کونړ: پاکستاني ځواکونو په سرکاڼو ولسوالۍ ۱۴ توغندویز بریدونه کړي دي

کونړ: پاکستان په سرکاڼو ولسوالۍ ۱۴ توغندویز بریدونه کړي دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د افغانستان د دفاع وزارت خپلو سرحدي قطعاتو ته د پاکستاني ځواکونو د هغو توغنديزو بریدونو پر وړاندې د تیارسۍ امر وکړ چې پر دولتي ځایونو یې کوي، تازه راپورونه وایي چې له تیرې ورځې را هیسې یوځل بیا د دې هیواد توپچي قواوو پر کونړ ولایت لسګونه توغندویز بریدونه کړي دي.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تیره ورځ پاکستاني ځواکونو د دې ولایت د سرکاڼو په ولسوالۍ باندې ۱۴ توغندوییز بریدونه کړي چې د تر اوسه یې له کبله د اوښتو زیانونو په هکله معلومات نه لري.
د رسنیو د راپورونو تر مخه؛ د کونړ قومي مشرانو پر حکومت غږ کړی چې دبریدونو په پایله کې د ځپل شویو وګړو سره د مرستې پرځای دې پرځوابي برید لاس پورې کړي.
ولسي خلکو د حکومت پر دې پریکړه چې ګواکې خپل ځواکونو ته یې یواځې د دولتي سیمو څخه د دفاع امر کړی دی، نیوکې کړې او په غبرګون کې یې ویلي چې که حکومت د ولسي سیمو د ساتلو وړتیانه لري پر دوی دې غږ وکړي.
سیمیز خلک وایي؛ ځایي امنیتي ځواکونه یواځې د توغول شویو توغندیو شمیر کوي او مرکزي حکومت یې پر وړاندې د څه ویلو جرئت نه لري.
د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله د کونړ له شلتن ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.
شمیرې څرګندوي چې په تیرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰۰ راکټونه پاکستاني ځواکونو د کونړ او ننګرهار په څو ولسوالیو راتوغولي دي.

