لاس مه اچوه

جواد څارګر

تاریخي عار دی چې یو خپلواک ملت دومره بې واکه شي چې، له کشره تر مشره دبهرنیو یرغلګرو، نازونو او نارواو ته جینګه خوله وي.
دحامد کرزي په اړه دسپنتا دکتاب منځپانګه له همداسې شرمونکو پېښو ډکه ده چې یو ولس مشر! غربیانو ته تل خوله جینګه نیولې وه مګر بیا هم تر پایه ورته دباور وړ ونه ګرځېد.

خو بیا هم کرزي یو نارینه یي شنګ درلود؛ کله به یې دغربیانو له لورې د افغانانو پر قتلِ عام شونډې بوڅې کړې، او کله به یې دملت دغولولو لپاره دسټیج پر سر مکارې اوښکې تویولې، اما اشرف غني دغربیانو پر وړاندې کاملاً له شرافته لوېدلای دی او دغرب هر ناز او هرې ناروا ته جینګه خوله، او لاس په نام ولاړ دی.

پښتانه وایي کشران یې له مشرانو زده کوي؛ په داسې حال کې چې دهیواد هر چارواکی غربیانو ته پر ملا خم دی، او لکه دپیسپۍ قطۍ هر لوري ته چې یې خوښه شي غورځوي یې، له یوه بېوسه پوځي به څه دغیرت توقع وساتلای شي؟!

پوځیان دغربیانو پر وړاندې دخپلو مشرانو ځوړند سرونه او خړمخونه ویني او تاثر ترې اخلي؛ خپل چار چاپېره ستر ـ ستر جنرالان ویني ـ ګوري چې غربي بادارانو ته په تعظیم ولاړ وي، او اوامر ترې اخلي؛ نو یو عادي پوځي چې دکلي شوم ـ تروش ژوند، او ددوو پیسو لالچ تر اردو رسولای، څنګه به دغربي پوځیانو پر وړاندې دغیرت څرګندونه وکړي؟!

له دوی غیرت کډه کړې خو کاش تاریخ ددوی له بیغیرتۍ ډکې کړنې د افغان داستان پر نوم ثبت نه کړي.
دوی د افغان تاریخ جلا باب دی، هغه باب چې شاه شجاع یې په سر کې دی، دوی دشاه شجاع لارویان دي، دوی مازې له آره افغانان دي، عملاً دغرب لاس تړلي غلامان او د افغانانو دوینو او ویاړونو لیلامګران دي.

زه چې ددغه پوځي پڅ او بېوسه غبرګون ته ګورم، تر غني راته اشرف ښکاري؛ غني دومره جرأت هم نه شي کولای چې یوه غربي ته ووایي “لاس مه اچوه”.
کیسه کا چې کوم سړی دچا سره میلمه شوی و، کوربنه چې کور ته ننوتی، میرمن یې ښه ډبولای او په ژړا بېرته میلمستون ته تللی
میلمه ترې دژړا لامل پوښتلی؛ کوربنه ورته ویلي چې ښځې ووهلم
میلمه دتسلۍ په دود ورته ویلي چې ظالمه شکر وکاږه، ته خو ښه یې تکړه یې دژړا جرأت لا لرې، ما چې ووهي، له درده کړېږم خو له ډاره ژړلای هم نه شم.

کیسه تر دې را یاده شوه چې عسکر خو بیا هم دومره توره کوي چې ورته وایي “لاس مه اچوه”، ولس مشر او جنرالانو ته چې یې شراب ورکړې، بیا هم دومره جرأت نه شي کولای چې غربي بادار ته ووایي “لاس مه اچوه”.

د افغان ولس دویښتابه په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button