته په شاړه زمکه کې کوزيږي، هغه به خپله خيمه يا قبه د جبل ثور په شمال کې په (صادقيه) کې لګوي، په دې علاقه کې واړه واړه سره غرونه دي چې ليدونکو ته يې د الله تعالی د رسول   صلی الله علیه وسلم  احاديث ور په ياد کيږي.

له تميم داري سره د جساسه او دجال په قيصه کې دي، چې دجال تميم داري  رضی الله عنه  او د هغه ملګرو ته وويل: نږدې ده چې ما ته کوم وخت د راوتلو اجازه وشي، زه به را ووځم او په ټوله زمکه به وګرځم، له مکې او مدينې پرته د دنيا په ټوله زمکه به خپل ګشت په څلويښتو ورځو کې پوره کړم، ځکه چې دا دواړه ښارونه په ما حرام دي، زه چې کله هم هغوی ته د داخليدو کوشش وکړم نو زما مخته به يوه فرښته راشي د کومې په لاسونو کې به چې اسلحه وي، هغه به ما دغو ښارونو ته له داخليدو منعه کړي، د مکې او مدينې په ټولو لارو به هم فرښتې متعين شوې وي کومې به چې د هغو حفاظت کوي ([17]).

[1]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۵.

[2]  – مسند احمد : ۵/ ۲۳۲، وسنن ابي داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۴.

[3]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۰.

 

[4]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷، وفي سنده مقال، وله شاهد من حديث اسماء بنت يزيد الانصارية عند احمد وابي داؤد.

[5]  – سنن ابي داؤد، الفتن والملاحم، حديث : ۴۲۴۲.

[6]  – مسند احمد : ۵/ ۱۶.

[7]  تفصيل يې په تيرو صفحو کې تير شو.

[8]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۲.

[9]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

[10]  – مسند احمد :۴/ ۱۸۱، والمستدرک للحاکم :۴/ ۵۳۸، وصححه، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه احمد باسنادين رجال احدهما رجال الصحيح.

[11]  – صحيح البخاري، فضائل المدينة، حديث : ۱۸۸۱، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۳.

[12]  – صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۳۳، وصحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۳۷۹.

[13]  – صحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۳۸۰، ومسند احمد :۲/ ۴۵۷.

[14]  – مسند احمد :۴/ ۳۳۸، وبعضه في الصحيحين.

[15]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷.

[16]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۳.

[17]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۲.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button