برتانوي سرتیرو 186 ملکي کسان وژلي او 4000 کورونه یې ویجاړ كرى

لیکوال وحیدالله امرخیل

په تیرو اتو کلونو کې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې نږدې دوه سوه بېګناه ماشومان، ښځې او سړي وژلي دي. ددې وژنو ډیره برخه د وسله والو ډلو سره د جګړې پر مهال په راګیر شویو سیمو کې رامنځته شوې. د دفاع وزارت وایې چې د انساني ارزښت او جبیرې په ډول دې، په منځني ډول هغه کورنیو ته شاوخوا درې زره دالر ورکړل شوي چې غړي یې د برتانوي پوځیانو له لورې وژل شوي وي. ددې کسانو ډيری هغه یې په هوایي بریدونو او ډزو وژل شوي او ځینې نور یې په تیروتنه د طالبانو په ټس کې تللې دي.
د (Freedom of Information ) د راپور له مخې په 2007 ز کې یوازې څلویښت کسان د برتانوي پوځ له لورې په افغانستان کې وژل شوي. د برتانوي دفاع وزارت نوي افشا شوي لاسوندونه ښیي چې د هر وژل شوي تن کورنۍ یې نږدې درې زره دالر جبیره ورکول کیده دا د هغه اندازه پيسو یوه کمه برخه ده چې په انګلستان کې په تصادفي ډول د پوځ له لورې د کوم ملکي کس د وژلو په بدل کې ورکول کیږي.
د دفاع وزارت شمیرې ښیي چې په وژنو سربیره، برتانوي پوځ تر اوسه په افغانستان کې له څلور زرو زیات کورونه ویجاړ کړي. شمیر وړاندې څرګندوي چې برتانوي حکومت د زیانمن شوې کورونو د جبیرې په ډول خپل پوځ ته نږدې څلورنیم میلیون یورو ورکړې وې. په دې سربیره، برتانوي حکومت هغه نږدې دوه سوه کسانو ته 307,000 یورو ځانګړې کړې وې چې د پوځ له لورې یې ټپیان شوي دي.
کوم لاسوندونه چې د رسنیو له لورې خپاره شوي، ښيي چې برتانوي پوځ په افغانستان کې خورا زړه بوږنونکي پیښې رامنځته کړي، د لاسوندونو له مخې، په 2007 د هلمند په ګرشک کې برتانوي پوځ د یو پلار او ځوی په ګډون څلورڅلویښت تنه ووژل، دوه ورځې پس په سنګین ولسوالۍ کې د یو کور نهه ویشت تنه ووژل شول. د برتانوي پوځ له لورې ډيری وژنې د 2009-2010 تر منځ تر سره شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button