ننـي مسلــمانان لکــه دمــوسی علیه الــسلام قـوم بنـی اســرائیل داسـي دي

لیــکنه:محمد قاسم استقلال

ځکــه کــله چــی اللـه ج مـوسی ع تـه وویـل چــي قـوم ته دی ووایه چــي تاسو لاړشئ او هغــه پاکـي خاوری ته داخل شئ هغه خاوره اللـه ج تاســو ته لیکلــي ده،خوقــوم یي وویل چــی موږ به هلــته هیڅکله داخل نشـو ځکه چـي هلته یو ظالم اوزورور قوم ده او له هغوی سره موږ جګړه نشو کولای خوپه دوی کي دوه داسي کسـان وو چي له الله ج څخه ویــریدل هغوی ورته وویل چــي تاسو دي ځمکــې ته دننــه شـئ اوپه الله ج بـاندي بــروسه وکــړئ،خــو دوی به موسی علیه الــسلام ته ویل چـي ورشه ته اوستــارب لـه هغوی سـره جګړه وکړئ او مـوږ به دلته ناست یـو،نـوالله ج دوی ته داهم ویــلې وو،چـي که چــیري تاســو ورسره ونه جنګېږئ نو تاسوبه تاوانیان شئ هغه وو چــي الله ج دوی ته دخـپل جرم سـزا ورکــړه او داپاکه خاوره یي په دوی بانــدي ۴۰ کاله حرامه کــړه.
نــن هــمداسي خــبره ده بیت المقدس الله ج مسلمانانو ته لـیکلي ده دمسلمانانو خاوره ده اوپه مسـلمانانو یــي دفاع او سـاتنه لازمــه ده،داچــي مسلمانان چـوپه خـوله دي اوپه خپله غلامۍ کــي ډوب دي او دبنی اسرائیلو په شانته یـواځي په خـوله دا ناري دي چــی خدای ج دي دوی هلاک کــړي الله دي دوی تبا کړي یعني هرڅه یي الله ج ته ورسپارلي او دوی په خواهشاتو کي غرق دي يواځي پیغمبر نشته چـي ورته ووایي چــی ورشه ته او ستا رب له کــفارو سره جګړه وکــړئ او بیت المقدس راته وساتئ،لکـــه څرنګه چــې په بنی اسـرائيلو کــي دوه داسي کـسان وو چـې دوی ته یـي ویــل چــې دي خاوري ته دننــه شــئ اوپـه الله ج باندي بــروسه وکـــړئ زمــاپه انـــد پــه اوسنـــي مسلمــانانــو کــي به دهغو دوو کسانو په شان څوک نه وي مګر دافغانستان اسلامي امارت او دترکیي اولس مشر طیب رجب اردغان دوی ته مـو لاڅه امــید شـته لـه نورو څخه خو هسي هم توی شــوي ده
اوپــه ټولــو مسلمانانو غــږ کوم چــې دخــپل وس مطابق سعیه او کوشش وکــړي هسي نه الله ج مو دبنی اسـرائیلو په شان په ذلیــله عذاب مبتلــی کــړي
بیت المقدس زموږ خاوره ده، زمــوږ عقــیده ده،زمــوږ مینــه،ځان اومحبت ده او موږ خپله عقــیده دومره په اسـاني ســره چـاته نه پــیږدو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button