حکومت د حکومتولۍ او ولس پالنې توان له لاسه ورکړى

سرليکنه

 له ٢٠١٤ ميلادي کال راپدېخوا چې د بهرنيو پوځونو د يو څه شمېر د وتلو اعلان شوی دی او دامريکا پخواني جمهور رئيس، اوباما، ياد کال په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د جنګي ماموريت د پای کال وباله، له هغه راوروسته افغان حکومت په اقتصادي او امنيتي لحاظ  د حکومتولۍ او ولسپالنې توان له لاسه ورکړی دی.

په تېرو کلونو کې چې به د يخنۍ موسم رارسېده نو د افغان حکومت سره به د ملګرو ملتونو لخوا يو څه د ناڅاپې يا طبیعي پېښو په اړه مرسته کېده، خو اوس د ملګرو ملتونو د خپور کړل شوي راپور له مخې افغان حکومت د هېڅ توان نه لري.

د ملګرو ملتونو لخوا په خپور شوی راپور کې ويل شوي دي چې په راتلونکي کال  کې  ۳ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه دا هم  وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

 له دې دا څرګنده شوه چې افغان حکومت د ياد شمېر افغانانو، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، لپاره هېڅ ډول تدابير نه لري او نه د دې توان لري چې له ملګرو ملتونو څخه د يادو افغانانو لپاره مرستې ترلاسه کړي.

 د امنيتي ستونزو تر څنګ، افغان حکومت له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دى. که یې پر وخت دحل په اړه قدم پورته نه شي، افغان حکومت به له زوال سره مخ کړي.

 د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورني بې‌ځايه شوي او له ایران او پاکستانه راستنېدونکي افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لري. دا چې يواځې په اکتوبر مياشت کې د کورنيو جګړو او د بهرنيو پوځونو د بمباريو له امله درې لکه شپېته زره کسان بې کوره شوي دي، معومه نه ده چې تر دې وروسته به نور په څومره شېر کې بې کوره شي؟ چې حکومت یې د مرستو هېڅ ډول تدابير نه لري او نه ورسره کوم هېواد د مرستو ژمنه  کړې ده.

 افغان چارواکو تل د امنيت په برخه کې پر بهرنيو پوځونو تکيه کړې ده، خو په افغانستان کې له ۳۳ لکو څخه په زيات شمېر کې مرستو ته اړمنو خلکو لپاره له يوه هېواده هم مرسته نه شي غوښتلای. د ولسي وګړو د ژوند ژغورلو (!) لپاره د امريکا او د ناټو پوځونه هر ډول مرستو ته آمادګي څرګندوي، خو کله چې د ژوند د تېرولو او اړتيا مسئله شي، بيا يو هېواد هم ورسره مرسته نه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې لږ تر لږه نهه لکه افغانان، چې د جګړې له امله بې‌کوره شوي، په ناوړه وضعیت کې په کمپونو کې اوسي.

که د اړمنو افغانانو اړتيا پوره نه کړل شي، په نړيواله کچه به افغانستان د حکومتولۍ او ولسپالنې په ناکامۍ کې يو ځل بيا وشمېرل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button