تور ماښام

س. سيرت

دغه تور ماښام کې سهارونه تر پښو لاندې شول

د جدي په شږمه سرحدونه تر پښو لاندې شول

د سرو پوځو لخوا نه تر کابله يو شپه کې

مزار غوندې پراخه لوی دښتونه تر پښو لاندې شول

د توپو او ټانکونو سرې لمبې آسمان ته پورته شوى

د شمير خبره نه وه ډير سرونه تر پښو لاندې شول

په خوب ويده پراته وو ناخبره له خپله ځانه

نرگس په شان واړه واړه گلونه تر پښو لاندې شول

هغو چې د سبا په نيت يې خپله لار نيولې وه

په تور ماښام يې واړه اميدونه تر پښو لاندې شول

يو کور کلى خو نه ؤ چې حساب يې چا نيولاى واى

کورونه کنډواله شول ډير ښارونه تر پښو لاندې شول

دا شکر دى سيرته چې د گرمو اوبو پورې

د سرو روسانو زړو کې ارمانونه تر پښو لاندې شول

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button