شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

بالآخره زما د نیکیو تله درنده شوه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 6, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
10
ځلې شریک شوی
124
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

دکتور کفایت الله وردګ
ابو نصر صیاد غریب او بې وزله سړی وو له خپلې مېرمن او یوه ماشوم سره یې د غربت نه ډکې شپې تېرولې یوه ورځ چې د خپل حالت نه خفه په لاره روان وو د خپل وږي ماشوم او مېرمن په اړه فکر را ا خیستی وو  خپل ا ستاذ احمد بن مسکین (تابعي)  ورسره مخامخ شو .
احمد بن مسکین رحمه الله چې د خپل شاګرد مخ ته وکتل د هغه مخ او سترګو د خپل سخت حالت او غربت کیسې کولې ….   ورته یې وویل : د غربت نه پرېشان یې ؟ 
ابو نصر الصیاد ورته وویل : هو !
شیخ احمد بن مسکین التابعي رحمه الله ورته وویل : راځه لما سره د بحر غاړې ته ځو  جال درسره دی که وشو نو ماهیان به ونیسو  کله چې هلته ورسېدل ورته یې وویل : راځه دلته ددې لپاره چې الله ستا مشکل حل کړي دوه دوه رکعته نفل مونځ کوو .
دوه رکعته نفل یې وکول او له الله تعالی نه یې د ابو نصر الصیاد او د هغه د کورنۍ لپاره د حلال رزق دعا وغوښته .
بیا یې ورته وویل : اوس بسم الله ووایه او دا جال واخله او بحر ته یې ور وغورځوه ..
ابو نصر الصیاد چې جال بحر ته وغورځولو  له څه ځنډ وروسته الله ورته په جال کې یو ماهی ورکړو  هغه یې را وویستلو او احمد بن مسکین رحمه الله ورته وویل : ځه اوس دا بازار ته یوسه خرڅ یې کړه  او د خپلې کورنۍ لپاره ورباندې څه خوراک واخله اوس به مو دا بس شي بیا الله تعالی مهربان دی .
ابو نصر الصیاد چې هغه بازار ته یوړو ا و خرڅ  یې کړو دوه ډوډۍ یې ورباندې واخیستې .
کور ته ددې خوشحالی سره روان وو چې پدې سره به یې دمېرمن او ماشوم زوی لوږه ختمه کړي او هغوی ته به دا د خوشحالی خبر وروړي .
په لاره کې یې یوه مېرمن  ولیده چې ماشوم یې په غیږ کې وو او ژړل یې هغوی هم لوږي پسې را اخیستي وو او سوال یې کاوه  ابو نصر الصیاد چې دا ولیدل په لاس کې دوو ډوډیو ته یې وکتل او له ځانه سره یې وویل : دا مېرمن او ورسره ماشوم هم لکه زما د مېرمن او ماشوم په ډول وږي شوي دي زه څه وکوم؟
په همدې فکر کې یې د سوال کونکې مېرمن سترګو ته وکتل په هغې کې ډنډې ډنډې اوښکې او سوال ته غزېدلی لاس یې برداشت نشوای کړلی دواړه ډوډۍ یې ورکړې .
مېرمن  ډېره زیاته ورته خوشحاله شوه اوښکې یې وچې کړې او د ماشوم په مخ باندې یوه بې اختیاره خوشحالي او مُسکا را ښکاره شوه .
دی ورڅخه روان شو بېرته یې د خپل ماشوم او مېرمنې فکر په دماغو باندې  غالب شو  او د کور په لور یې مړه مړه قدمونه اخیستل شروع کړل .
لږ مخکې لاړو چې یو کس یې ولیدو چې د ابی نصر د کور پوښتنه یې کوله .
خلکو ورته وښودو  : چې دا را روان کس ابو نصر الصیاد دی .
هغه پوښتنه کوونکي ورته وویل : ستا پلار د الله تعالی وبښي ماته یې شل کاله وړاندې څه مال په قرض راکړی وو بیا هغه وفات شو دا واخله دېرش زره درهمه دي  او دا د دخپل پلار مال دی .
ابو نصر الصیاد بیا خپله کیسه کوي چې ددې نه وروسته زه مالدار شوم .
مال مې په کار واچولو او زیات شو ، د کورونو مالک شوم ، تجارت مې فراخ شو  صدقه کول مې خوښ وو زر درهمه به مې په یو ځای صدقه کول او د الله تعالی شکر به مې ویستلو چې زما هغه حالت یې په دې حالت بدل کړو .
څه ورځې تېرې شوې او خپل ځان ته ډېر په غوره کې شوم او له ځانه سره مې وویل : دا وګوره زه دومره ډېر خیراتونه کوم او ډېر خیراتونه مې وکول .
د شپې ویده شوم خوب مې لیدو چې د قیامت ورځ ده او د عملونو وزن (تول) شروع شو یو اواز وشو چې ویل یې : ابا نصره راشه چې اوس ستا عملونه وتلو ..
د تلې په یوه لوري کې زما ګناهونه په بل لوري کې نېک عملونه کېښودل شول  ….  خو زما د ګناهونه اړخ دروند شو ….
ما وویل : هغه زما مالونه څه شول چې ما خیرات کول؟
هره صدقه چې ما کړې وه د هغې سره په خوا کې به د ریا ، ځان ته خوشحاله کېدلو  او فخر کولو بوی وو نو چې په تله کې به کېښودله شوه وزن به یې نه وو  تردې چې زما ټول خیراتونه په تله کې کېښودل شول خو  زما  دګناهونه اړخ تر اوسه دروند پاتې وو  زه  په ژړا شوم  ځکه نور هېڅ داسې څه شی نه وو چې ما ورته سترګې  اړولې وای ..
پدې وخت کې مې یو  اواز واورېدو چې ویل یې : د ابو نصر الصیاد لپاره نور څه شی پاتې دي؟
وامې ورېدل چې ملک ورته ویل : هو دوه ډوډۍ یې چې یوې غریبې مېرمن ته ورکړې وې هغه باتې دي هغه یې دواړه راوړې چې د نیکیو په تله کې یې کېښودې نو هغه یو دم ورسره دومره درنده شوه چې د ګناهونو لوری یې ښکته کړو لکن بیا هم دواړه طرفونه سره برابر شول  زما ژړا په قرار شوه لکن بیا هم څرنګه چې د نیکیو تله پوره او په غوڅ ډول درنده نه وه په زړه کې مې وېره پاتې وه او ترهېدلی ولاړ وم .
پدې وخت کې مې یو  اواز واورېدو چې ویل یې : د ابو نصر الصیاد لپاره نور څه شی پاتې دي؟
د ملک اواز مې واورېدو چې ویل یې : هو  … 
زه حیران شوم چې دا به کوم شی وي؟
چې ملک وویل : د هغه مېرمنې اوښکې پاتې دي چې ده د دوو ډوډیو په ورکولو سره وچې کړې هغه به هم دده د نیکیو په تله کې اېږدو .
کله یې چې هغه اوښکې په تله کې کېښودې نو لکه سخته درنده تېږه تله یې داسې ښکته کړه او د نیکیو تله مې درنده شوه .
زه ډېر زیات خوشحال شوم  پدې وخت کې مې بیا اواز واورېدو چې نور څه شی شته؟
ویل : هو هغه د ماشوم مُسکا کله یې چې ده مور ته ډوډۍ په لاس کې ورکړې د هغه ژړا په مُسکا بدله شوه . 
هغه یې راوړه او په تله کې کېښوده تله ورسره درنده شوه او درنده شوه  بالآخره زما د نیکیو تله درنده شوه … یو اواز مې واورېدو چې ویل یې : ابو نصر  کامیاب شو ، کامیاب شو  لدې سره را ویښ شوم …
مخکینې مطلب

سلام او قوم په اړه د اشرف غني د فرمان مسئله د دواړو ولسي ـ مشرانو جرګو د ګډې کمېټې د رایو په اکثریت تصویب شو

بل مطلب

ملت په څه حال کې دی او دوی په څه کې دي؟

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com