د پیپسی بله قطۍ هم د ډیران په لور !!!

ډاکټر آصف
کله چې امریکایانو د طالبانو پر اسلامي حکومت یرغل پیل کړ، نو د شمالي ټلوالي لنډغرو او جمعیت ګوند منحرفو مجاهدینو د امریکا لوري ونیو او د خدای او د هغه د رسول لاره یې پریښوده او په څرګنده یې د اسلام پر ضد او د پیغمبرانو د ورثه و (دیني عالمانو) پر ضد جګړه کې د امریکایانو سره اوږه په اوږه او د ځکمني فوځ په حیث ښکیل شول، او تر هغې یې د جنګ جګړې بازار تود وساته چې بالآخره یې د خدای تعالی قانون د افغانستان له خاوري وویست او پر ځای یې د بُش قوانین په دې هیواد کې پلي کړل، په دې ذلیلانه میدان کې ډیرې پخوانی مجاهدین ښکیل شول، چې له امل یې د څو پرلپسې کلونو راهیسې د امریکا مرستې دریدل ، دغو له جهاده منحرفه جهادیانو لومړي د خپلو کورنیو د خیټو د مړولو لپاره د پاټکونو څخه کار واخیست، د عامو خلکو نه یې جیبونه وتروړل، خو دا چې طالبانو پسې واخیستل او د پنجشیر تر درې پورې ورغونډ کړل، نو په دغه وخت امریکا له خپل ډالري حکمت نه کار واخیست، دغه پلورل شوي په نوم مجاهدین، رهبران، او قومندانان یې دا خپل مستقیما په نغدو ډالرو خریداری کړل، او د مسلمان وژنې لپاره یې د سپو په شان په مسلمانانو پسې ورخوشې کړل، امریکا له هوا نه پر طالبانو بمونه غورځول او دا مجاهد نما او مسلمان نماو د ځمکې له لارې پر طالبانو منډې وروهلې، دې صحنې خلکو ته په ذهن کې داسې انځور جوړاوه لکه یو څوک چې په چا پسې سپی ورهڅوي نو د هغه خواته د ډبرې ګوزار وکړي نو سپی د ډبرې خواته د هغه سړي پسي منډې وهي. همدغه شان امریکا د هوانه پر طالبانو بمونه غورځول او شمالي لنډغرو د طالبانو خواته منډې وهلي او د شهیدانو له پښو نه یې بوټان غلا کول.
خو دا چې امریکا پر دغو منحوسو څیرو خپل ځان خپلې موخې ته ورساوه او د خپل غربي حکومت واګي یې د غرب نه د راورد کړو شرابیانو په لاس کې ورکړ، نو اوس امریکا غواړی په تدریج سره خپل دغه رټل شوي غلامان له صحنې نه وباسي، او اثر او رسوخ یې پای ته ورسوي. چې له جملې نه یې یو هم معلم عطا نور دی، معلم عطا څه موده مخکې دغه حقیقت درک کړ او له خولې یې ووتل چې امریکا له مونږ سره د پیپسی د قطۍ په څیر معامله کول غواړی، چې د هغه دغه حدس سم وختو، او هغه دا چې غنی له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوله څو دغه منحوسه قطۍ پر ډیران وغورځوي چې بالآخره هغه وخت راورسید، له دې مخکې یې احمدضیاء مسعود هم په ډیران غورځولی و، او اسماعیل خان یې هم د هرات پر ډیران وغورځاوه، او بالآخره د نورو ډیرانیانو لکه: ډاکټر عبدالله، صلاح الدین رباني ته هم ډیران انتظار باسي، اګر که صلاح الدین یې هم ډیران ته کړ، خو دا چې صلاح الدین خان د خپل پلار مړینه ورته واسطه کړه نو یې د یو څه مودې لپاره بیا هم پریښی.
نو په یقین سره ویلای شو چې هغه ورځ لرې نه ده چې له جهاد، خدای، رسول او اسلام نه منحرف په نوم دغه څیرې به ډیر زر پر ډیرانونو وګورو.



