د دیني عالمانو له سپکاوي لاس واخلئ

عزیراسدخیل

حسن بصري رحمه الله ویلي دي چې که دیني علماء نه وای نو خلکو به د څارویو په شان ژوند کاوه.

شاه عبدالعزیز دهلوي رحمه الله ویلي دي چې: د دیني علم او اهلِ علمو سپکاوی کفر دی

مولانا ګنګوهي رحمه الله ویلي دي څوک چې د دیني علماوو سپکاوی کوي، که یې قبر کې وګورئ مخ به یې له قبلې اوښتی وي”

مولانا الیاس رحمه الله ویلي دی: یو چا شکایت ورته وکړ چې ځایي دیني علماء مو په کار کې برخه نه راسره اخلي، نوموړي تهدیداً ورته وویل:

خبردار! د علماوو له شکایت څخه ځان وساتئ، کنه خاتمه به مو پر ایمان نه وي”

حسن بصري رحمه الله: ویلي دي: دیني علماء د ستورو په څیر دي، چې کله وځلیږي نو خلکو ته لار روښانه شي او چې کله تیاره شي نو خلک د لار ورکې مسافر په څیر حیران ولاړ وي.

نو باید چې د دیني عالمانو له سپکاوي لاس واخلو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button