ایران غواړي له عربې نړۍ خپل لرغونی غچ واخلي

ډاکټر آصف
په تاریخي لحاظ ایرانیانو له اسلام راوړلو نه مخکې خپلې ځوانې او پیغلې لوڼې د مکې او مدینې بازارونو ته بیولې او د پلور لپاره یې وړاندې کولې.
ایرانیان چې د حضرت عمر فاروق رض په توره بیا په زور مسلمانان شول او یا ووژل شول اوس ایران هڅه کوي څو عربي نړۍ تسخیر کړي او د حضرت عمر رض د وخت هغه لرغونی غچ له عربي نړۍ واخلۍ.
حضرت عمر رض چې کله ایرانیان مسلمانانول نو ایرانیانو ورسره سخت مقاومت پیل کړ چې په نتیجه کې یې بې شمیره ایرانیان ووژل شول چې تفصیل لاندې ذکر کوو، او کوم چې ژوندې پاتې شول هغه مسلمانان شول خو متأسفانه هغوې هم بیا د وخت په تیریدو سره شیعه شول، ایرانیان د مسلمانانو سره د اسلام د نه قبلولو په جګړه کې ووژل شول چې تفصیل یې په لاندې توګه دی.
· د ایران په ګرګان دره کې د مسلمانانو سره په مقاومت کې ۱۰۰۰ نفر ایرانیان د مسلمانانو په لاس ووژل شول
· ۵۴۰۰۰ ایرانیان د ګرګان په ښار کې د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول
· په خوزستان، سیستان او تیسفون ښارونو کې ۲۳۰۰ ایرانیان د مسلمانانو لخوا په جنګ کې ونیول شول او اعدام کړای شول
· ۴۰۰۰۰ کسان د ګور په ښار کې د سختې جګړې پر مهال قتل عام کړای شول
· ۱۰۰۰۰۰ نفر په استخر ښار کې د مقاومت کولو پر مهال ووژل شول
· ۴۰۰۰۰ کسان په طبس، هرات او کهستان کې قتل عام شول
· ۷۰۰۰۰ کسان په ری والیس ښار کې ووژل شول
· ۵۰۰۰۰ کسان په چالوس، رویان او سرخس کې عدام شول
· ۸۰۰۰۰ کسان په نیشاپور کې ووژل شول
· ۲۰۰۰۰۰ کسان په شوشتر، رامهرمز، شاپور، بادغیس او کرمان کې ووژل شول.
نو په مجموعي توګه لږ تر لږه ټول ۷۰۰ زره هغه ایرانیان چې د اسلام د مبارک دین د منلو په وجه د مسلمانانو سره په مقاومت بوخت وو ووژل شول، نو د ایرانیانو سره همدغه عناد وجود لري نو ځکه یې نن د عربي نړۍ پسې راخیستې او غواړي له عربي نړۍ سره مظالم ترسره کړي خپل زړونه یخ کړي او خپل لرغونی غچ واخلي.
منابع
✔فتوح البلدان، ص ۶۵
✔کتاب الفتوح، ص ۲۲۳
✔کتاب الفتوح، ص ۲۸۲
✔کتاب الفتوح، ص ۲۱۵
✔تاریخ ابن بلخی، ص ۱۱۶
✔تاریخ طبری، ج ۴، ص ۱۴۹۱
✔تاریخ طبری، ج ۵، ص ۱۹۷۵
✔تاریخ طبری، ج ۵، ص ۲۰۱۱
✔تاریخ طبری، ج ۵، ص ۲۱۱۶
✔تاریخ ابن اثیر، ج ۳، ص ۳۰۸



