حیاء د ایمان جز ده

محب الله خالد
ان الحیاء من الایمان
(متفق علیه)
ژباړه: حیاء د ایمان جز ده.
حیاء د هغه انفـعـالی کیفیت نوم دی کوم چې انسان ددې خبرې په اندیښنه کې راپیداکیږي چې ددې کار په کولو سره به په ما ملامته وویلی شي او یا به سزا راکړی شي_
او د شریعت په اصطلاح کې د انساني طبعیت د هغه کیفیت نوم دی چې د هر نامناسبه او ناخوښه کار په کولو سره هغه ته انقباض او د هغه په ارتکاب سره تکلیف رسی چې دا په اصل کې د ایمان تقاضا ده او د اسلام د دین امتیاز خوئی ده لکه چې د نبی علیه السلام ارشاد مبارک دی:
ان لکل دین خلقا و خلق الاسلام الحیاء.
( ابن ماجه، بیهقی)
ژباړه: د هر دین لپاره یو خوی( خصلت) وي او د اسلام امتیاز خویی حیاء ده_
یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شریعت کې د حیاء په اختیارولو ډیر زور ورکړی شوی دی ځکه چې انسانان د بدۍ نه په منع کولو په نیکیو د اماده کولو لپاره حیاء ته خاص اهمیت ورکړی شوی دی_
د مخلوق نه د شرم په وجه د ګناهونو او فاحشاتو او منکراتو نه لري کیدل هم ښه خصلت دی چې د خپل خالق او مالک نه شرم او حیاء وکړي، چې احسان کونکو نه زیات محسن دی ځکه چې انساني فطرت دی چې دهغه سره چې د چا څومره زیات احسان او کرم وي هغومره د هغه نه ډیر شرمیږي او دهغه د مرضئ خلاف کارکولو نه لري اوسیږي ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم یو ځل صحابه کرامو ته نصیحت فرمایلو چـــې:
استحیــــوا مـــــــن الله حق الحیـــــاء.
ژباړه: د الله ج نه داسي حیاء وکړئ څنګه چې د هغه نه حیاء کول پکار دي.
د حدیث راوی عبدالله ابن مسعود فرمایی:
چې موږ عرض وکړو:
انا نستح من الله یارسول الله والحمدلله.
ژباړه: چې الحمدلله موږ خو الله ج نه شرم کوو،
نبی علیه السلام وفرمایل:
ژباړه:
د حیاء مطلب صرف دا ندی بلکه د الله نه د حیاء کولو حق دادی چې سر او هغه شی چې سر راګیر کړي دی( افطار او خیالات) دهغه ساتنه وکړئ او خيټه او هغه څه چې خيټي سره مربوط دی ( غذا و غیره) ددغو ټولو نګراني کوه او مرګ سخا کیدل یاد ساته، څوک چې آخرت خپل مقصود وګرځوی نو هغه د دنیا ډول او سینګار نه ځان ساتي د آخرت راحتو ته د دنیا په لذتونو ترجیح ورکوی، چاچی دا ټول کارونه وکړل نو پوه شه چې هغه په رښتیا د الله ج نه حیـــــــــاء وکړله.
( ترمذي شریف).



