
يو ځل بيا د جدي د شپږمې ترخې خاطرې
س. سيرت
پر افغانستان د روسانو د پوځي يرغل د ترخو شپو ورځو د يادونې لپاره يو ځل بيا ليکوالو قلمونه راپورته کړل. هغه ترخې خاطرې بيا رايادوي چې د هرې پیښې په يادونې سره فکرونه نېغ په نيغه د پیښې تر ځايه رسوي. د هغو پېښو تکرار يو ځل بيا هر افغان دې ته اړ کړي چې د کمونستي رژيم پاتې شوني او په روبلو د پلورل شویو کمونستانو وينې په سپيو وڅښي. دمخه به د دښمن د وينو د څښلو وينا کېدله، خو د کمونستانو چټلې وينې خپله نه، بلکې بايد په سپيو وڅښل شي. کمونستانو په افغانستان کې د روسانو يرغل ته زمينه سازي څه چې په لوى لاس يې له امو راواړول. خپل ننگ، ناموس او حيا خو يې دمخه په څو روبلو پلورلې وه، اما د جدي د شپږمې د کودتا په ناورين يې په افغانستان کې هم وحشتونو ته لار برابره کړه.
د١٣٥٨ هـ ش، د جدي د مياشتې شپږمه، د افغانستان په تاريخ کې يوه توره، کرغېړنه او مرگونې نېټه ده. دا که د مخلوق لپاره شپې او ورځې دواړه د عباداتو او نيکبختي ورځې دي، خو د وخت مروجه اصطلاح ده: په کومه ورځ يا شپه چې بدمرغه مرگونې پېښه وشي،هغه ورځ بيا بد مرغه يادېږي .
د افغانستان په تاريخ کې تر يو لک شل زرو زياتو پوځيانو يرغل هغه څه ترشا پرېښودل چې اوس يې مونږ هر کال يادونه کوو. اوس مونږ هر کال د ثور د کودتاچيانو په مرسته د جدي د شپږمې عاملين، روسانو، او مرسته کوونکو کمونستانو ترخه يادونه، چې په نړۍ کې د انسانيت پر خلاف د عمل يادونه تازه کوي، غندو.
روسانو د جدي په شپږمه د کمونستي رژيم د يوې ډلې پرچميانو په مرسته د افغانستان پر پاک حريم يرغل وکړ. په يوه شپه کې د هېواد ټولو ولاياتو ته روسي پوځونو ځانونه ورسول. په روسي ټانک يې کارمل سپور کړ، تر ارگه يې ورساوه. د ثور له کودتا وروسته د جدي په شپږمه د افغانانو د وژلو دويم پړاو پيل شو.
د روسانو يرغل ته د لارې برابرولو او پرې د اعتراف کولو معلومات ټول افغان ولس ته د لمر په څېر څرگند دي. کمونستانو چې د کمونست خيبر تر وژلو او خښولو وروسته يې د اختلاف درزونه زيات شول، خلقي او پرچمي ډلى يو بل تر زندانونو ورسول. او همدا د خلق او پرچم د اختلاف پايله وه چې د روسي مشاورينو په وينا، روسانو پر افغانستان يرغل کې له بيړې کار واخيست.
په کمونستي رژيم کې پرچمي ډلي پر حکومت د جدي له يرغله دمخه د سلطان علي کشتمند پر مشرۍ کودتا وکړه، چې د يو نيم کال بند په تېرولو او د اعدام امر په کولو بيا هم مخالف کمونست، امين، له زندانه راخلاص کړ.
روسي مشاورينو او متخصصانو، چې د افغانستان په ټولو وزارتونو کې يې ځايونه نيولي وو، کارونه يې کول، له خپلو کاري سيمو به يې مسکو ته معلومات ورکول.
روسانو پر افغانستان ځکه په بيړه يرغل وکړ چې د هغه وخت کمونست حکومت په خلاف د سلطان علي کشتمند، محمد رفيع، نجم الدين او کاوياني په مشرۍ کودتا ناکامه شوه. په حکومت کې پرچميانو (د روسانو مرستيالانو) واک له لاسه ورکاوه. بيړه يې وکړه او د ١٣٥٨ کال د جدي په شپږمه يې پر افغانستان يرغل وکړ.
که د جدي د شپږمې د يرغل له امله افغانان تر يو نيم لک زيات شهيدان، تر دې شمير زيات معيوب او په مليونو نورو هېوادونو ته په کډو کولو مجبور شول، نو روسانو هم د زرگونه عسکرو تابوتونه له امو واړول، زرگونو ته د افغانستان خاوره هديره و ګرځېده او په زرگونو جنگي الوتکې، ټانگونه او توپونه يې له لاسه ورکړل، غاښ ماتي او سر ماتي له امو په تېښته واوړېدل.
دروسانو او د هغوی د غلامانو بدې خاطرې افغان ولس په ياد لري او هر کال يې د جدي پر شپږمه تازه کوي، څو ځوان نسل د تورمخو کمونستانو له جناياتو باخبره پاتې شي.



