
لغـــړ زني هلـــــک ته کـــــتل!!!
لیکنه: الهـــــــام الخراساني
لغړ زنی هلک چې فقهې کتابونه او عربی اصطلاح یې په “امرد ” سره تعبیروي،
امرد هغه ځوان ته وایې چې د ږیرې وتل یې پیل او برېت یې په شنه کیدو وي؛ خو ږیره یې لاپر مخ نه وي څرګنده شوي، مطلب خط و بریت وي خو دخلکو پام وراوړي، او په خپله ښکلا دخلکو خواهشاتو او طبیعتونه را پاروي، او دغه دځوانۍ دپیل مرحله ده.
دیته ورته مراهق هم ده کوم چې اختلام ته نږدې وي؛ خو لا محتلم شوی نه وي.
دمسلمه امت دټولو علماء وو په دې اجماع (اتفاق) ده، چې د ښکلي لغړ زني هلک مخ ته کتل حرام او ناروا دي
ابن عابدين الشامي رحمه الله دښکلي معنا داسې کوي: هر لغړ زنی چې دکتونکي په طبيعت وي، اګر که تورهم وي ځکه ښکلا په طبيعتونو پوری فرق لري.
شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وایې: له لغړ زني هلک څخه په لمس او کتنه خوند اخستل داسې حرام دي لکه اجنبۍ ښځې څخه په لمس او کتنه خوند اخستل .
سعيد بن المسيب رحمه الله وايي: کله مو چې يو سړی وليد چې لغړ زنی هلک ته يي بیا بیا کتل نو متهم يي کړئ .
دغسې شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وایي د لغړ زنی هلک سره په خوند ستړي مشي کول داسې دي لکه په شهوت چې ورته ګورې او يا لدې څخه هم ډير قوي او ستر بلل کيږی .
ابوسعيد الصعلوکي رحمه الله وايي: په امت مسلمه کې درې داسی ډلې دي چې لوطيان ورته ويل کیږي .
(۱) هغه ډله ده چې صرف دلغړ زنو هلکانو مخونو ته ګوري .
(۲) هغه ډله ده چې دلغړ زنو ځوانانو سره ستړي مشي او روغبړ کوي .
(۳) هغه ډله ده چې په بد فعلۍ او خباثت کې ورسره اخته او مبتلا وي .
علماء کرامو بیا د لغړ زنی هلک سره ځانته والی او خلوت ، له کتلو او ستړي مشي ډېر بد او سخت ګڼلي،
ځکه چې دغه کار د تمامو مفاسدو باعث ګرځي .
امام نووي رحمه الله وايي : أمرد(لغړ زني هلک) سره خلوت او ځانته والی له کتلو سخت دی؛ ځکه چې خلوت شر او فحش ته ډېر نږدې دی .
بلکې محدثینولیکي چې دښکلي هلک مخ ته کتل اجنبۍ ښځې ته له کتلو خطرناک او سخته ګناه ده؛ ځکه چې اجنبۍ ښځې ته کتل په اسلامي ټولنه خلک غیب او بد ګڼي، نو کتونکي ته پکې تکلیف او حرج وي.
او دهلک په کتنه کې ورته هیڅ تکلیف او حرج نه وي .
نن چې په ټولنه زنا په عامه پیمانه روانه ده او ددې لپاره مستقلې اډې او پټنځاینونه جوړ شوي لامل يې يوازې او یوازې دهلکانو شوق، بچه بازي او همجنس پرستي ده چې دسړيو توجه او مخه هلکانوته ده او ښځې یې او خپل سرې پرېښودې.



