کومې ډيرې زهر لرونکې دي، آیا د علماوو غوښې که دمجاهدينو؟

لیکوال: ابوعبدالرحمان
ژباړن: م.ع. «حسیني مختار»
«یعنې په مجاهداوعالم دواړو کې دچاغیبت اوابرو تویول ډېرجـرم اوبداثـرلرونکی ده»
لوی الله لره ثنا ده و بعد؛ د دې لپاره چی معلومه کړو آیا دعلماؤ غوښې ډیرې زهر لرونکې دي او که دمجاهدينو نو اړينه ده چې معلومه کړو آیا علماء بهتر خلک دي که مجاهدين؟
بنأددې لپاره څوحالات دي:
۱ ـ چې جهاد هم فرض عین نه وي او علم هم. او داهلته چې دواړه فرض کفایي وي اوپه سرته رسولوکې یې له امت مسـلمـه نه دومره څوک بوخت وي چې کفایت پرې باندې وشي ،
نو خدای ج ښه پوهيږي؛ لکن په ظاهره په داسې حالاتو کې دیوه برتري په بل باندې ډېره ګرانه اوسخته ده، او ددواړو دغيبت کولوګناه او وزر هم تقريبا په وزن کې سره نږدې دي، او ددواړو په ابرو کې ختل به هم په اثم اوګناه کې سره مساوي وي،
لکن ننی حالت داسې نه ده : ځکه نن د علماؤ په اتفاق سره جهاد فرض عين ده.
۲ – چې علم فرض عين وي اوجهاد فرض عين نه وي: نوښکاره ده چی عالم په داسې حالت کې له مجاهدنه ډېرغوره اوبهتر اومرتبه یې ډېره لوړه او نفع يې له مجاهدنه ډېره پوره او اتمه ده او په داسې وخت کې دعالم په ابرو کې ختل ډېره لويه ګنا ده په نسبت سره دهغه مجاهد له ابروتویولو چې جهاد فرض عین نه وي
۳ – چې جهادفرض عين او علم فرض عين نه وي. نو په دې وخت کې ښکاره خبره ده چې مجاهدله عالم نه ډېرلوړ اوډېره برتري ترېنه لري، ځکه چې مجاهد په داسې حالت کې ددین په فرض عین اعمالوکې ديو فرض په پوره کولوکې بوخت اولګیاده، نوښکاره خبره ده چې په داسې مهال کې دمجاهد غيبت کول اوابروتويول دبل چا له غيبت کولو او ابرو تويولوڅخه ډېره بده اولوړه ګناه ده.
۴ – چې علم اوجهاد دواړه فرض عين وي: پداسې حالت کې که ددواړوجمع کيدل ممکن نه وونو دايمان اوعقيدې له علم نه وروسته جهادکول په علم حاصلولو بهتردي، بلکې جهاد چې کله فرض عين شي نوپه ټولو فرضي او واجبي اعمالو کې برتري او بهتري لري، حتی له لمانځه څخه هم بهتري لري ځکه چې مجاهد ته دلمانځه په هکله ډېر هغه څه جايز او روا دي چې قاعد (له جهادنه په کورکې ناست ) ته ندي جايز.
دمثال په توګه طالب العلم ته دعلم دفرض عين حالت کې دا نه دي جایزچی کوم طرف ته وغواړي مخ واړوی او لمونځ ادأکړي اويا يې سره له نقصانه
وکړي لکن مجاهد ته په بعضی حالاتو کې چې کومې خواته مخ واړوي نو لمونځ کول ورته جایز بلکې سره له ډېرو نقصاناتواونیمګړتیاو روا ده.
همدارنګه روژه دار مجاهد که وېرېده چې دروژی په وجه به ورته هزيمت (شکست) او ناکامي مینځ ته راشي اويا دروژې له وجې په پوره توګه په فرضی جهاد قادر اوتوانمند نه وو نوروژه خوړل ورته واجب دي.
شیخ الأ سلام فرمايلي دي: (هغه يرغلګر دښمن چې په خپل يرغل سره یې دين اودنیا دواړو ته فساداوتاوان رسولی وي نوله ايمان نه وروسته یو عمل هم دومره واجب(فرض)او اکد نه ده لکه جهاد اوله دوی څخه دفاع کول ، او په داسې حالت کې دجهادلپاره کوم شرط هم نشته)
بنأپه داسې حالت کې مجاهد له هغه عالم نه ډېرلوړاوبهترده چې له جهادنه په کورکې ناست وي، بلکې مجاهد په داسې حالت کې دفرض عین علم په پرېښودلوسره هم نه ګناهګاریږي، لکن عالم سره له دې چې علم فرض وي لکن دفرض عين جهاد په پرېښودلو سره ګناهګاريږي.
نوبناء په داسې حالت کې ښکاره خبره ده چې دمجاهد غيبت کول اوابرو ريزول دبل چا له غيبت کولو اوابرو ريزولو څخه ډېربد ، او ډېره ګناه اوجريمه لري، بلکې لوی او بدتره ظلم دی.
اونن په دواړو حالاتو کې ( که دعلم په فرض عين باندی قول وشي او ياپه عدم فرضیت باندې ) لکن جهاد په هرحالت کې ترعلم ډېر بهتر، اوعزت اوحرمت یې زیات لوی، او مرتبه یې ډېره لوړه ده ، نوبناء دهغه چا ګناه هم ډېره لوړه اوبدتره ده چې دمجاهدغیبت اویایې په آبروکې ګستاخي کوي دبل چاله غیبت کولواو ابرو تويولونه، اګرکه هرڅوک وی.
لکن له پورتني تفصیل سره سره په یوه خبره اګاهي ضروري ده چې په پورتنۍ مقایسه او مقارنه کې موله علماؤ نه هغه علمأ مراد دي چې هغوی ريښتني او مخلص علمأ وي لکن له جهاد څخه په کور کې ناست وي اوله مجاهدينونه هم هغه مجاهدين مراد دي چې دالله ج په لار کې ريښتنی، مخلص او حقانی مجاهدین وي.
البته په پورتنۍ لیکنه کې له علماؤنه زمونږمقصود داخلاقي بنسټونو نړونکي او دګډو وډو خيالاتو لرونکي، او دګمراهی خواته بلونکي بدکاره علمأ (علمأ سوء) نه دي مراد،
بلکه ددوی عيبونه پلټل او خطرونه یی خلکو ته ښکاره کول ډېر ضروري دي، البته ددوي په غوښو کې زهر شته لکن دحرامو او دخلکو دمالونو دخوړلو زهر او له دی وجې نه دوی خلکو ته وایي: نحن لحومنا مسمومه( زمونږ غوښې زهر لرونکی دي) لکن دعلم دحرمت اوعزت له وجې نه بلکه دحرامو له خوړلو نه زهر جنې شوې دي، نو بناء دوی دالله تعالی ددی قول : یأیهاالذین امنوا ان کثیرامن الأحباروالرهبان لیأکلون اموال الناس باالباطل ویصدون عن سبیل الله .
ژباړه (ای ایماندارو! داهل کتابو ډېرعلمأاوپیران دخلکومالونه په باطله لاره خوري اوخلک دالله له لاری څخه بندوي.)
دمصداق لرونکو سره پوره ورته والی لري.
له لوی الله ج نه سوال کوو: چې مونږ دې له عمل کونکوعلماوو او سنګر ساتونکو مجادينو نه حساب کړي او رب دې مونږ ته دواړه منزلې اوددواړو پوره پوره اجرونه راکړي
)و حقا ان لحوم المجاهدين مسمومة)
او یقينا دمجاهدينو غوښی ددوي د عزت او حرمت له وجې ډېرې زهر لرونکې دي .
والله تعالی اعلی واعلم
وصل الله وسلم علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعین


