د اسلامي همکاریو د سازمان وروستی پریکړه لیک

راپورتاژ؛ فرید افغان

(کابل ټکی ګام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۳ )

تیره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو غړيو هیوادونو د کنفرانس په پای کې یو پریکړه لیک صادر کړ چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندل او امریکا له دې پریکړې ګرځول او په دې اړوند د امنیت شورا چټک غبرګون یې اصلي ټکي و.
د پریکړه لیک ترمخه ‹‹ د بیت المقدس په اړه د امریکایي ولسمشر یو طرفه پریکړه ردوو او په سختو ټکو یې غندو،موږ نوموړې پریکړه یوه اشغالګرانه هڅه بولو چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو په موخه شوې، داپریکړه د فلسطین د تاریخي، طبیعي او قانوني حقوقو پرضد شوې او ښایي ټولې نړۍ ته یې اور ورسیږي››
پریکړه لیک کې راغلي، ‹‹ د اسلامي همکاریو ټول غړي هیوادونه مکلف دي چې له نورو هیوادونو سره په اړیکو کې د فلسطین مسئلې ته لومړیتوب ورکړي اوختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه ومني.››
په پریکړه لیک کې راغلي ‹‹ لکه څرنګه چې د اسلامي همکاریو د ټولو هیوادونو استازو ټینګار وکړ چې ختیځ بیت المقدس د مسلمانانو او مسیحیانو زړونو منلې چې د فلسطین ولس پلازمینه ده نو په همدې اساس موږ د دې شخړې د هواري لپاره هر اړخیزه سوله یواځینی لاره بولو››
په پریکړه لیک کې پر امریکا هم نیوکه شوې او د هغوی پریکړه له قوانینو سرغړاوی بلل شوی دی.
‹‹ د قدس په هکله د امریکایي دولت پریکړه نامشروع او ناقانونه ده دا پریکړه د ملګرو ملتونو د ژینیو د څلورم توافق د ۴۷۸ پریکړې څخه چې په کال ۱۹۸۰ کې شوې وه څرګنده سرغړونه ده، همداراز د امنیت شورا له ۲۳۳۴ پریکړې چې په ۲۰۱۶ کې وشوه هم تیری دی.
نو له همدې کبله امریکا مکلفه ده ترڅو ټولو نړیوالو تړونونو ته په کتو سره له دې پریکړې لاس واخلي.››

په پریکړه لیک کې همداراز ګواښ شوی چې‹‹ موږ راټول شوي هیوادونه په زغرده وایو، که امریکا خپله پریکړه بیرته وانه خیستله او اسرایلو هم په ختیځ بیت المقدس کې د کورونو جوړولو او خپلو اشغالي لاسونو غځولو ته همداسې ادامه ورکړه، نو د ټولو رامنځته کیدونکو بدو عواقبو پړه به په امریکایي لوري وي››.

په بریکړن لیک کې راغلي ‹‹موږ یوځل بیا ټینګار کوو امریکا او ټولو هیوادونو دې د دې سیمې تاریخي فرهنګي او حقوقي وصعیت ته په کتلو سره د اسرایلو له ملاتړ لاس واخلي››

د پریکړه لیک په پای کې له ملګرو ملتونو مننه هم شوې او له امنیت شورا څخه غوښتل شوي چې د امریکا پر وړاندې دې اقدام وکړي ‹‹موږ د قدس په مسئله د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له غبرګون څخه مننه کوو.
له امنیت شورا غواړو چې بې له فاصلې څخه د قدس قانوني وضعیت چې د فلسطینیانو پلازمینه ده، ومني او د اسرایلو له خوا دې د فلسطیني ځمکو پر اشغال بندیز ولګوي.
همداراز غواړو چې ټولو شویو تړونونو ته په کتلو سره دې دا مسئله هواره کړي .
که د امنیت شورا مو غوښتنه ونه منله نو دا مسئله به 377A پریکړه لیک په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وسپارو.››

‹‹موږ ژمن یو چې د فلسطیني ولس څخه به هر ډول حمایت کوو او د اسرایلو هغه اقدامات چې د فلسطیني ولس د مظاهرو پرضد یې کړي په سختو ټکو غندو.››

په ټوله کې د پریکړه لیک محتوا دا خبرې وې

موږ ټول اسلامي هیوادونه ختیځ بیت المقدس د فلسطیني دولت د پلازمینې په توګه منو .
له نړیوالې ټولنې غواړو چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د پلازمینې په توګه ومني.
د امریکایي ولسمشر پریکړه هیڅ نه منو او په شدت سره یې تقبیحوو.

که د امنیت شورا د امریکا د پریکړې په غبرګون کې اقدام ونه کړ، موږ به دا شکایت د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وسپارو.
تر دې وړاندې ترکي ولسمشر ویلي و چې، ، اسرایل توروریستي او اشغالګر هیواد دی د امریکا ملاتړ د هغوی حقانیت نه ثابتوي ځکه د امریکا دا تصمیم شاوخوا ۱۹۶ هیوادونو وغندلو.

نوموړي د فلسطین ټولو شهیدانو ته دعا وکړه، او له ټولو مسلمانانو یې وغوښتل چې دخپلې لمړۍ قبلې‹‹ بیت المقدس››زیارت ته ولاړ شي.

نوموړي وویل اقصا ۱۴۴ جریبه حرم لري او دا ټول د مسلمانانو ملکیت دی

د فلسطین په مسئله کې ایراني ولسمشر هغه مسلمانان ملامت بللی و جې له امریکا او یهودي رژیم ملاتړ کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button