غني! حکومتولي دې وشرموله!

هېواد ریان
د ملي یووالي حکومت له لومړي سره په معاملو روان دی او تېر درې نیم کلن مزل یې هم د همدغې کړیو معاملو له مخې کېږي. غني او عبدالله د حکومت د نیم وېش هوکړه د امریکا په سفارت کې کړې وه او ځینې لوړې څوکې جمعیت اسلامي ته په میراث او ځینې د شوې معاملې له مخې ورکړل شوې وې.
ځینې مهم وزارتونه، ځینې مهم ولایتونه او د ځینو مهمو ادارو برخه د عبدالله عبدالله په برخه رسېدلي وو او بلخ هم د همدغو معاملو له مخې عطاء محمد نور ته په میراث پرېښودل شوی و.
عطاء محمد نور په ۲۰۰۴ کال کې د بلخ والي د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې ټاکل شوی و او کرزی په پوره لس کلونو کې په دې ونه توانېده، چې نور له دندې لرې کړي. کرزي ټول زورونه ووهل؛ خو امریکا، جرمني، ایران او ځینې نورو هېوادونو نه غوښتل چې د عطاء محمد نور هغه کړي خدمتونه هېر کړي چې د افغانستان په اشغال کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه.
عطاء ته اوس ټول د بلخ امپراتور، د بلخ حکمران او آن ځینې ورته د بلخ ولسمشر هم وايي. غني واک ته د رسېدو سره سم ټول وزیران او والیان ګوښه کړل او ټول یې سرپرستان کړل. غني په ښکاره او په پټه زورونه ووهل، چې عطاء محمد نور یا واک پرېښودو ته اړ کړي او یا عبدالله عبدالله نور وهڅوي چې عطا په خپله واک پرېږدي. خو د غني هېڅ وس ونه شو او مجبوره شوه چې عطاء محمد نور له سرپرستۍ نه بېرته رسمي والي کړي.
غني څو ځلې په پټه او ښکاره بلخ ته سفرونه وکړل او عطاء محمد نور ته یې د سوال پلو وغوړو، چې واک پرېږدي. خو نور د هېچا کیسه کې نه شو او نه یې واک پرېښود.
روانه اوونۍ د عطاء محمد نور د ګوښه کولو اوازې بیا د رسنیو سر ټکي وو. تېره ورځ د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي پهخپله فېسبوک پاڼه له جزيياتو پرته لنډ د عطامحمد نور د استعفا د منل کېدو خبر ورکړ او ويې ویل چې پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي ټاکل شوی دی.
خو د بلخ والي د ارګ شوې ادعا بې بنسټه وبلله او په خپل غبرګون کې یې زغرده وویل، د بلخ والي يم؛ هېڅوک مې له دندې نهشي ګوښه کولی او تر خپلې خوښې پورې به د بلخ والي یم.
حکومتولي او قانون چلونه په زاریو او سوال نه کېږي. که همدغه خبرې کوم پښتون سیاستوال کړی وای؛ اوس به یې ځای بګرام او یا هم د څرخي پله زندان وای؛ خو د حکومت د تبعیض له مخې ورته هېڅ نه شي ویلی او هسکه غړۍ ګرځي.
حکومت خو دې ته تکړه دی چې حس حقیار، نظرمحمد مطمئن او انتظار خادم ونیسي او میاشتې میاشتې پرې بند تېر کړي.
حکومت خو دې ته تکړه دی چې په زرګونه پښتنو زندانونه ډک کړي او بې ګناه یې کلونه ـ کلونه په بند کې وساتي.
د ملي یووالي حکومت او حکومتولي په شرمونو وشرموله او ځانته یې تاریخي پېغور جوړ کړ.



