د نړۍ پای (۶۳ مه برخه ) – ددجال دفتنې نه دحفاظت لویه وسیله علم دی ـ

د شريعت په علم ځان مسلح کول
په الله تعالی باندې له ايمان سره سره شرعي علم له هرې فتنې سره د مقابلې لپاره بهترينه اسلحه ده، له همدې فتنو څخه د دجال فتنه هم ده، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مدينې د يوه بهادر مؤمن ځوان قيصه بيان کړې کوم به چې له ايماني قوت او علم سره د دجال مخته ورشي، له دې قيصې څخه مونږ ته له فتنو څخه د ځان ساتلو په سلسله کې له ايمان سره سره د شرعي علم اهميت ښکاره دی.
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
دجال به راشي، مدينې ته داخليدل په هغه حرام کړی شوي دي، ځکه خو به له مدينې سره نږدې په يوه شورداره زمکه کې پړاو واچوي، يو سړی به د هغه لوري ته راشي کوم به چې په دې وخت کې بهترين انسان وي، هغه به دجال ته ووايي: زه د دې خبرې ګواهي ورکوم چې ته هغه دجال يې د کوم په باره کې چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم په خپل يوه حديث کې مونږ ته فرمايلي:
دجال به خپلو ملګرو ته ووايي که چيرته زه دا سړی قتل کړم او بيا يې دوباره ژوندی کړم آيا بيا به هم تاسو ته زما په باره کې کوم شک او شبه باقي پاتې شي؟
هغوی به وايي: بالکل نه.
دجال به هغه ووژني، بيا به يې ژوندی کړي، په روايت کې دي چې دجال به هغه ووژني او دوه ټوټې به يې کړي چې د مقتول جسم د دواړو ټوټو په مينځ کې به د يوه غيشي په اندازه ليرې والی وي، بيا به دجال هغه ژوندی کړي او را اوبه يې بلي، نو ځوان به داسې را روان وي چې څهره به يې ځليږي او خاندې به، دا ځوان به ووايي: په الله قسم ! ستا د دجال او کذاب کيدلو په باره کې ما ته چې اوس څومره بصيرت حاصل شو هغه د مخه نه وو، په يوه روايت کې دي:
دجال به راشي، يو مؤمن ځوان به د هغه لوري ته ور روان شي، په لاره کې به د دجال له پهره دار سره مخامخ شي او له ځوان څخه به وپوښتي:
چيرته دې اراده کړې؟
ځوان به ورته ووايي: زه هغه لوري ته ځم کوم چې ظاهر شوی.
هغه به ورته ووايي: آيا ته زمونږ په رب ايمان نلرې؟
ځوان به ورته ووايي: زمونږ د رب صفات خو پټ نه دي، زه دجال وينم او هغه له صفاتو څخه پيژنم.
هغه به ووايي: دا قتل کړی.
بيا به هغوی په خپل مينځ کې يوه بل ته ووايي: آيا دستاسو رب تاسو منعه کړي نه ياست چې د هغه له حکم پرته څوک مه وژنی؟
بيا به هغوی ځوان ونيسي او دجال ته به يې ور ولي، هر کله چې دغه مؤمن ځوان دجال وويني نو وبه وايي: اې خلکو ! دا هغه مسيح دجال دی د کوم ذکر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی.
دجال به حکم وکړي چې دغه ځوان د وژلو لپاره څملوی.
د دغه ځوان په خيټه او شا باندې به سخت شديد ګزارونه وشي.
دجال به ترينه وپوښتي: آيا ته په ما ايمان راوړې؟
ځوان به ورته ووايي: ته مسيح کذاب يې.
بيا به د دجال په حکم يوه اره راوړل شي او د دغه ځوان په سر به کيښودل شي او ټول بدن يې په دوو برخو تقسيم کړل شي، دجال به د هغه د بدن د دواړو برخو په مينځ کې په فخر او تکبر سره ولاړ وي او هغه ته به ووايي: پورته شه! هغه ځوان به پورته شي او سم به ودريږي.
دجال به ورته ووايي: څنګه ته په ما ايمان راوړې؟
هغه به ورته ووايي: اوس خو ما ته د ستا په باره کې له پخوا څخه هم يقين زيات شو، بيا به هغه مؤمن ځوان ووايي : اې خلکو ! له ما وروسته به دی له هيچا سره داسې نشي کولای.
دجال به د ذبح کولو لپاره هغه بيا ونيسي خو الله تعالی به هغه له غاړې څخه نيولې تر ښنګرو پورې پيتل جوړ کړي د کوم له امله به چې دجال هغه نشي قتل کولای، بالاخر به هغه له دواړو پښو او دواړو لاسونو څخه ونيول شي او په خپل اور کې به يې واچوي، خلک به دا ګمان کوي چې هغه په اور کې واچول شو، ليکن حقيقت دا دی چې هغه په جنت کې واچول شو.
بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
دغه ځوان به د الله تعالی په نزد له عظيم ترينو شهيدانو څخه وي ([1]).
دا حديث د شرعي علم حاصلولو د اهميت لپاره دليل دی، که چيرته له دغه مؤمن ځوان سره د دجال د صفاتو په باره کې له پخوا څخه علم نه وای نو هيڅ کله دجال ته نشوای رسيدلای، لهذا هر هغه څوک چې له باطل سره مقابله کول غواړي هغه ته ضروري دي چې خپل ځان په شرعي علم سره مسلح کړي.
د دغه ځوان يقين وو چې دجال له ده پرته بل څوک نشي قتل کولای، ځکه چې دغه ځوان ته په دې علم وو په حديث شريف کې چې د کوم ځوان ذکر راغلی له هغه څخه مراد بذات خود همدی ده.
[1] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۸.



