٢٠١٧ز د افغانانو د قربانيو او د بهرنيانو د مايوسۍ کال و

سرليکنه
له کله نه چې پر افغان خاوره د يرغلګرو قدمونه ایښودل شوي دي، افغان ولس له هغه ورځې راهيسي يو کال هم په خوښيو نه دی پیل کړی. هر کال یې د تېر کال په څېر په وير او ماتم سره پیليږي. که تېر ٢٠١٧ز کال پېښو ته پههېواد کې، او په نړيواله کچه بهرنيانو ته نظر وکړو، وبه وايو چې تېر کال د افغانانو لپاره د قربانيو او د بهرنيانو لپاره د مايوسۍ کال و.
تېر زیږدیز کال ځکه د افغانانو لپاره د قربانيو کال يادوو چې په ټول کال کې افغاني او بهرنيو ځواکونو پر افغان ولس د وژنو، ژوبلولو، کورونو ويجاړولو، نيولو او له کورونو د کډو کولو ډک کال و؛ چې په هراړخيزه توګه افغان ولس د ستونزو په ګاللو د بهرنيو ځواکونو په مقابل کې د مقاومت په دوام قرباني ورکړه.
افغان چارواکي تېر کال د لاسته راوړنو کال بولي، ولس ته به ځلوي چې په اقتصادي ډګر کې یې پرمختګ کړی دى، له ځینو اسيایي هېوادونو سره یې د اقتصادي اړيکو پراختيا او ودې ته زمينه برابره کړې ده، د چابهار بندر پرانسته یې وکړه او له پاکستانه یې هند سره د ځان په تړلو له ترانزيټي اړيکو لاسونه راټول کړل. خو دې ټولو لاسته راوړنو حکومت له زواله ونه ژغوره.
د حکومتي چارواکو په هره يوه مطبوعاتي مرکه کې به دا د سر خبره وه چې د حکمتيار په تسليمېدو به طالب مشران هم تسليم شي. خو د حکومت د نور ستونزو د زياتوالي ترڅنګ د حکمتيار تسلیمېدا په هېواد کې د مرګ ژوبلې د کچې په لوړتيا تمامه شوه. ارګ او شمال سره ښکر پر ښکر شول.
تېر ٢٠١٧ کال په ترکيه کې د شپني کلب (انډوخر) کې د٣٩ تنو په وژلو سره پیل شوى ؤ، خو د پای بدې او د مرګ ژوبلې پايلې یې د هېواد په ختيځ ننګرهار کې پرېښودې.
د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان نکولسن ويلي چې په افغانستان کې به داعش له منځه وړو. خو همغه داعش چې نيکولسن له منځه وړه، د هېواد په ٩ ولاياتو کې وسله وال زياتوي، چې په جوزجان ولايت کې یې رونيز کېمپونه جوت مثال دى.
په سياسي توګه هم تېر کال د افغان حکومت د زوال کال ؤ. لکه څرنګه چې امريکا په سياسي لحاظ په نړيواله کچه په سوريه، يمن، افغانستان، د بيت القدس په اړه په ګونډو شوه، دا ډول په افغانستان کې روان حکومت هم په ګونډو دی. د اشرف غني او عبد الله تر منځ ، د ارګ او شمال تر منځ او د ارګ او جنوبي ولاياتو تر منځ مخالفتونه ورځ په ورځ زور اخلي.
په هېواد کې حکومت د يو شمېر جهادي مشرانو او سياستوالو له مخالفت سره لاس او ګرېوان دى، چې د همدې ستونزو له امله پر حکومت د سياسيینو فشارونه مخ په زياتېدو دی او د ولس د قربانيو په مقابل کې بې ځوابه پاتې دى.
موږ دا منو چې ولس د هر ډول ناخوالو ګاللو قرباني ورکړه، ولس د بهرنيو او د بهرنيانو رابلونکو په مقابل کې په افغاني غيرت مقابله وکړه. ځکه خو تېر زیږدیز ٢٠١٧ کال په هېواد کې د افغان ولس د قربانيو، او په نړيواله کچه د بهرنيانو د مايوسۍ کال ؤ.



