نږدې یو کال په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې پر سر د افغانانو او غیر افغانانو تر منځ شخړه روانه وه. بالآخره، هغه هم حل شوه، یواځې هغه څه پاتې و چې اشرف غني یې توشیح کړي او په توزیع یې لاس پورې شي.
تېره اونۍ مطبوعاتو ولیکل چې اشرف غني د ورځنیو کارونو او لیدنو په اساس وخت نه لري چې لومړۍ پېژندپاڼه واخلي، که فرصت وموندل شو، د لومړۍ پېژندپاڼې له وېش سره سم به په مرکز او ولایاتو کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو، چې د افغان کلمه به پکې لیکل شوې وي، د وېش لړۍ پیل شي.
اوس داسې ښکاري چې یو ځل بیا د غیر افغانانو لخوا په نوې برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې په لیکلو ناندرۍ راپورته شوې دي، چې دمخه د افغان، اې وه.
دا چې ځینې په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې لیکلو مخالفین د دواړو جرګو تصویب د اساسي قانون د سلمې مادې په اساس نه مني او د ګډې کمېټې پرېکړه بې اعتباره بولي، دا هم باید په نظر کې ولري؛ که یې اساسي قانون د هېواد د ټولو قومونو د رایو، دین، افغانیت او کلتور په نظر کې نیولو سره جوړ شوی وای، دا ډول ستونزې به نه رامنځ ته کېدې او نه به په دواړو جرګو کې په میاشتو میاشتو د افغان په کلمه د افغانانو اوغیر افغانانو ترمنځ ناندرې وهل کېدې.

















