د زكات مسائل (۵۴مه برخه)- د کور په ماليت زکوة دى او که په آمدن –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د کور په ماليت زکوة دى او که په آمدن

پوښتنه : له زيد سره د يو لک روپيو د ماليت کور دى، د کوم آمدن چې څلور سوه روپۍ کرايه ده، اوس زيد د ماليت په حساب زکوة ورکړي او که د آمدن په حساب؟.

ځواب : د زمکې او جايداد په ماليت باندې زکوة نشته دى، بلکې د کرايه او وغيره کوم آمدن چې جمع شوى وي، له مصرف او وغيره وروسته د کال له تيريدو وروسته چې باقي پاتې شي نو په هغه باندې زکوة واجبيږي ([1]).

د کور چې کومه کرايه راځي د هغې د زکوة حکم

پوښتنه : د کوم کور کرايه چې د نصاب په اندازه وي په هغې باندې زکوة شته دى او که نه؟.

ځواب : کله چې روپۍ له دوه سوه درهم سره برابرې شي، که هر ډول روپۍ وي، د کور کرايه وي، د زمکې کرايه وي او يا له کومې بلې ليارې څخه په ملک کې راشي او په هغو باندې کال هم تير شي نو زکوة پرې واجبيږي )ليس في ما دون مائتي درهم صدقة فاذا کان مائتين وحال عليها الحول ففيها خمسة دراهم( ([2]).

د ځانګړي ضرورت لپاره چې کومې روپۍ جمع شوې وي په هغو باندې د زکوة حکم

پوښتنه : که چيرته له خپلو ډيرو ضرورتونو څخه د کوم ځانګړي ضرورت لپاره روپۍ جمع کړى شي، نو په هغو باندې زکوة راځي او که نه؟.

ځواب : له ټول کال وروسته په هغو باندې زکوة واجب دى ([3]).

د زکوة لپاره د کال تيريدل ولې شرط دي

شريعت د زکوة وجوب نه د واکمنو په مرضي باندې پرې ايښى چې کله دوى وغواړي نو د زکوة اخيستل دې پيل کړي، او نه يې د بخيلو خلکو په مرضي باندې پرې ايښى چې کله هغوى وغواړي نو زکوة دې ورکړي، بلکې د يوې محدود او ټاکلي قانون لاندې يې له کلني ګردش سره قايم کړى، او کال يې د اندازې په ډول د دې لپاره مقرر کړى چې په ټول کال کې د فصلونو ټول تغيرات پوره (مکمل) کيږي، د مالدارانو آمدن پوره کيږي او د ضرورتمندو ضرورتونه مخته راځي، لنډه دا چې د کال موده يوه داسې معقوله موده ده په کومه چې د اصل مال زياتيدل محقق شوي دي، د تجارتي مالونو ګټه او نقصان مخته راځي او د ميږو او وغيره نوي نسلونه راځي او کوچنى نسل غټيږي.

امام ابن قيم رحمه الله فرمايلي چې : الله تعالى ، هر کال زکوة د دې لپاره واجب کړى چې په يوه کال کې هر ډول فصلونه او ميوې تياريږي او همدغه موده په لوى انصاف باندې بناء دى، ځکه چې که چيرته په هفته يا مياشت کې زکوة واجب واى نو دا به د صاحب نصاب (مالدارانو) لپاره د تکليف باعث وه، او که چيرته په ټول عمر کې يو ځل فرض شوى واى نو دا خبره به د مسکينانو (ضرورتمندو) لپاره د ضرر باعث وه، نو له همدې امله د کال موده د وجوب زکوة په معامله کې يقيناً يوه عادلانه موده دى ([4]).

هر کال د زکوة ورکول ضروري دي

پوښتنه : د زکوة ويستل شوې روپۍ د دويم کال د زکوة لپاره په حساب کې داخليدلاى شي او که نه؟.

ځواب : نه ! ځکه چې زکوة کلنى وظيفه ده، يعنې هر کال يې ورکول ضروري دي، له همدې امله د کومو روپيو چې يو کال زکوة ورکول شوى وي، که چيرته همدغه روپۍ تر راتلونکي کال پورې محفوظې پاتې شي او د نصاب په اندازه وي نو بيا به له همدې روپيو څخه زکوة ورکول کيږي، او کله چې له نصاب څخه کمې وي نو بيا پکې زکوة نه ورکول کيږي ([5]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : د کوم مال چې يو کال زکوة ورکړى شوى وي، د همدغه مال دويم کال هم زکوة ورکول پکار دي او که نه؟.

ځواب : د کومو روپيو او زيوراتو چې يو کال زکوة ورکړى شوى وي، هر کله چې په هغو باندې دويم کال تير شي نو بيا د زکوة ورکول لازمي دي، هر کال زکوة واجب الاداء کيږي، برابره ده که په همدغو روپيو باندې کومه ګټه شوې وي او که نه وي شوې ([6]).

که چيرته يو کال زکوة ورنکړي نو دويم کال څه وکړي

پوښتنه : که چيرته کوم د نصاب څښتن د غفلت له امله د يوه کال زکوة ورنکړي، نو دويم کال په کوم حساب سره زکوة اداء کړي؟.

ځواب : داسې کس ته د دويم کال او له هغه څخه دمخه د تير شوي کال زکوة ورکول پکار دي، او حساب يې دا دى چې د مخکني کال په ختميدو چې څومره مال، روپۍ او وغيره وه د هغو زکوة دې ورکړي، او په دويم کال کې چې څومره روپۍ او وغيره دي د هغو زکوة دې ورکړي ([7]).

په قسطونو باندې د خرڅ شوي ټرک (لارۍ) په قسطونو د زکوة حکم

پوښتنه : که يو ټرک (لارۍ) په قسطونو باندې خرڅه کړى شي نو د هغې په قسطونو باندې زکوة واجب دى او که نه؟ او په بايع باندې دى او که په مشتري باندې؟.

ځواب : دا چې غير مقبوضه قسطونه په دين قوي کې داخل دي، لهذا په بايع باندې له قبض دمخه زکوة واجبيږي، په دې شرط چې حولان حول قصداً يا تبعاً شوى وي ([8]).

په قسطونو باندې په اخيستل شوي تجارتي مال باندې د زکوة حکم

پوښتنه : يوه کس د تجارت په نيت يو پلاټ په درى لکه رپۍ په قسطونو باندې واخيست او قبضه يې هم ترلاسه کړه، دا کس هره مياشت دوولس نيم زره روپۍ ورکوي، دا وخت يې ټولې روپۍ نه دي ورکړې، بلکې د سپږو مياشتو قسطونه يې اداء کړي دي او د څه وخت لا پاتې دي، پوښتنه دا ده چې په همدغه پلاټ باندې زکوة فرض دى، يا دا چې هر کله مکمل قسطونه اداء کړى شي نو بيا په هغه وخت کې فرض کيږي؟.

ځواب : زکوة په هغه مال باندې فرض کيږي کوم چې په ملکيت کې وي، او کوم مال چې په قسطونو باندې اخيستل شوى وي هغه د مشتري په ملکيت کې راځي او د هغه ثمن په مشتري باندې دين جوړيږي.

پس په صورت مسئوله کې د همدغه پلاټ په موجوده ماليت کې زکوة فرض دى، البته څومره قسطونه چې د زکوة اداء کولو په وخت اداء کول يې باقي وي هغه د مشتري په ذمه دين دي، لهذا د همدغه دين رقم دې د زکوة له ټول مال څخه منها کړى شي او د زکوة حساب دې ولګول شي ([9]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : يوه کس يو موټر په درى لکه واخيست، بيا يې همدغه موټر په پنځه لکه په دې ډول په قسطونو باندې خرڅ کړ چې دا دويم خريدار به هر کال پنځوس زره روپۍ د قسط په توګه ورکوي، نو اوس په همدې ډول قسطونو باندې د خرڅولو په صورت کې زکوة په ټولو روپيو باندې راځي او که کوم وخت چې قسط وصول کړي بيا پرې راځي؟.

ځواب : د هر قسط له وصولي وروسته د هغه زکوة اداء کول ضروري دي ([10]).

زکوة په آمدني باندې واجب دى په مشينري باندې نه دى

پوښتنه : يوه کس مثلا د چاپ مشين او يو شمير نور متعلقه سامان اخيستى دى، اوس مهال د زړيدو له امله ماتيدونکى دى، که چيرته يې خرڅوي نو تقريبا ً شاو خوا په نيم قيمت باندې خرڅيږي، او وروسته يې د ډيرو زړيدو له امله قيمت ډير لږ پاتې کيږي، اوس پوښتنه دا ده چې په دې باندې زکوة واجب دى او که نه؟.

ځواب : چاپ خانه او د هغه مشينونه د تجارت مال نه دي، بلکې د طبع آلات دي، د هغو په قيمت باندې زکوة نشته دى، د هغو له لارې چې کوم آمدن لاسته راځي په هغه باندې په معينو او معلومو شرطونو زکوة واجبيږي، يا کوم سامان چې د خرڅ لپاره تيار شوى وي، يا اخيستل شوى وي يا په تبادله کې راغلى وي په هغه باندې زکوة واجبيږي ([11]).

په موټر او تجارتي غوړيو کې د زکوة مسئله

پوښتنه : (١) يو کس د غوړيو تجارت کوي، مګر هغه پراته دي خرڅ شوي نه دي، په همداسې صورت کې زکوة په راس المال باندې دى او که په آمدن باندې؟.

(٢) يو ټرک (لارۍ) موټر دى، د کوم قيمت چې اتيا زره روپۍ دى، په دې کې د زکوة ورکولو طريقه څه دى؟.

ځواب : (١) په همدغه راس المال (تجارتي غوړيو) څخه څلويښتمه برخه په زکوة کې ورکول کيږي.

(٢) د ټرک (لارۍ) موټر په قيمت کې زکوة نشته، په آمدن کې يې با قاعده د زکوة ورکول شته دي ([12]).

د زکوة په جمع شويو روپيو باندې زکوة نشته

پوښتنه : له يوه کس سره د زکوة روپۍ جمع شوې دي، آيا په هغو کې هم زکوة فرض دى؟.

ځواب : د زکوة په جمع شويو روپيو باندې زکوة واجب نه دى ([13]).

([1]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٢، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ١٠.

([2]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٧، بحواله : هدايه، ص : ١٧٦.

([3]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦٠، شرط افتراض ادائها حولان الحول وهو ملکه وتنمية المال کالدراهم والدنانير لعينهما للتجارة بالصل الخلقة فتلزم الزکوة کيفما امسکهما ولو للنفقة، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٣، ص : ١٣.

([4]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٥، ص : ١٣٧، بحواله : فقه الزکوة، ج : ٢، ص : ٢٢٢.

([5]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٢٦٩، بحواله : الدرالمختار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ٢٧٦.

([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٠، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ١٣.

([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦١، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ١٦.

([8]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٢٧، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٣٨، مطلب في وجوب الزکوة في دين المرصد کتاب الزکوة، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٣٨، مطلب في وجوب الزکوة في دين المرصد کتاب الزکوة.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢ – ٣، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ٢، ص : ٢٥٩، الهداية، ج : ٣، ص : ٢٠، البدائع، ج : ٢، ص : ٦، الهندية، ج : ١، ص : ١٧٩.

([10]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٣٨، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ٢، ص : ٣٠٥، خلاصة الفتاوى، ج : ١، ص : ٢٣٨، المبسوط، ج : ٢، ص : ١٩٥، الهندية، ج : ١، ص : ١٧٥.

([11]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٢٥٥، يعنې په آلاتو باندې زکوة واجب نه دى، البته کوم آمدن چې دى په هغه باندې زکوة واجب دى، وليس في دور السکنى وثياب البدن ….. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية ولسيت بنامية ايضا، وعلي هذا کتب العلم لاهلها لما قلنا الخ، الهداية، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ١٨٦.

([12]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٢٨، بحواله : هدايه علي صدر فتح القدير، ج : ٢، ص : ١٦٥، فصل في العروض، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٩، کتاب الزکوة.

([13]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٢٥٧ – ٢٥٨، ځکه چې دا د فقيرانو حق دى او هغوی تر دا مهاله مالک شوي نه دي او په هغو باندې زکوة نشته دى، ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ٢٥٩.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button