ډاکټر آصف
د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې ترېنګلی کیږي، د هیوادوالو ژوند ورځ تر بلې د سختۍ لوري ته درومي، تنکي ځوانان مو د یوې نمړۍ روزي د پیدا کولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تیښتې په حال کې دي، ګراني ورځ تر بلې خپلې منګولې لګوي، کار روزګار ورځ تر بلې کمیږي او بې برکته کیږي، ګاونډي هیوادونه ورځ تر بلې زمونږ پر هیواد او هیوادوالو بلوسیږي، بهرنیان ورځ تر بلې وایي چې نور په افغانستان کې ستړي دي، نور لګښتونه نه شي ورکولای او وروستی ټارګټ یې ۲۰۲۰ کال ټاکلي چې تر دغه کال پورې دوی افغانستان ته مرستې ورکولای شي، له دې وروسته نور نشي کولای دغه هیواد سره مالي مرستې وکړي، په ګاونډیو هیوادونو کې مو مهاجرینو ورځ تر بلې تر خوف او ویرې لاندې اچول کیږي چې په یوه میاشت کې دغه هیواد خوشې کړئ.
جګړه هره ورځ له دغه هیواد نه په لسګونو وګړي اخلي او تر خاورو لاندې کوي یی، عام خلک د جګړې تر مینځ دل کیږي، هره ورځ مو په لسګونو او په سلګونو ښځې کونډې کیږي، په زرګونو ماشومان مو یتیمان او بې سرپرسته کیږي.
ورځ تر بلې مو هیوادوال په خپل هیواد، خپله خاروه، خپل ښار، خپل کلي او بالآخره په خپل کور او خپله خونه کې د ویرې احساس کوي، هیوادوال مو نور یو له بل نه ویریږي. یو پر ګمامونه او شکونه کوي.
د هیوادوالو ذهنیتونه مو ورځ تر بلې متلاشي کیږي، د چا ذهنیت یوې خوا او د چا بلې خوا ته اوړي، یو ورور په یو طرف او بل ورور یې په بل طرف کې مورچل نیسي.
خو حاکمان مو بیا د قدرت په نشو او تماشو کې داسې غرق دي چې له خپلې چوکۍ او عیش او عشرت پرته نور هیڅ نه ویني نه اوري او نه یې حس کوي.
د ع او غ تر مینځ اختلافات لا ختم نه وي چې د غ او دوستم تر مینځ کشمکش پیل شي. دا لا ختم نه وي چې د غ او عطا نور تر مینځ لاس او ګریوان شي. دا کرکجنه منظره لا ختمه نه وي چې د ګلبدین او عطا نور تر مینځ ښکنځلې پیل شي. دا لا ختم نه وي چې د جنرال رازق او غنی تر مینځ فضا خړه شي. دا لا ختم نه وي چې د ظاهر قدیر، همایون او غني تر مینځ غوبل پیل شي. دا غوبل لا ختم نه وي چې داعش له ښار نه تورې لوخړې پورته کړي. تورې لوخړې لا نه وي ورکې شوي چې امریکایي الوتکې مو له تنکیو ماشومانو او ښځو روحونه واخلي.
ته والي نه یې! زه والي یم. ستا استفعا منظوره ده! اوس یې نه منم. نورې چوکۍ غواړم. ما څوک نه شي لیرې کولای. زه چا مقرر کړی نه یم! بس زه خپل لاسلیک بېرته نه اخلم. مه یې اخله. د چا پلار مې هم نشي لیرې کولای. بهرنیان دې مداخله نه کوي. وطن ته مې نه درپرېږدي. پر تا به غاښونه وباسم.
کرۍ ورځ مو تلویزیونونه د ملت په هر کور کې همدغه ډول غاپي، او د هیوادوالو ذهنیتونه مو یې نور له ډېره غمه د لېونتوب مرحلې ته ورنږدې کړي دي.
هیوادوال مو پر ځای د دې چې ښه خبرونه واوري، ښه پروګرامونه وویني، ښې منظرې وګوري، برعکس کرۍ ورځ د همدې اختلافاتو بویونه حس کوي او د بدرنګو منظرو نندارې کوي.
لعنت پر دغو لاسپوڅو حاکمانو چې هیواد یې خپلو هیوادوالو ته په قیامت او دوزخ بدل کړی دی. ملت په څه کې دی او دوی په څه کې دي؟

















